نړۍ

نامالومووسلوالو پخواني فوځي افیسر تښتولي اووژلي دي

(نن ټکی اسیا اګست ۲۰۱۱/۲۷) پیښور: له کوهاټ څخه امنتیی چارواکوخبرورکړی دي چي پخواني فوځي افیسر کالونل شکیل احمد تیره ورځ نامالومو وسلوالو له تښتولو څخه وروسته وژلی دي.

له سیمي څخه دپولیسو یوه افیسر عمرحیات خبري رسنیو ته ویلی دی، چي کالونل شکیل احمد سهاروختي له کوره ومسجد ته پرلاره وو، چي نامالومو وسلوالو وتښتاوه، عمرحیات زیاته کړه دشکیل احمد له تښتوني څخه وروسته په سیمه کي پولیسو دتښتونکو مخه ونیوه ترڅو تښتول شوی

فوځي افیسر شکیل احمد وژغوري، خودتښتوونکي له لوري له سختو ډزو سره مخ شول چي نتیجه کي یی دپولیسو یو افسر ووژل شو اودوه نور سخت ژوبل شول، چي وروسته وسلوالو تښتول شوی فوځي افیسر شکیل احمد هم وواژه.

تښتونکو دشکیل احمد مړي دپیښي له ځایه سره پریښي او دوي په تیښته بریالي شوي، دپیښي پړه تراوسه پوری چاپه غاړه نه ده اخیستي.

نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x