افغانستان

هرات زندان کې د عسکرو په ډزو کې تر شلو زیاتو بندیانو ته مرګ ژوبله اوښتې/ویډيو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۸ لړم، ۱۳۹۹ل) :د هرات ولایت په مرکزي زندان کې د عسکرو او زندانیانو تر منځ نښته کې تر شلو زیاتو زندانیانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

له زندان څخه یو شمېر سرچینو «نن ټکی اسیا» ته وویل چې عسکرو زندانیان وهلي او ټکولي او غوښتل یې هغوی په زور پلچرخي ته انتقال کړي، چې په مقابل کې یې بندیانو غبرګون وښود « سهار عسکرو له څلورم بلاک څخه پنځلس تنه زندانیان ایستلي وو او تر وهلو ټکولو وروسته یې پر نورو بلاکونو وېشلي، عسکرو د زندانیانو خونې هم خرابې کړې، او تر هغه وروسته یې غوښتل په زور زندانیان پلچرخي ته انتقال کړي، چې بندیانو يې په وړاندې اقدام وکړ.»

د معلوماتو له مخې، د زندانیانو او امنیتي ځواکونو تر منځ په دې نښته کې تر دې دمه پنځه تنه بندیان وژل شوي او شل تنه نور ټپيان دي، چې د زیاترو روغتیایي حالت خراب دی.

یوه بندي د نوم نه ښودلو په شرط وویل، چې عسکر پر بامونو باندې له اسلحو سره خزه دي او هر بندي چې معمولي حرکت وکړي، هغه ولي او «په شهادت یې رسوي.»

د زندان دننه نښته د شپې تر یوې بجې روانه وه او پنځه تنه عسکر هم زندانیانو یرغمل کړي وو.

ورته مهال د هرات امنیتي چارواکي هم مني، چې په زندان کې دننه نښته رامنځ ته شوي؛ خو په خبره، یې حالت اوس تر کنټرول لاندې دی.

یاده دې وي، دا لومړی ځل نه دی چې زندانیان له مسلحو عسکرو سره په شخړه اوړي؛ تر دې وړاندې هم په بیا، بیا د هیواد په زندانونو کې بندیان په ډزو ویشتل شوي او وژل شوي؛ خو حکومت یې په اړه اقدام نه دی کړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
رښتينيار

مرګ د دغو مظلومو بنديانو پر وژونکو، دا هر څه پر دې دلالت کوي چي غني او بانډ يې د سولي هيڅ اراده نه لري، که نه په دې وخت کي پلچرخي ته د هرات د محبس د بنديانو انتقال ته څه اړتيا ده؟

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x