افغانستان

نن دوه بجې د ولسمشريزو ټاکنو پايلې اعلانيږي

نن ټکی اسيا: د ټاکنو خپلواک کميسيون وايي، چې د ولسمشريزو ټاکنو د دوهم پړاو پايلې نن دوشنبه ماسپښين دوه بجې اعلانيږي.

د ټاکنو کميسيون اعلان کړی و، چې د دوهم پړاو د ټاکنو پايلې به د چنګاښ په يوولسمه اعلان کړي، مګر د ټاکنو د خپلواک کميسيون مشر ډاکټر احمد يوسف نورستاني ويلي و، چې د ۱۹۳۰ محلونو رايو د بيا شمېرلو په موخه يې د ټاکنو پايلې د چنګاښ تر شپاړسمې وځنډولې.

د ټاکنو د خپلواک کميسيون مشر نن سهار د چنګاښ په شپاړسمه له ټولو رسنيو غوښتي، چې نن دوه بجې د ټاکنو کميسيون د رسنيو تالار ته ځانونه راورسوي، تر څو د ټاکنو پايلې د رسنيو له لارې خلکو ته ورسوي.

د ولسمشرۍ نوماند ډاکټر عبدالله عبدالله پرون يو ځل بيا ټينګار وکړ، تر څو چې، پاکې او ناپاکې رايې سره نه وي جلا شوي، د ټاکنو پايلې ورته د منلو وړ نه دي.

عبدالله ګواښ وکړ، چې که د دوی غوښتنې ونه منل شي، نو دوی به لارو او واټونو ته راووځي او د خپلو حقونو لپاره به خپلو لاريونونو ته دوام ورکړي.

بل پلو وړمه ورځ د ولسمشرۍ بل نوماند ډاکټر اشرف غني احمدزي و ويل، چې د ټاکنو کميسيون بايد د ولسمشريزو ټاکنو دوهم پړاو پايلې د چنګاښ په شپاړمه اعلان کړي او دوی نور د پايلو د ځنډولو زغم نه لري.

ډاکټر غني زياته کړه، چې ټاکنې يوه ملي پروسه ده او بايد د ملت رايو ته په احترام د ټاکنو پايلې ژر تر ژره اعلان شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x