نړۍ

فرانسه کې د چړې برید مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۸ لړم، ۱۳۹۹ل) : د فرانسې په «نېس» ښار کې یوې کلیسا ته ور څېرمه یوه تن په نورو باندې د «چړې» برید کړی او درې تنه یې وژلي.

دغه پېښه نن د «نېس» ښار اړوند «نیوټرډام» په نوم یوې ځايي کلیسا ته څېرمه شوې، چې د پولیسو په خبره، دوه تنه پکې وژل شوي او ګڼ نور ټپيان دي.

ورته مهال ځیني ځایي رسنۍ بیا د دریو تنو د وژل کېدو خبر ورکوي.

د نیس ښاروالې شوی برید «ترهګریزه حمله» یاده کړې او له خلګو یې غوښتي، چې د پېښې ځای ته له ورتګ ډډه وکړي.

د نیس ښار پولیس وایي، برید ګر يې په ټپي حالت کې نیولی او سیمه کې نږدې روغتون ته یې لېږدولی.

د فرانسې لومړی وزیر په داسې حال کې چې د کرونا له امله د وضع شویو تازه محدودیتونو د جزئياتو اعلانولو په موخه پارلمان ته تللی وو؛ هلته له برید خبر شوی او په خبره یې «په دې کې هيڅ شک نشته چې فرانسه له نویو ګواښونو سره مخ ده».

دغه بریدونه وروسته له هغه دي، چې په فرانسه کې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته منسوب توهین آمیزه «کارټون» خپور شو.

د فرانسې ولسمشر هم د کارټون له خپرېدلو ملاتړ وکړ او اسلام یې د افراطیت دین وباله؛ چې څرګندونو يې په اسلامي نړۍ کې ګڼ غبرګونونه راوپارول او د نړۍ په بېلابېلو برخو کې مسلمانانو له فرانسوي توکو سره پرېکون اعلان کړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

الله هو اکبر.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x