نړۍ

کرونا ويروس؛ په ټوله فرانسه کې يو ځل بیا په ګرځېدو بنديز ولګېده

نن ټکی اسیا ( پنجشنبه، ۸ لړم، ۱۳۹۹ل): د فرانسې ولسمشر ايمانويل ماکرون د کرونا ويروس د دوهم ځل خپرېدو له وېرې په ټول هېواد کې پر ګرځېدو بنديز لګولی، چې لږ تر لږه د راتلونکي نومبر تر پایه به دوام وکړي.

ماکرون ولس ته په وينا کې وويل، چې د جمعې له ورځې پيلېدونکي بنديز «لاک ډاون» کې يوازې د سختو اړتياوو لرونکي خلک به د ضرورت په اندازه له کوره وتلی شي.

د نوو بنديزونو له مخې به هوټلونه، شرابخوانې او ورته نور غیر ضروري ځايونه بند وي، خو ښوونځي او کارخونې به پرانيستې وي.

د نورې نړۍ سربېره په فرانسه کې هم يو ځل بیا کرونا ويروس ډېر په تېزۍ سره مخ پر زياتېدو دی او په دغه هېواد کې د کرونا ويروس ۳۳۰۰۰ نوې پېښې ثبت شوي دي.

د فرانسې ولسمشر اندېښنه ښکاره کړې، چې د کرونا ويروس دوهم پړاو په زياتېدو دی او دا پړاو به تر لومړي هغه ډېر خطرناک وي.

ماکرون ټينګار کړی، چې خلک دې له سخت احتیاطه کار واخلي، ځکه چې د کرونا د تازه پړاو خطر او مړينې به تر اټکل شوې اندازې هم زياتې وي او اوس هم د روغتونونو په «ای سي يو» وارډونو کې تر نيم زيات ناروغان د کرونا دي.

د ولسمشر ماکرون له قوله د نوو بندیزونو له مخې هر څوک، چې له کوره وځي، بايد يو فورمه ډکه کړي، هېڅوک له اجازې پرته له کوره نشي وتلی او پر ټولنیزو پروګرامونو به بشپړ بندیز وي.

د فرانسې سربېره جرمني او يو شمېر نورو هېوادونو هم د کرونا ويروس خپرېدو له وېرې نوي بنديزونه لګولي، چې مخې به يې هوټلونه، جيمونه او د ډرامو ستر هالونه بنديږي.

برتانيا کې هم تېره ورځ پر کرونا د اخته کسانو نوی شمېر ۲۴۷۰۱ ته رسېدلی او ۳۱۰ ترې مړه شوي دي.

په ګڼو هېوادونو کې د کرونا ویروس د خپرېدو له وېرې د شپې په ګرځېدو بشپړ بنديز دی، چې په دې کې د فرانسې ۴۶ ميليونه ولسونه هم شامل دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
رښتينيار

الهي دغو کفره فجره وو چي د نړۍ تر يو مليارد زياتو مسلمانانو زړونه ستا د وروستي ستر پيغمبر صلی الله عليه وسلم، روحي و اولادي و مالي فداه په سپکاوي سره وزورول، نو پروردګاره ! په دغه کرونا او نورو آفاتو او بلاوو يې داسي تباه کړې چي زموږ له توکومه سيکولر سوي وګړي لا عبرت ځني واخلي او توبه وکاږي.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x