ورزش

ځوان لوبغاړی نور احمد د استرالیا په بیګ باش لیګ کې واخیستل شو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۸ لړم، ۱۳۹۹ل): د افغانستان ۱۹ کلنې لوبډلې ځوان سوکه توپ اچونکی نور احمد د استرالیا په بیګ باش لیګ کې اخیستل شوی دی.

نور احمد چې لا ۱۵ کلن ښودل کیږي د میلبورن رینیګیډز لوبډلې له لوري اخیستل شوی دی چې د محمد نبي ترڅنګ به لوبیږي. هغه شپږم افغان لوبغاړی شو چې په دغه لیګ کې به لوبیږي.

د میلبورن رینیګیډز مشر روزونکی مایکل کلینګر د نور احمد په اړه وایي، «موږ هغه له تېر یو کال راهیسې له نږدې څارو، که څه هم هغه د خپل کیریئر په لومړیو مرحلو کې دی خو ځینې داسې چالونه او مهارتونه لري چې د توپ وهونکي ژوند مشکل ګرځوي».

د استرالیا بیګ باش لیګ لسم پړاو سیالۍ د دیسمبر میاشتې په لومړیو کې پېلیږي، چې لا له وړاندې محمد نبي، راشد خان او مجیب الرحمن د خپلو لوبډلو سره یو وار بیا تړونونه لاسلیک کړي دي.

نور احمد د افغانستان ۱۹ کلنې لوبډلې ځوان سوکه غوره توپ اچونکی دی چې په تېر ۱۹ کلنو نړیوال جام کې یې د لوبډلې په ګټه غوره توپ اچونه ترسره کړې وه او ۷ ویکټې یې ترلاسه کړې وې.

دغه راز هغه د ۲۰۲۰م کال شپږیزه لیګ کې د میس عینک لوبډلې لخوا ولوبېد چې غوره ثابت شو او په ۸ سیالیو کې یې ۱۱ لوبغاړي سوځولې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x