افغانستان

طالبان: د هغه چا واکمني د تاسف وړ ده چې د مرګ په وخت کې د اذان اړتیا ویني

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۸ لړم، ۱۳۹۹ل): طالبانو د اسلام له لومړنیو احکامو څخه د ناخبرۍ په هکله د اشرف غني تازه څرګندونو باندې غبرګون ښکاره کړی او نوموړی ته یې د اسلامي احکامو د زده کړې توصیه کړې ده.

د کابل حکومت مشر اشرف غني نن د پنجشنبې په ورځ د میلاد النبي غونډه کې په احساساتي وینا کې وویل: «موږ چې کله پيدا کېږو اذان مو په غوږ کې اچول کېږي او بیا چې مرګ ته ځو هم مو اذان په غوږ کې کېږي.»

د اشرف غني دغو څرګندونو په هېواد کې دننه د خلکو پراخ غبرګونو راپارولي او نوموړی یې د اسلام له احکامو څخه په بې خبرۍ تورن کړی دی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم په یو ټویټ کې داسې ویلي: دکابل ادارې مشران دې په شریعت باندې دبحث پرځای داسلام ابتدايي احکام زده کړي. دمرګ په وخت کې د آذان له ضرورت څخه معلومیږي چې دکابل ادارې مشران څومره په اسلام نا خبره دي. په هغه ملک چې د اسلام لپاره يې خپل ۲ میلیونه وګړي قرباني کړي وي، د داسې چا دواکمنۍ ادعا واقعا د تأسف خبره ده.»

دا په داسې حال کې ده چې اشرف غني تردې وړاندې هم د خپلو ویناوو په ترڅ کې حضرت حسین رضي الله عنه د الله جل جلاله لمسی بللی ؤ او دېته ورته نورې د اسلام څخه د ناخبرۍ ویناوې کړې وې.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
دوکتور غروال

بلی اسلام مبارک دین دداسی نیمه او نمونة مسلمانانو له خوا مسخرو ته برابرول کیږی او له بلی خوا نور کسان د اسلام مبارک دین د وحشت او تروریزم مهر کیښودلو هلو ځلو کښي دی اما شکر غیرتی ملت ددواړو خواو څخه نفرت لری!

طوطی

خو انسان دی سړی غلط کیږی، آیا ملایان کله په تلاوت کی ندی سهو شوی؟ د پاکستان د پخوانی وزیر ویډیو مو لیدلی هغوی مونږه ته طالبانو رالیږی خو خپله هم سره قل هوالله احد باندی خبر ندی. بیا اشرف خو یو امریکایی بوډاګی ده نه افغان له هغه څخه ګیله نشته. ډیر داسی طالبان ما لیدلی چی د طالب په نوم جنګیږی خو په والله که به یی خپل لمونځ زده وی. الله د مونږه هدایت کړی او هغوی چی مسلمانان وژنی او کافرو سره توافقات کوی هغوی دی الله تباه او برباد کړی سره د اشرف غنی، آمین… نور لوستل »

پتنګ

دا احمق نیم خلقی او نیم افغان ملتی په هیڅ نه پوهیږي ! لکه څرنګه چې په درواغو دوهم متفکر دی هم داسې په اسلامي مسائلو کې هم د پادې لنډی خر دی !!

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x