ټولنیزه برخه

د انټرنټ د استعمال په اړه د هوښيار سړي خپل زوی ته عجیبه لارښوونې

ژباړه: نورالله عزام

زويه!
دا ګوګل ، فیسبوک ، تويتر ، واتساپ ، او ټولي ټولنيزي شبکې يو ژور بحر دی چې په دې کې د خلکو اخلاق خرابېږي..!!
عقلونه له منځه ځي  !!
د ځوانانو عقلونه..
د بوډاګانو عقلونه ..
د بې حيايی یو بې پایانه سمندر دی..
چې بې شمېره خلک پکې مړه شول .
په دې شبکو کې له ډېر ننوتلو ځان وساته ، داسې شه لکه مچۍ چې یوازې په پاکو پاڼو کېني چې لومړی ځان او بیا نورو ته ګټه ورسوې .

زويه!
د مچ په شان مه کېږه چې په هرشي کېني په بد شي او په ښه شي او بیا پرته له شعوره له یوه ځايه بل ته ناروغي انتقالوي ..

زويه!
انټرنټ يو بې سر او پايه بازار دی هیڅوک پکې وړیا سودا نه خرڅوي !
هرڅوک عوض غواړي!
ځیني د سودا په بدله کې اخلاق خرابوي ..!!
ځیني یې د شک او شبهاتو فکره وړاندې کوي ..!!
ځیني شهرت غواړي ..!! او ځیني یې بیا نیکان خلک دي ..
نو تر هغو سودا مه اخله ترڅو دې سمه کتلې او پلټلې نه وي.

زويه!
د اړیکو هره پاڼه مه خلاصوه ځکه ځیني یې د تباهي ستره کنده وي ، لوی شر وي، تېروتل او له منځه تلل وي..

زويه!
له هر ډول شیانو د خپرولو څخه ځان ساته او په محرم شیانو کې له کاپی پیسټ څخه ځان ساته .
او پوه شه چې دا شی ستا لپاره د اخرت کښت دی چې نیکي او بدي به پکې کرې مخکې له دې چې له حساب سره يې مخ شې خپله توښه دې تیاره کړه.

زويه!
مخکې له دې چې لایک او يا شیر کوې لومړی سوچ وکړه چې په دې سره به الله راضي کیږی او که خپه کېږي.

زويه!
چې په خپلو سترګو دې څوک ليدلي نه وي د چا په مينه او دوستي مه تېر وزه ..!!
د چا په خبرو مه تېر وزه  .
ځکه دوی منکرين وي !!
ځانونه مزين ښکاره کوي ..!!
مصنوعي اخلاق کوي ..!!
موثر الفاظ کاروي..!!
په خوله رښتوني خو په عمل کې درواغجن وي ..!!
ډېر خلک وي چې ظاهرا دینداره او په پټه ډېر بې دينه وي ..!!
په ښکاره ښایسته خو د پردې تر شا تر ټولو بدرنګه وي ..!!
سخي وي خو په حقیقت کې تر ټولو بخيل وي ..!!
زړور وي خو په حقيقت کې تر ټولو بې زړه وي ..!!
مګر هغه څوک چې الله  پرې رحم وکړ ..
نو ته له هغو خلکو څخه اوسه چې رحم ورباندې شوی .

زويه!
له مستعار نومونو ځان ساته ځکه د دې نومونو څښتنان پرځان باور نه لري نو پر هغو خلکو باور مه کوه چې پر ځان باور نه لري..
ځان ته مستعار نوم مه ږده ځکه چې الله تعالی په پټو او ښکاره شيانو ښه عالم دی .

زويه!
هغه څوک مه زخمي کوه چې تا زخمي کړي ، ځکه چې ته د ځان نماينده یې او هغه د خپل ځان ته دخپلو اخلاقو تمثیل کوې او هغه د خپلو اخلاقو تمثل کوي.. په هر لوښي کې چې څه وي هغه ورڅخه توييږي.

زويه!
په لیکنه کې دې تقوا کوه .. ځکه چې ته څه ليکې هغه ملایکي هم لیکي او الله تعالی د ټولو لپاسه دی چې څارنه او محاسبه مو ګوي..

زويه!
تر ټولو زيات پردې درباندې وېرېوم چې د انټرنټ په دې بېکاره او بده نړۍ کې له حرام شيانو لیدلو او دفسق او فجور او دبېلاري شبکو ځان ساته ،که چيرته دې ځان داسې وموند چې له دې محرماتو خوندي وي نو بیا له انټر څخه د ځان او خپلي ټولني لپاره ښه استفاده وکړه او دخپل دين په خپرولو کې ښه کار ورڅخه واخله او که ځان دې داسې وموند چې په ممنوع او حرامو شيانو اخته وې نو بیا له انټرنټ څخه داسې ځغله لکه له داړونکي لیوه څخه چې تېښته کوې ، ځکه چې بیا به ستا ځای دوزخ وي او سبا به دې حساب اخيستونکی خپل مولی وي.

زويه!
د شيطانانو اصلي لاري غفلت او شهوت دی او دا دواړه د انټرنټ ستني دي..
ګوره! چې دا شيان ستا دغفلت لپاره نه دې جوړ شوي بلکې ستا دخدمت لپاره جوړ شوي نو ته يې استخدام کړه مه يې پرېږده چې تا استخدام کړي.. ځان پرې ورسوه مه یې پرېږده چې تا تباه کړي .. د ځان لپاره يې حجت وګرځوه پرځان يې حجت مه ګرځوه..

نسال الله الهداية والتوفيق

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x