افغانستان

طالبانو امریکايي پلاوي ته هغه عوامل په ډآګه کړل د «جګړې د زیاتوالي» سبب ګرځېدلي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۸ لړم، ۱۳۹۹ل): له امریکايي پلاوو سره د لیدنو په دوام تیره ورځ د طالبانو د سیاسي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ طالب پلاوي د جنرال میلر او زلمي خلیلزاد په مشرۍ امریکايي پلاوي ته هغه عوامل په ګوته کړي، کوم چې په افغانستان کې د جګړې د زیاتوالي سبب ګرځېدلي دي.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکټر محمدنعیم په یو لړ ټویټونو کې ویلي، چې دغه ناسته تیر ماښام  د طالبانو د سیاسي مرستیال ملا عبدالغني برادر او ورسره مل پلاوي او افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد، افغانستان کې د امریکايي ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکاټ میلر او ورسره هیئت ترمنځ ترسره شوې ده.
نوموړی زیاتوي په دغه ناسته کې د طالبانو او امریکا متحدو ایالتونو ترمنځ د لاسلیک شوې توافقنامې پر اهمیت او بشپړ تطبیق په هکله خبرې اترې شوې دي:

«په ناسته کې دافغانستان اسلامي امارت او امريکا متحده ايالاتو تر منځ د شوې توافقنامې داهميت او د هغې د ټولو مادو په ښه او پوره تطبيق بحث وشو لکه داسلامي امارت دپاتې بنديانو خلاصون، د تورو ليستونو ختمول او… همدارنګه د عملیاتو د زياتوالي په عواملو او اسبابو خبرې وشوې. لکه د شهيدانو جسدونو ته سپکاوی، په راخلاص شويو بنديانو چاپې او دهغوی شهيدانول.»

د سرچینې په خبره طالبانو دغه راز په زندانونو کې له بندیانو سره د «غیر انساني» چلند، هوايي بمبارونو او نورو هغو «سرغړونو» په هکله امریکايي پلاوي ته وضاحت شوی چې د طالبانو په خبره حالات «ناسم» لوري ته ټیل وهي.

طالبان په داسې مهال امریکايي چارواکو ته د دوحې توافقنامې څخه د سرغړونو په هکله خبره کوي چې په دې وروستیو کې په راخلاصو شوو طالب بندیانو چاپې، هوايي بریدونه او د دولتي عسکرو لخوا پوځي عملیات زیات شوي، چې د طالبانو لخوا د دوحې توافقنامې څخه سرغړونه او تخطي بلل شوې او په اړه یې څو ورځې مخکې هم امریکايي چارواکو ته خبرداری ورکړی وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x