دیني، سیرت او تاریخ

تاریخ څه ته وایي؟ او مونږ ته څه را زده کوي؟«دوهمه برخه»

حماد افغان شیرزاد

د همدې عنوان اوله برخه “چې د تاریخ د تعریف او اړوند معلومات پکې وه” مونږ څو ورځې وړاندې نشر کړې وه دا یې هم دوهمه برخه.

د اسلامي تاریخ لومړي څلویښت کلونه د تاریخ تر ټولو زرین باب دی هغه تاریخ چې مونږ د ژوند د تیرولو هر څه پکې موندلای شو، د اسلامي امت لپاره خاصة او د نړۍ نورو خلکو ته عامة ده دې څلویښت کلونو د تاریخ مطالعه ډیره مهمه ده.

د رسول الله ﷺ شاګردانو او صحابۀ کرامو د خپل محبوب مشر او مقتدا هر قول، فعل، عمل، وینا او هره کړنه د تاریخ په صفحاتو کې محفوظ کړی او اسلامي امت ته یې د سیرت په شکل په بې شمیره حدیثونو کې رسولې ، د محبوب د حکومت طرز، د هغه مبارک غزوات، سرایا، د کفر د وفدونو سره ناسته پاسته، د کفر سره معاملات او معاهدات یې د امت لپاره د سبق اخیستنې یو ښه مضمون پریښې.

د رسول الله مبارک د رحلت وروسته د خلفاء راشدینو د خلافت د دورې هر پیښه او د هغوی هر عمل خورا په دقت او پوره امانتدارۍ سره لیکل شوې دا تاریخ بیا د خپل عروج په طرف هغه وخت روان شو کله چې د عمر فاروق رض په خلافت کې د فتحو او خوشحالیو نوې باب خلاس شو ، د صحابۀ کرامو آسونو کې کوم کمال پروت وو چې دوی فقط په دیرشو کلونو کې د نړۍ تر ډیرو حصو د اسلام د سپیڅلي دین رڼاوې ورسولې.

د عمر فاروق رض د خلافت دوره د یو مملکت او حکومت د نظام چلولو او اداره کولو لپاره خورا ښه نمونه ده ولې چې عمر رض پخپل وخت کې داسې نظام رامنځته کړ چې تر دې مخکې داسې بنسټیز او پر اصولو برابر نظام نه وو تیر شوې ځکه خو نن هم د کفري لکونو په عدالتونو کې د عمر رض سیرت لوستل کیږي او درس ورځنې اخلي.

د چا تاریخ ولولو او له کومه ځایه یې شروع کړو؟
د مسلمان امت اوسني حالت او وضعې ته په کتو باید ووایمه که چیرته دوی رابیداره نشول او یوه ښه رهبري او مرکزیت یې جوړ نه کړ نو دوی به نور هم مغلوب او پست شي او د غرناطې ، اشبیلیې، اندلس ، بخارا او بغداد په څیر ویر لړلې او تورې ورځې به وګوري او ستر جامعات، مسجدونه او جوماتونه به مو د کفري لښکرو د آسونو غوجلې او اصطبلې وګرځي.

کله چې یو ځوان او یا هم متعلم د اسلام د تاریخ په اړه خپله پوهه زیاتوي او غواړي چې له تاریخه پوره خبر شي نو لاندې نهج باندې دې لاړ شي.

لومړي درجه کې د مسلمان ملت او بیا خاصة د اوسني عصر ځوانانو ته “چې د کفري ذهنیت ، دیمکراسۍ، الحاد، کمونیزم او د هالیووډ، بالیووډ ، هندي فلمونو او ترکي سریالونو متاثره دي.” تر ټولو مهم د خپل خوږ نبي روښانه او واضحه سیرت کتل دي ځکه چې په اړه یې الله تعالی پخپله په قران کې فرمایي: لقدکان لکم في رسول الله اسوة حسنة الخ.

د سیرت الرسول په اړه د وخت علماء کرامو کره کتابونه لیکلي په اوسني وخت کې د علامة ادریس کاندهلوي رح کتاب سیرت مصطفی بهترین کتاب دی.

نور بیا ان شاءالله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x