دیني، سیرت او تاریخ

د سمرقند او بخارا په وينو لړلی ژوند«پنځمه برخه»

لیکوال: مولانا اعظم هاشمي

ژباړه: لمر شرفزوی

دواړه واړه ورونه مې مدرسې ته لاړل او ماسپښین بېرته کورته راغلل؛ مور ته مې یې ځینې نوې خبرې وکړې. مورکۍ مې ورته ووې: “دوی د دین دښمنان دي، چې تل سپکې سپورې وایې”.
وروسته راته معلومه شوه، چې په مدرسه کې زده کوونکو ته ننداره(ډرامه) ایښودل شوې، چې په هغې کې یې پر اسلامي شعایرو او احکامو باندې ټوکې ټکالې کړي او تر برید لاندې یې راوستي.
په دویمه ورځ چې ماشومان مدرسې ته لاړل، نو لومړی یې ترې د مور او پلار د تاثراتو په اړه پوښتلي وو.

زما مور د عالِمي او روحانیې په جرم له پېنځلس ورځو تېرېدو وروسته له ښاري حقوقو(تابعیت) بې برخې شوه. مور مې ووې:
“اوس زما ایمان په ازمېښت کې ولوېد او ما له دې لېوه صفتو همدا توقع درلوده، ځکه دا بدمعاشان هیڅکله نه غواړي، چې یو متدین، باشعوره او بااحساسه مسلمان پر دې خاوره ژوند وکړي”.

مورجانې مې زه یوې څنډې ته بوتلم او راته ويې وې، چې “زړګیه! معلومه نده، چې دښمنان به ما څه وخت شهیده یا جلا وطنه کړي؛ اوس د اسلام په چوکاټ کې ژوند ناشونی شوی؛ ځکه خو تاته اجازه درکوم، چې کوم اسلامي هېواد ته هجرت وکړې او په ازاده فضاء کې د یو مسلمان وګړي په توګه ژوند وکړي”.

له دې وروسته زمونږ ډېر وخت په پټو مشورو تېرېدو. زما پلار، نیکه او انۍ(نیا) زما لپاره ډېر ګران بیه او نااشنا کتابونه ذخیره کړي وو. د مورجانې په مشوره مې د مېلمستون په هغه دیوال کې چې پلار مې په کې شپږ فُټه ځای جوړ کړی و؛ ټول کتابونه کېښودل او دېوال مې بند کړ، ځکه زه باوري وم، چې د سوسیالېزم حکومت به دا ودانۍ خپل لاس کې اخلي او د نړولو پر ځای به یې په حکومتي چارو کې استخدام کړي.
د مور مې له ښاري حقوقو د بې برخې کېدو ۲۳ ورځې تېرې شوې وې، چې ما د هجرت پر لار پل کېښود. له پرلپسې مزله وروسته په دویمه ورځ خضراباد ته نېږدې ورسېدم. خضراباد یوه لویه سيمه ده او زمونږ له سیمې(قایقي)نېږدې ۲۴میله واټن لري. د اورګاډي کرښه یې ترڅنګ تېره شوې او سېمې ته د رسېدو لپاره باید له سینده تېر شې.
چې سیند ته نېږدې ورغلم؛ ومې لېدل، چې له یونیم زرو څخه ډېرو روسي پوځیانو سیمه کلابنده کړې ده. له پوښتنو وروسته راته معلومه شوه، چې کمونستانو د اسلام د سپېڅلي پيغمبر (ص) په شان کې په خضراباد کې بې ادبي او بې حرمتي کړې او چې کله خلک د کمونستانو ددې ناوړه عمل په غبرګون کې احساساتي شوي وو، نو کمونستان یې ټوټه ټوټه کړي او وژلي وو؛ د اورګاډي کرښه یې ړنګه کړې وه او د مخالفت بیرغ یې پورته کړی و. روسي پوځیان د هغوی د ځپلو لپاره د پېښې ځای ته ورغلي وو او په ډېره غوسه لاس په کار شوي وو.

روسان په هره نقطه کې له خپلو وسلو سره په کمین کې بشپړ چمتو ناست وو او هیچا یې د مرمۍ له هدفه ځان نشو ژغورلی. زه په یو اندېښمن کړاو ککړ شوم؛ له دې ځایه مې نه شاتګ او نه د تېښتې لاره موندلی شوه او نه کوم پټنځای شتون درلود. داسې ورځ وه، چې په لومړي ځل مې په خپلو سترکو د مرګ نښې وليدې. کله چې مې د “سره پوځ” ټولي ولېدل، نو داسې ووېرېدم، چې بې واکه مې پر ژبه ایمان مُجمل او مُفصل جاري شول او د هېرې او هوښۍ عجیب کیفیت راباندې راغی. په بیړه روان شوم. کله چې مې حواس او هوښ پر ځای شول؛ ګورم چې روسي پوځیان لرې پاتې شوي. دا ماته یوه هيښنده تجربه وه، چې آن تراوسه ددې پېښې او له وېرې د ډکو شېبو په احساسولو کې نیمګړی یم، ځکه د هرو څو ګامونو په واټن کې روسي پوځیانو څار کاوه او د هغوی له څارنې او پیرې وتل شوني نه وو.

د همغې ورځې په مازیګر اوئچي ته ورسېدم. په دې ښار کې یوه علمي هستي، باعمله عالم او زما د پلار ټولګیوال اوسېد، خو دا ښار هم د سوسیالېزم له وینه څښونکو منګولو خوندي نه و او د هغوی لومړنی ښکار همدا زما د پلار ملګری ګرځېدلی و.

د سیمې خلکو راته وویل، چې ځناورصفته کمونستانو تېره شپه دا حق ویونکی سړی په شهادت ورساوه.

د ښار اوسېدونکو د نمنګان د ښار پر لور د تګ مشوره راکړه. په دویمه ورځ د نمنګان ښار ته ورسېدم، چې زما د ماماګانو ښار و او زما د مور له پلاره په میراث راته پاتې ځمکې او کور هم په کې و. د نمنګان وضعه نسبتاً ښه وه؛ څو ورځې مې په دې ښار کې تېرې کړې او بیا په اورګاډي کې خوقند ته روان شوم.

نوربیا…..

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x