افغانستانسولې اړوند خبرونه

د اسلامي همکاریو سازمان یو ځل بیا په افغانستان کې پر دایمي اوربند ټينګار کړی

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۷ لړم، ۱۳۹۹ل): د اسلامي همکاریو سازمان په افغانستان کې د جګړې د شدت د لوړوالي له امله اندېښنه ښودلې او د افغانستان د جګړې په تړاو مکه کې د علماوو له لوري د خپرې شوې اعلامیې پر پلې کېدو او د دایمي اوربند په تامین يې ټینګار کړی.

د اسلامي همکاریو د سازمان له لوري په همدې تړاو خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې په افغانستان کې د جګړې د شدت زیاتوالي د ملکي تلفاتو ګراف لوړ کړی او ګڼ شمېر ښځې او ماشومان پکې وژل شوي، چې باید مخه یې ونیول شي او د یوه دایمې اوربند د تامین تر څنګ مذاکراتو ته د ستونزو د حل د یوازیني مرجع په حیث مراجعه وشي.

یاد سازمان ددې تر څنګ د افغانانونو په رهبرۍ او مالکیت د سولې پروسې په چوکاټ کې د خپلو مرستو او همکاریو ژمنه کړې.

ورته مهال کابل حکومت د اسلامي همکاریو سازمان له دریځ هرکلی کړی او د هغوی څرګندونې یې د سولې د تامین لپاره اړینې بللې.

دغه څرګندونې داسې مهال دي، چې په دوحه کې د طالبانو او کابل د مذاکراتي ټیمونو تر منځ له خبرو سره هم مهاله په هیواد کې جګړو زور اخیستی.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت «یوناما» وایي، د سولې خبرو په افغانستان کې جګړه نه ده کمه کړې او د ملکي تلفاتو کچه لا هم لوړه ده، چې باید د ټيټولو هڅه یې وشي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد

کڅه هم زه پوهیږم چه( نن ټکی اسیا)زماآیاتونه اوتفسری نه خپره وی خوزه دالله په وړاندی مصئولیت لرم چه وی لیکم بیابه په ورځ دقیامت زموږپه منځ کی الله فیصله وکی،کڅه همدوی ته لیری ښکاری ولی ډیرنژدی دۍ.
عربوته موږاوس داسرائیلواوکفاروهمنواویلای سودوی ته اوس اسلام فقط دونه اهمیت لری چه دعمرواوحج محصولات چه دولس میلیارده ډالره کیږی ټول کی دوی خپله عقیده نه پرلری ولی دفلسطین اوافغانستان قطلع عام دکفاروددوی دملګروله طرفه کم اهمیت نلری،زماپه نظراوس قیامت نژدی دۍ ولی دمکی معظمی پاسداران کفار سول.په احترام عبدالواحد اڅګزۍ

طوطی

عبدالواحد صیب. کلمی یو پر بل پسی مه نښلوه. باید د کلمو تر منځ فاصله وی. دویم: کوښښ وکړه چی څه لیکی درست یی ولیکه. ستاسو تا کلمه (قطلع عام) په اصل کی قتل عام ده یعنی عمومی قتل او وژنه. الله دی د ټولو افغانانو پرده وکړی. هیله ده چی زما خبری پر تا بدی نوی لګیدلی. والسلام

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x