
اتمر او قریشي د افغان سولې په اړه غږېدلي
نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۷ لړم، ۱۳۹۹ل): د کابل حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست «حنیف اتمر» د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر «شاه محمود قریشي» سره تلیفوني خبرې کړې او د افغانستان د سولې پروسې په اړه ورسره غږېدلی.
اتمر په همدې تړاو پر ټویټر لیکلي، چې له قریشي سره یې له لاسته راوړنو ډکې خبرې درلودې او د افغانستان د سولې پروسې، سیمه ییز اتصال او د قونسلي خدمتونو د ظرفیت پراختیا په اړه ورسره وغږېد.
دغه خبرې داسې مهال دي، چې په دوحه کې د طالبانو او کابل د مذاکراتي ټیم تر منځ له څه باندې څلوېښت ورځو راپدېخوا خبرې رواني دي؛ خو ویل کېږي، د ځینو اختلافي مواردو له امله لا هم پرمختګ نه دی شوی.
تېره ورځ د کابل مذاکراتي ټيم د ویاند په ګډون څلور تنه غړي د «شخصي مسایلو» د حل په پلمه د مذاکراتو له مېزه کابل ته رابلل شوي او د سرچینو په حواله ښایي، درې نور راتلونکې اوونۍ راوغوښتل شي.
ورته مهال له کابله بېلابېل هیئتونه او لوړپوړي چارواکي د اسلام اباد په لوري ور مات دي او هلته د افغان سولې پروسې په تړاو بحثونه لري.