
اردوګان: لويديځ يو ځل بيا صليبي جګړې پيلول غواړي
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۸ لړم، ۱۳۹۹ل) : د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوګان د فرانسې له لوري د پيغمبر عليه السلام په شان کې د سپکاوي کارټون خپرولو په غبرګون کې ويلي، چې لويديځ هېوادونه د اسلام سپکاوی کوي او غواړي، چې يو ځل بيا صليبي جګړې پيل کړي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې ولسمشر اردوګان د خپل واکمن «عدالت او پرمختګ» ګوند پارلماني وکيلانو ته په وينا کې وويل، چې د پيغمبر عليه السلام په شان کې د سپکاوي په غبرګون کې راپورته کېدل د مسلمانانو د عزت مسئله ده او انقره په دې اړه اوږدې مبارزې ته تياره ده.
د فرانسې پر ضد په اسلامي نړۍ کې د کرکې او غضب لړۍ يو ځل بيا وروسته تر هغه پيل شوه، چې يوه متعصب ښوونکي د چارلي ابدو مجلې خپور شوی کارټون په ښوونځي کې زدهکوونکو ته وښود او وروسته يوه مسلمان زدهکوونکي له ښوونکي سر پرې کړ.
د فرانسې ولسمشر ايمانويل ماکرون د توهين کوونکو کارټونو دفاع وکړه او ورپسې په اسلامي نړۍ کې د فرانسې پر ضد د کرکې او غضب لړۍ پيل شوه، په ګڼو هېوادونو د فرانسې پر خلاف مظاهرې پيل شوې او له فرانسوي توکو سره د پرېکون غوښتنه وشوه.
په اسلامي نړۍ کې د ترکيې ولسمشر تر ټولو توند غبرګون وښود، خپل فرانسوي سيال ماکرون يې دماغي ناروغ او د اسلام دښمن وباله.
په ځواب کې يې د چارلي ابدو مجلې د ولسمشر اردوګان کارټون هم خپور کړ.
ترکي چارواکو د ولسمشر اردوګان د کارټون خپرولو په غبرګون کې چارلي ابدو مجله بد اخلاقه او بې تربيې وبلله او ژمنه يې وکړه، چې د دې مجلې پر خلاف به ډيپلوماټيک او قانوني ګامونه پورته کړي.
د ترکيې د بهرنيو چارو وزارت په انقره کې د فرانسې سفارت شارزدافير احتجاجا ورغوښتی و.
اردوګان ويلي: «ما کارټون نه دی ليدلی، ځکه زه پوهيږم، چې د داسې بد اخلاقه کارټون کتل هم غلط کار دی او پر ځای د دې، چې پر شخصي کارټون خوا بده کړم، زموږ هڅه به د پيغمبر عليه السلام د شان دفاع وي.»
د فرانسې ولسمشر ويلي، دوی به د هغه په وينا د «د سخت دريځو» اسلامي نظرياتو د مخنيوي هڅه وکړي او په عين حال کې د فرانسې د بهرنيو چارو وزارت په اندونيزيا، ترکيې، بنګلهدېش، عراق او موريتانيا کې خپلو اتباعو ته د احتياط کولو امر کړی دی.