ټولنیزه برخه

د رنځور زړه علامې

راټولونه او زیاتونه: اسدالله ساجد

یو مؤمن څنګه پوه شي چې زړه یې رنځور دی؟

ابن قیم رح د زړه د رنځ او مرض څلور علامې ښوولې دي چې د همدې علامو څخه د یوې علامې په وجود سره هم د مؤمن زړه رنځور پېژندل کېږي.

لمړۍ علامه:
مؤمن بنده کله هم په سترګو د محبت او خوف نه ډکې د اوښکو قیمتې مرغلرې تویوي او کله هم په زړه، خو د زړه په سترګو د اوښکو باران د لید سترګو د اوښکو له باران نه په مراتبو ډېرې قیمتي او مهمې دي.

د ندامت اوښکې یواځې تر سترګو مختصې نه دي، بلکې داسي ډېر وګړي شته چې له سترګو به یې کمه اندازه اوښکې هم نه وي توی شوې، خو زړه یې همېشه ژړېدونکی وي، همدا د زړه ژړاوي دي چې مؤمن بنده ته یې د کریم رب جل جلاله له لوري د قبول شوې توبې دروازه پرانیستې ده.

هغه وخت چې مؤمن د خپل رحمان رب جلاله په دربار کې د محبت او یا هم وېرې له امله له ژړا محروم شو؛ نو زړه یې د تباهۍ په رنځ اخته دی.

دوهمه علامه: کوم وخت چې مؤمن امور فاني«له منځه تلونکو شیانو» ته د امور باقي« اخروي ژوند او اعمال صالحوو» په نسبت ډېره ترجیح ورکړي؛ نو د یاد مؤمن زړه رنځور دی.

د مثال په توګه دنیوي ژوند ته یې د اخروي ژوند په نسبت ډېره ترجېح ورکړه او د همدې فاني ژوند په برابرولو کې یې هڅه او هاند هم له کچې لوړ وو، د دنیا په کسب، کار او عزت پسې لالهانده وو، خو اخروي عزت، ذلت، کامیابی او ناکامي یې هېڅ فکر ته نه ورتلل او یا هم ډېره کمه هڅه یې کوله.

دریمه علامه: د مخلوق سره د ملاقات او خپل شخصیت په هغوی د پېژندلو تمنا او ارزو د زړه د تباهۍ لویه علامه ده، ډېر داسي انسانان شته چې د یو شخص ملاقات ته ډېر وخت تېروي، په ډېرو منډو او هڅو هغه ته ځان رسوي، خو د خپل کریم رب د لقا لپاره یې هڅه او هاند په هېڅ شمار وي.

که مؤمن بنده په داسي حالت کې قرار ولري؛ نو ورته پکار ده چې له دې لویې تباهي ځان خلاص کړي.

څلورمه نښانه: کوم وخت چې مؤمن د خپل کریم او محبوب رب جل جلاله له ذکر، یاد او عبادت څخه په تېښته وي او د مخلوق سره ناستي، مجلس او اړیکو ته لالهانده وي؛ نو د زړه په تباهۍ مبتلا دی.

دا هغه وخت دی چې مؤمن د خپل محبوب خدای جل جلاله په خواږه عبادت او زنګ وړونکې ذکر سره هېڅ د سکون او ارامۍ احساس نه کوي، د لمانځه پر ځای او مسجد کې کمه اندازه وخت تېرول ورته د غره په شان سخت تمامېږي، په ارام او سکون سره لمونځ ورباندي ډېر دروند تمامېږي، په داسي حالت کې مؤمن د زړه په لویه تباهې اخته دی.
ای زما مؤمنه وروره!

هر څومره چې ژر کولای شې له پورته تباهیو خپل زړه صفا کړه تر څو د خپل محبوب او کریم رب جل جلاله له محبت نه برخمن شې!!!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x