
د فرانسې چارلي ابډو مجلې د اردوګان سپکوونکی کارټون خپور کړی او ترکيې پرې توند غبرګون ښودلی
نن ټکی اسیا ( چهارشنبه، ۷ لړم، ۱۳۹۹ل): د فرانسې چارلي ابدو مجلې د ترکيې د ولسمشر رجب طيب اردوګان سپکوونکی کارټون خپور کړی او د ترکيې ولسمشرۍ ماڼۍ د مجلې دا کړنه په سختو ټکو غندلې ده.
چارلي ابډو دا کارټون په داسې حال کې خپور کړی، چې د فرانسوي ولسمشر ايمانويل ماکرون له لوري د اسلام د ستر پيغمبر په شان کې د سپکاوي د هڅې له امله د فرانسې پر ضد په ټوله نړۍ کې غبرګونونه مخ پر زياتېدو دي.
د ترکيې ولسمشر ايمانويل ماکرون دماغي ناروغ بللی و او هغه يې د اسلام دښمن بللی و.
د ترکيې د ولسمشرۍ ماڼۍ وياند ابراهيم قالن د چارلي ابدو مجلې له لوري د اردوګان د سپکاوي کارټون په خپرولو سخت غبرګون ښودلی او دا کار يې غندلی دی.
ښاغلي قالن په خپل شخصي ټويټر پيغام کې ويلي: «زموږ د ولسمشر په اړه د سپکاوي کارټون خپرول په سختو ټکو غندو، د فرانسې مجله هېڅ عقيدې، مقدساتو او اخلاقو ته احترام نه لري.»
د ترکيې د ولسمشرۍ ماڼۍ وياند ويلي، دا ډول کړنې د بد اخلاقۍ او سپکوالي نښه ده، د خلکو پر شخصي حريم تېری هېڅکله د بيان ازادي نه شي کېدی او د داسې کارټونونو د خپرېدو يوازېنۍ موخه همدا کېدای شي، چې د کرکې او دښمنۍ تخمونه نور هم وکري.
د ترکيې مرستيال ولسمشر فواد اقطای هم د چارلي ابدو مجلې له لوري د ولسمشر اردوګان د سپکاوي کارټون په اړه سخته غوسه ښودلې او هغه يې غندلی دی.
د ترکيې ولسمشر له خپلو خلکو غوښتي و، چې د فرانسوي توکو له کارولو ډډه وکړي او د فرانسې پر ضد خپله کرکه ښکاره کړي.
دا سمه ده که د فرانسی تولیدات وانه اخستل شی فرانسی هیواد ته به خروار کی خورد تاوان ورسیږی مګر بشپړه ګټه نه لری. تجارت کی پلورونکی او نیونکی دواړه تاوان کوی. د باطل اړخ خپلو کی یو موټی او یو خوله ده حتی د اسلامی نړی سیاسی قدرت یی هم ترلاسه کړی د ګوتو به شمیر یو څو تش په نامه اسلامی هیوادونه دی چه شل دیرش سلنه د اروپایانو او امریکایانو له غلامی ځانونه ژغورل شوی ساتی لکه اردګان ، اردګان تر مایکرون ډیر مادی امکانات لری وسلی او وسیلی لری څو ځلی له اسراییلو لوی دی کږی… نور لوستل »