ادبي لیکني

د وادۀ اوومه ورځ« لنډه کيسه»

جانان خدرخېل

د زلمي پلار شهید شوی و، هغه نور وروڼه نلرل، یوازې د دوو خوېندو کشر ورور و، هغۀ ته به کلیوالو د کونډې زوی وایۀ، خو زلمي به په دې خبرو پسې سر نۀ ګرځوو، هغۀ به تل ویل: پلار مې شهید شوی دی او زۀ رښتیاهم د یوې کونډې زوی یم، خو د کومې بدنامې او سوالګرې کونډې نۀ بلکې د داسې کونډې زوی یم چې تر اوسه یې خپلو وروڼو هم مخ نۀ دی لیدلی او هغې زۀ د څرخي (وړۍ اوبدلو) او د چرګو د هګیو په ګټې لوی کړی یم، زۀ چې قلم او کاغذ پېژنم دا د همدې پتمنې کونډې مور برکت دی.

زلمی له دولسم ټولګي فارغ و خو اقتصادي ستونزو د لوړو زدکړو اجازه نۀ ورکوله، هغۀ په یوه تجارتي شرکت کې په ډېر کم معاش د منشیتوب دنده تر سره کوله، معاش کم و خو کار هم اسانه و او د زلمي د کوچنۍ کورنۍ ګوزاره ورباندې روانه وه، شپږ ورځې وړاندې د زلمي هیلې ګل شوې وې او د ښوونځي د مدیر لور “غوټۍ” یې د ژوند د ملګرې په توګه په سره ډولۍ کې کور ته راوړې وه، د زلمي مور د خپل خاوند تر شهادت وروسته په لومړي ځل لاسونه په نکریزو سرۀ کړي و او خوېندو یې هم د یوازیني ورور په ښادۍ کې ښایسته کالي اغوستي و، چې دا د یوې کونډې په غریبانه جونګړه کې بې ساری کار و.

نن د زلمي د وادۀ اوومه ورځ وه، له دود سره سم باید غوټۍ د وادۀ په اوومه ورځ د پلار کور ته تللې وای خو زلمی له دفتره ناوخته راغلی و او د غوټۍ لپاره یې سودا هم نه وه کړې، د ماسپښین لمونځ یې ادا کړ، یوه پیاله چای یې نوش جان کړ، ولاړ شو په دېوالي آئینه کې یې ځانته وکتل، وېښتان یې سم کړل او په نرۍ ږیره کې یې څو واره د غوټۍ د سر ږمنځ تېره کړه، ږمنځ یې پوزې ته ونیوه، سترګې یې پټې کړې، د غوټۍ د عطر ورینو زلفو بوی یې حس کړ، ویې خندل، تر شا یې وکتل او غوټۍ ته یې وویل: د مدیر صیب لورې! له ږمنځې دې د عطرو او تېلو نۀ بلکې د جنت بوی ځي، والله که مې په ژوند داسې خوږ بوی لیدلی وي، غوټۍ وخندل: ځه ځه! زۀ دې ټوله ورځ هغه دسمال بویوم چې تۀ پوزه پرې پاکوې، پوهېږې؟ ستا له دسماله هغه بوی حس کوم چې ما په دنیا کې تر اوسه داسې بوی ندی لیدلی، دواړو وخندل، زلمي خبره لنډه کړه: ښه ناوخته دی ژر ژر وایه چې څۀ شی څۀ شی راوړم؟ غوټۍ په یوه ساه خپل فرمایش ورکړ او سپارښتنه یې وکړه چې هر شی راوړې نو مور او خوېندو ته یې ښیه؛ پرون چې تا په توره خلته کې د ځان لپاره شیان راوړل، خورکۍ دې ویل چې زلمي خو بیا پټې غوټې او خرچې شروع کړې او رښتیا د مورکۍ لږ زوکام دی که دې درمل راوړل، زلمي یوازې په ښه ځواب ورکړ او له خونې ووت، غوټۍ تر شا ورپسې ووته، زلمی د مور خونې ته ورغی، له هغې یې بازار ته د تګ اجازه واخیسته، هغې تلاوت کاوه، په آیت یې ګوته کېښوده او زلمي ته یې وویل: زویه ژر بېرته راځه، هر څۀ واخله او سبا لخیره غوټۍ د پلار کره بوځه، زلمي “ښه” کړل، له خونې راووت او د مور چپلکې یې سمې کړې، غوټۍ د غرمنۍ لوښي مینځل، خوېندې یې ګاونډیانو کره تللې وې، زلمی په چټکو ګامونو له کوره ووت.

د مازدیګر لمر تودوخه نلرله، ګل ببو ترور اودس تازه کاوه او غوټۍ د ماښام لپاره خواړۀ پخول چې د یوې زورورې چاودنې غږ یې واورېد، دواړو “یا الله خیر” وویل، غوټۍ په سرو لاسونو نغري ته د اور تازه کولو لپاره لرګي ور وړاندې کول او خواښې یې د اودس تازه کولو پر ځای د وړوکي نیالګي بېخ ته ناسته وه، د دروازې ځنځیر وشرنګېد، د زلمي مور چټکه ورغله، دروازه کې زرینه ترور ولاړه وه، د زرمینې زوی هغې ته زنګ وهلی و چې بازار ته څېرمه چاودنه شوې او د دوی د کلي ځوانانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده، د زلمي مور بې له دې چې غوټۍ ته څۀ ووایي له زرمینې سره په ګړندیو ګامونو روانه شوه، نۀ پوهیده چې څومره وخت کې او څنګه د پېښې تر ځایه ورسېده، خو د خلکو په ګڼه ګوڼه کې د شهیدانو او ټپیانو په جسدونو ګرځېده، هغې خپل زلمی هیچرې هم ونۀ موند، څۀ ناڅۀ ډاډه شوه خو لږ وړاندې یې یوه پښه تر سترګو شوه، سترګو یې لمبې کولې او د پښې پر لور یې منډه کړه؛ هغې د خپل زلمي پښه په دې پېژانده چې له وړوکوالي یې د ښۍ پښې خچه ګوته نۀ وه.
زلمی او څو نور ځوانان د بم اصلي قربانیان ول، د زلمي کورنۍ بختوره وه چې د خپل شهید یوه نخښه خو په لاس ورغله، ډېرو کورنیو دغومره بخت هم نۀ درلود. تیارۀ ماښام و د زلمي مور، خوېندو او ناوې غوټۍ د خپل کور د لمر (زلمي) یوازې پاتې شوې پښې ته اوښکې تویولې.

پای

۱۳۹۵/۸/۲۴

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x