افغانستان

«طالبانو د روزګان د دهراوود ولسوالۍ امنیه قوماندانۍ نیولې»

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۸ لړم، ۱۳۹۹ل) : راپورونه وایي، طالبانو د روزګان ولایت د دهراوود ولسوالۍ امنیه قوماندانۍ تر خپل واک لاندې راوستلې او ددې ولسوالۍ پر بازار یې جګړه روانه کړې.

په ولسي جرګه کې د روزګان وکیل «بسم الله جان محمدي» وايي، چې طالبانو د دهراوود ولسوالۍ امنیه قوماندانۍ نیولې او اوسمهال یې په بازار کې جګړه روانه کړې.

ورته مهال شمشاد تلویزیون بیا د خپلو سرچینو په حواله لیکلي، چې امنیه قوماندانۍ ته نږدې سیمې طالبانو تر خپلې ولکې لاندې راوستې او اوس یې پر امنیه قوماندانۍ ډله ییز بریدونه پيل کړي.

د سرچینو په حواله، د تېرو څو ورځو په جګړو کې د نورو ګڼو عسکرو تر څنګ د  امنیه قوماندان مرستیال «عیسی محمد» هم وژل شوی او په سیمه کې د شته د «برقي» په نوم د یوې پوستې قوماندان «تورجان» له څو نورو پولیسو سره یو ځای طالبانو ته تسلیم شوی.

حکومت که څه هم تر دې دمه د پېښې په اړه څه نه وايي؛ خو تېره ورځ يې ادعا کړې وه، چې یاد ولایت ته یې مرستندویه ځواکونه لېږلي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

بس هملته په ولسوالی کی خپله واکمنی اعلان کړی تر یو څو ورځو پوری. مبارک مو شه. ډیر ښه او ښایسته ځای دی زما دا ښکلی بنګړی او تعمیرونه خوښیږی.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x