نظــر

روانې فتواوې د چا په تنبیه او موخه یې څه ده؟ 

ډاکټر سیف الله (خالد)

په روانه اونۍ کې دا دوهمه متمرکزه  فتوا ده چې فقط دافغانستان په اړه د ځینو اسلامي هیوادونو لخوا د اغیارو په تنبیه او اشاره ورکول کیږﻱ خو پوښتنه داده چې کم او ډیر دا سل کاله چې په اسلامي نړۍ کوم استبداد او ظلم تر انتها روان وه او لاهم  روان ده د هغوی په اړه دوی ولې چپه خوله وه او دﻱ؟

لومړۍ پوښتنه : ایا دا اوس چې په فلسطین کې د دولسو زرو څخه ډیر سپین ږیرﻱ ، کوچنیان ، ښځې او ځوانان د اسرایلو د لاسپوڅو لخوا بندیان دﻱ د هغوی ګناه څه ده ؟

که د تاریخ تیرﻱ پاڼې را وسپړو له1947 میلادﻱ کال راهیسې چې شاوخوا 53 کاله کیږﻱ او له هغه څخه د مخه  دفلسطین غیور مسلم اولس د زرونو او لکونو داسې قربانیو ښکار شوی او لا پرې جریان لرﻱ اوسنـﻱ مفتیان ولـﻱ داسې نړیواله په حوالو مشتمله فتوا نه صادورﻱ چې اسرایل ښکیلاکګر ، مستبد او د مسلمانانو عقیدوﻱ دښمنان او د بیت المقدس غاصبین دﻱ او فلسطینیان مظلوم ، په حقه او زموږ مسلمانانو د یوې کلیمې وروڼه دﻱ چې مرسته ، لاسنیوی او د مظلومو بې وسو بندیانو خلاصو یې د ټولې نړۍ پر مسلمانانو فرض ده ؟

دوهمه پوښتنه : په ما چې داشل کاله د کم وزیات 52 کفرﻱ جمع اسلامـﻱ ملکونو نیغ حربي تیری، قتل عام ، پر ودونو ، مدارسو ، شفاخانو ، کلیو او بانډو بې رحمه بمبارۍ روانې او د نړۍ د  پرمخ تللـیو هیوادونو ډول ډول مرمۍ مې دعلماوو ، قاریانو ، حافظانو او مفتیانو په سینو کې دفن کیدلې ، او تا یې ننداره کوله دهغو مظالمو په اړه د غربیانو په خلاف ستا فتوا چیرﻱ وه؟  او اوس مـې چې کلي او بانډې لوټې لوټې د علماوو او مخلصو مجاهدینو له  کونډو او یتیمانو ډک دﻱ د هغوی دا قربانۍ د څه لپاره وې ؟ ته هم یو مفتي یې او هغوی هم مفتیان وه ته دې په فتوا ډالر اخلي هغوی پرې خپلې سینې غلبیل غلبیل کړلې خو د اسلام جنډه یې نسکوریدو ته پرې نه ښوده او ستا په څېر یې دایمان سودا په ډالرو و نه کړه ، بیاهم موږ مسلمانان ستاسو مفتیانو څخه داپوښتنې لرو چې دا ټول دڅه لپاره وه ؟ موږ چـﻱ  فتوا صادره کړې مدلل استدلال ، منطق او د شرعي نصوصو ، قراني ایاتونو ، احادیثو او فقهې بنسټونو پر بنا حوالې لرو. تاسو چـﻱ دا پوچې او د مسلمانانو په منځ کې د نفاق اچولو  په اړه مخصوصې متمرکزې فتواوې صادرئ د کوم منهج اوبنسټ پر بنا ؟ که فقط دا ستاسو منطق او استدلال وﻱ نوجهاد دڅه لپاره ؟ ولا او برأ دڅه لپاره ؟ شهادت او قربانۍ دڅه لپاره ؟

له هر ویښ ضمیره او ریښتینی مٶمن سره داسې په سلهاوو پوښتنې دﻱ چـې ښایي د یوې لپاره یې هم تاسو استجواب ته حاضر نه شٸ. تاسو له تاریخ ناخبره د نړۍ پرمخ دکم وډیر 60 اسلامـﻱ ملکونو له حالاتو څه خبر یٸ چې هلته ستاسې په وروڼو څه روان دﻱ؟ خصوصا تاسو په بنګله دېش کې مېشت علما موږ ته فرمایشي فتواوﻱ مه را صادروٸ هغه پخپل موزیم کې وساتٸ ښایي ځینې یو څه پرې درکړﻱ اوتاسوته دا د عار او پیغور خبره ده تاسو لومړی برما ته سر ورښکاره کړٸ چـﻱ ستاسو په زرونو مظلومو مسلمانانو وروڼو اوخویندو څه روان دﻱ اقلیت مهاجرین یې د ظالمو بودایانو له لاسه ستاسو په ملک کې دیره دﻱ هغوی ټول ناویلي مظالم تاسو ته اورولي تاسو یې دانتقام لپاره څه وکړل؟

موږ پوهیږو چـﻱاوس اسلامي اُمت بیا د یووالي او یو قووت کیدو په درشل کې دی ښایي ډیر غیر اسلامي هیوادونه او د صلیبیانو اسلام ضدفلان جوړونکي ډلې دا نمایشي فتواوې خپرې او لګښت یې هم پر غاړه واخلـﻱ خو په اوسنیو شرایطو او حساسو حالاتو کې د اسلامي ملکونو فعال سیاسیون ، علما کرام او عام وګړﻱ باید د کفرﻱ نړۍ او داسې ګمنامو  بې علمه اشخاصو پر خلاف سره یو موټـی او د تخریشي او خپل منځي را پاروونکو غیرﻱ مسٶلانه څرګندونو څخه ډه ډه وکړﻱ او پر خپل نېغ مسیر لاس په لاس روان او روان جهادﻱ یون تر خپل منزله پورې و رسوﻱ. په اوسني وخت کې دهر ویښ ضمېر ه مسلم وجدان پر ژبه باید خپلمنځي مینه اُخووت او د مثبتو افکارو تبادله زمزمه شي.

نړۍ ته
دا یو جهان خو پریږده که سل نور هم ورسره شي
قانون کې زموږ نشته له مسیر نه اوښتل
مفتون

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد

محترم ډاکټرصاحب ددوی ورنګوته وګوره داعالمان ندی آیادوی کمونیزم پیژنی آیادوی دقرآن معنی بیخی ویلی ده دافقط یوچاددغه خاورودپاره راټول کړی دی چه داحاضرپرمیزورته پراته دی دامطلق جاهلان دی په دی نه ارز ی چه څوک څه برولیکی،بنګلدیش،پاکستان،هند،نیفال اوسریلنکا انګریزانوله اسلامه په خپلومفسدینوله اسلامه پوره خلاص کړی دی،زه تجربه کی لرم حتی لمونځ،روژه دانګریزانوپه هدایت کوی وګوره په تمامه دنیا کی روژه وی په دوی کی نه وی په تمامه دنیاکی اختروی په دوی کی نوی په دوی کی داسلام شرمول دی که یی مسجدوته ورسی لابه عجبی ووینی،دااسلامی فتوحات ولی ناکامه سول دغه دانګریزانوشیطانت دۍ چه له اسلامه یی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x