شعـــــرونه

ته مې واکمن پر زړه یې/ محمد مهاجر

محمد مهاجر

ته مې پر زړه پاچا يې ته راته ښه پاچا يې
ته مې واکمن پر زړۀ يې ځکه ېې ته پاچا يې

ستاپه ليمو مين يم، ستا په کيسو مین یم
چې څوک پرتامین يې، بس پر هغو مین یم
ته مې له سترګو چاپير لکه باڼه پاچا يې

هره وينادي ليکم، هره ادآ دي ستایم
تل ډير په ښه انداز کې، مینه وفا دي ستایم
زما د زړۀ پر ټول ملک په هر کاله پاچا يې

ټول تصور مې ته يې دخيال انځور مې ته يې
دټولي ميني تعبير نـذر منظور مې ته يې
په زړۀ تصديق کومه هم مې په خوله پاچا يې

دميني راز مې دادی، دزړۀ انداز مې دا دی
بي له تاڅوک نلرم ،دشونډوساز مې دادی
زما محمد مهاجر دهر کاته پاچا يې

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x