ټکنالوژي

د واټس اپ کارول به نور د ټولو لپاره وړیا نه وي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۸ لړم، ۱۳۹۹ل): د ټولنیزو رسنیو تر ټولو مشهور پيغام رسونکی اپلیکیشن واټس اپ پلان لري د هغه چا لپاره د واټس اپ خدمتونه په پيسو وړاندې کړي چې سوداګریز حسابونه لري.

واټس اپ دا اعلان په داسې حال کې کوي چې په سوداګریز واټس اپ کې پر نورو پانګونو لکه پېر و پلور، پیرودونکي او د مواصلاتو پر ځانګړتیاو تمرکز کوي.

د واټس اپ له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې په نړۍ کې خپرې شوې کرونا وبا له کبله خلک په انلاین ډول چټکې سوداګریو او موثرو لارو ته اړتیا لري، ددغه خلکو لپاره واټس اپ یوه اسانه او ساده سرچینه ګرځېدلې ده.

واټس اپ زیاتوي، زموږ څیړنې ښيې چې هره ورځ د سوداګریز واټس اپ له لارې له ۱۷۵ ملیونو زیات کاروونکي د پيغامونو له لارې اړیکه نیسي او خپلې سوداګرۍ ته ادامه ورکوي.

د وټس ‌اپ سوداګریز حساب کوچنیو سوداګریو او نویو جوړو شویو شرکتونو ته اجازه ورکوي چې له خپلو پېرېدونکو سره په نېغه توګه اړیکه ونیسي او خپل توکي وپلوري.

په دې وروستیو کې فیسبوک په وټس ‌اپ کې د پېرلو اسانتیا او تڼۍ هم اضافه کړي چې په مرسته يې کاروونکي کولی شي له خپل وټس ‌اپ څخه له وتلو پرته خپل د خوښې توکي وپېري، خو دغه ځانګړنه اوسمهال اکثره په اسیايي هېوادونو کې کاروونکو ته نه ده وړاندې شوې.

واټس اپ چې له تېرو دوه کلونو راهیسې یې د سوداګریز اپلیکیشن ځانګړتیا زیاته کړې، غواړي دغه پروسه نوره هم چټکه او پرمختللې کړي. د کومې له لارې به کاروونکي وکولی شي د سوداګرۍ پلور، سودا کول او داسې نورې اسانتیاو څخه ګټه پورته کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x