افغانستان

فضلي د پېژندپاڼو د تعدیل په تړاو د ولسي جرګې له لوري تایید شوې طرحه رد کړې

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۷ لړم، ۱۳۹۹ل): د کابل حکومت د چارو ادارې رییس «فضل محمود فضلي» د ولسي جرګې له لوري د برېښنايي پېژندپاڼو د تعدیل په تړاو تایید شوې هغه طرحه رد کړې، چې له مخې یې  د افغان او ملیت کلمې له پېژندپاڼو غورځول کېږي.

د بي بي سي د راپور په اساس د ولسي جرګې غړو نن د رایو په اکثریت سره هغه طرحه تایید کړه، چې له مخې یې باید د بریښنایي پېژندپاڼو قانون تعدیل او د افغان او ملیت برخې ترې لیري کړل شي.

د ولسي جرګې غړي «خان اقا رضايي» وایي، کله چې د پېژندپاڼو په سر کې د افغانستان اسلامي جمهوریت لیکل کېږي؛ نو بیا اړتیا نشته چې د افغان، ملت او یا ملیت کلمې ور اضافه کړل شي؛ نو اوس چې طرحه تاييد شوه نو باید جوخت ورسره د بریښنایي پېژندپاڼو د وېش لړۍ هم ودرول شي.

ورته مهال د چارو ادارې رییس «فضل محمود فضلي» بیا پر خپله فسبوک پاڼه لیکلي، چې د بريښنايي پېژندپاڼو د تعدیل په تړاو خپاره شوي راپورونه حقیقت نه لري او د پېژندپاڼو د وېش لړۍ د تېر په څېر دوام لري.

نوموړي ویلي «د برېښنايي تذکرو وېش د پخوا په څېر جریان لري، هېوادوال کولای شي په اړوندو ادارو کې تذکرې واخلي. د برېښنايي تذکرو په وېش کې هیڅ ډول تغییر، تعدیل او تعلیق نشته.»

د ولسي جرګې او چارو ادارې د رییس تر منځ ټکر وروسته له هغه دي، چې تېره ورځ وکیلانو پر فضل محمود فضلي باندې انتقادونه وکړل او نوموړی یې تورن کړ، چې د ټاکنو تر بدنامۍ وروسته یې د چارو ادارې بدنامۍ ته ملا تړلې او د وزیرانو په چارو کې لاسوهنه کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x