افغانستان

طالبانو د فاریاب په تعلیمي ادارو کې د «ازبکي» ژبې د تدریس بندولو دولتي ادعاء رد کړه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۸ لړم، ۱۳۹۹ل): د طالبانو د تعلیم او تربیې کمیسیون چارواکو په فاریاب ولایت کې د ازبکي ژبې د تدریس بندلو په هکله د دولتي چارواکو ادعاء بې اساسه بللې ده.

تیره ورځ د فاریاب والي نقیب الله فایق پر خپلې فیسبوک پاڼې د یو پوسټ په کولو سره ادعا کړې وه، چې ګواکې ددې ولایت په دولت آباد ولسوالۍ کې د طالبانو د تعلیم او تربیې مدیر له ښوونځیو څخه د ازبکي ژبې مضمون لرې کړی؛ کومه ادعا چې طالبان رد کړې او دا کار یې  د دولتي چارواکو لخوا په خپلو ناکامیو د پردې اچولو هڅه ګڼلې ده.

د طالبانو په رسمي ویب پاڼه الاماره په دې اړه خپاره کړې خبر کې داسې لیکلي: «موږ ددښمن دغه کاذبانه ادعاء په کلکه ردوو داسلامي امارت مجاهدین له یوې ژبې سره هم دښمني نه لري دیادي ولسوالۍ په ټولو ښوونځیو کې دازبکي ژبې مضمون د پخوا په څیر په تدریس کې داخل دی او په نصاب کې یې هیڅ بدلون نه دی راغلی.»

په ورته مهال په دولت آباد ولسوالۍ د طالبانو د تعلیم او تربیې مدیر مولوي عبدالمطلب «حنفي» هم د تیلیفوني اړیکې له لارې نن ټکي اسیا ته ویلي، چې دا ادعا له حقیقت څخه لرې ده او تش «تبلیغات» دي.

نوموړی زیاتوي، ددې ولسوالۍ په ټولو ښوونځیو کې تعلیمي چارې د «اسلامي امارت د لایحې» مطابق پرمخ روانې دي او هیڅ د پام وړ ستونزه وجود نه لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x