افغانستان

د هرات په زندان کې د عسکرو ډزو بندیانو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۸ لړم، ۱۳۹۹ل): د هرات په زندان کې عسکرو په بندیان ډزې کړې چې له کبله یې لږ تر لږه ۴ تنه وژل شوي او شاوخوا ۱۸ نور ژوبل شوي دي چې د ځینو حالت د انديښنې وړ ښودل شوی دی.

د هرات ولایت ځایي چارواکي د پېښې پخلی کوي او وایي چې په پېښه کې شاوخوا ۲۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، ددوی په وینا په وژل شویو او ټپیانو کې پولیس هم شامل دي.

ویل کېږي چې د یاد زندان د پینځم بلاک بندیانو خپل بلاک ته اور اچولی او د زندان څه برخه یې سوځولې ده.

ځایي اوسېدونکو رسنیو ته ویلي چې عسکر او د زندان ساتونکي د بنديانو پر لور مخامخ ډزې کولې چي ممکن مرګ ژوبله له ښودل شوې هغې زیاته وي.

دغه پېښه د هرات په زندان کې د ماښام شپږ بجې رامنځته شوې چې تر ناوخته په زندان کې دننه د ډزو اوازونه اوریدل کېدل.

د پېښې لامل نه دی په ډاګه شوی او د رسنیو په وینا پولیس د معلوماتو ورکولو څخه ډډه کوي. د پولیسو ویاند خبریالانو ته ویلي چې د پېښې جزیات باید د زندان ادراې چارواکي ورکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x