افغانستانسولې اړوند خبرونه

د اشرف غني ځانګړی استازی: د طالبانو او امریکا له توافقنامې خوښ یو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۸ لړم، ۱۳۹۹ل): د پاکستان لپاره د اشرف غنی ځانګړی استازی «عمر داوودزی» وایي، د طالبانو او امریکا تر منځ په شوې توافقنامه خوښ دي او اوس هیله لري، چې پاکستان به طالبان د ډیموکراسۍ منلو ته وهڅوي.

داوودزي دغه څرګندونې له «عرب نیوز» سره کړې.

نوموړي ادعا کړې چې پاکستان پر طالبانو نفوذ لري، نو باید ګټه ترې واخلي او په دوحه کې د طالبانو او کابل د مذاکراتي ټیم ترمنځ په مذاکراتو کې رامنځته شوی بن بست مات کړي.

داوودزي زیاته کړې، چې پاکستان ته یې خپل مؤقف او غوښتنې واضح کړې او اوس دا په هغوی پورې اړه لري؛ چې څه ډول ګام اخلي «دا په هغوی پورې اړه لري چې هغوی څه ډول ګام اخلي، خو موږ د چټکو اقداماتو په هیله یو.»

د نوموړي له قوله، د  امریکا او طالبانو تر منځ د توافقنامې په لاسلیک کې پاکستان خپل نفوذ کارولی؛ نو اوس هم باید له شته نفوذ ګټه واخلي او «طالبان د ډیموکراسۍ منلو ته حاضر کړي.»

ورته مهال د عرب نیوز خبریال «طاهر خان» د داوودزي له خولې لیکلي، چې نوموړي ته پاکستاني چارواکو ډاډ ورکړی چې د روان کال تر پایه افغانستان کې اوربند ته لاره هوارېږي.

د نوموړي له لوري پورته څرګندونې داسې مهال دي، چې په دوحه کې له تېرې یوي نیمې میاشتې راپدېخوا د طالبانو او کابل د مذاکراتي ټیمونو تر منځ خبرې روانې دي؛ مګر د اختلافي نقاطو له امله لا هم پرمختګ نه دی شوی.

څو ورځې وړاندې  د کابل مذاکراتي ټیم څلور تنه غړي د «شخصي ستونزو د حل په پلمه» کابل ته راوبلل شول؛ چې د بیرته تګ په اړه یې لا هم اندېښنې موجودې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
م زاهد

چــه أشرف غنی پـه او ور سره ملګری یی اسلام نه مني مونږ څرنګ د کفري نړي دیموکراسي و منو / عجیبه مخلوق دي

ملا جانان

دا کفري ډیموکراسي منل زموږ لخوا جلا خبره ده. اول سوال دلته دی چي دا جعلي کفري ډیموکراسي کافرانو څنګه ورسره منلې ده. په خپلو اتو کي یې ډبل کړه ملګرې.

ملا جانان

ډیموکراسي یعني ولسواکي چي په عصري نړۍ کي یې عمده ټکی دا دی چي ولس مشر او مقننه قوه باید د هیواد د ټولو وګړو په رایه وټاکل سي. دا چي خلګ د رایو لپاره د رایو مرکزونو ته ځي فقط د دې اصل عملي کولو یو وړوکۍ نیمګړی ګام دی. د داودزي ډیموکراسي بس دغومره ده چي خلګ رایو مرکزونو ته پرې ښودل سي چي رایه بکس ته واچوي. بیا چي د خلګو رایي کثافتدانیو ته ځي او پر ځای یې د واکمنو په خوښه نښاني سوي رایي بکسونو ته لویږي ډیموکراسي نه فاسدوي. خو افغانان او هم طالبان… نور لوستل »

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x