روغتیا

بریتانیا؛ نومبر میاشت کې به د کرونا ورځنۍ پېښې تر ۲۰۰ زرو ورسیږي

نن ټکی اسیا (پنحشنبه، ۸ لړم، ۱۳۹۹ل): یوې نوې څيړنې اټکل کړی چې په بریتانیا کې هره ورځ شاوخوا ۱۰۰ زره کسان پر کرونا اخته کیږي، که چیرې همداسې دوام وکړي دا شمېره به په نومبر میاشت کې دوه چنده شي.

د بریتانیا ورځپاڼې «ډیلي میل» له خوا خپره شوې د څیړنې راپور ښيي، د مثبتو پېښو کچه په هرو ۹ ورځو کې دوه چنده کیږي، دا په ګوته کوي چې د نومبر میاشتې تر لومړنۍ اونۍ به دغه قضیې دوه چنده زیاتې او ۲۰۰ زرو ته ورسیږي.

دغه څیړنه د بریتانیا د بندیزونو اوسني حالت ته په کتلو ترسره شوې ده چې د ۱۰۰ زرو مثبتو پېښو ورځنی اټکل ښودل شوی دی.

د بریتانیا د روغتیا وزارت په تېرو څلوریشت ساعتونو کې د ۲۴۷۰۰ مثبتو پېښو خبر ورکوي په داسې حال کې چې ۳۱۰ کسان له کرونا مړه شوي هم دي.

د بریتانیا هېواد د مني موسم په جریان کې د کرونا ویروس له دویمې څپې سره مخ دی، په داسې حال کې چې څيړونکې یې هوا کې د انفیکشن لوړه کچه لامل بولي.

د امپریل لندن پوهانو چې د څيړنې مسئولیت لري خبرداری ورکړی چې د راتلونکې اونۍ د کرونا مثبتو قضیو حالت به له هغو څخه پورته وي چې په مارچ او اپریل کې کرونا په سخت حالت کې وه. ځکه چې هغه مهال د پسرلي په موسم کې په ورځني ډول له ۱۰۰ زرو ډیرې کمې پېښې ثبتېدلې، چې له ۴۰ زرو زیاتو کسانو ژوند یې واخیست.

د جان هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې په بریتانیا کې د کرونا له پېله تر دې دمه شاوخوا ۹ نیم لکه مثبتې پېښې ثبت شوي دي چې له مخې یې ۴۵۷۶۵ ناروغانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

په اروپایي هېوادونو کې له فرانسې او هسپانیا وروسته به بریتانیا دریم هېواد شي چې د کرونا ویروس پېښې په کې یو ملیون ته ورسیږي. بریتانیا په زیاتو پېښو ثبتولو په لومړیو لسو هېوادونو کې ده او یو له سختو اغیزمنو هېوادونو څخه ګڼل کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x