
د نیویارک ټایمز د خبریال په تښتولو تورن افغان نیول شوی
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۸ لړم، ۱۳۹۹ل): امریکایي قضايي ادارې وایي، هغه افغان امریکا ته لېږدول شوی، چې په ۲۰۰۸ کال کې يې د نیویارک ټایمز یو تن خبریال او د هغه همکار تښتولي وو.
حاجي نجیب الله چې د نیویارک ټایمز د راپور په حواله، د طالبانو پخوانی قوماندان پاتې شوی؛ په اوکراین کې نیول شوی او تر هغه وروسته په ځانګړې الوتکه کې امریکا ته لېږدول شوی.
امریکایي چارواکو که څه هم د نجیب د نیول کېدو د څرنګوالي په تړاو معلومات نه دي خپاره کړي؛ خو د یاد هیواد د فدرالي ادارو یو شمېر چارواکو نیویارک ټایمز ته ویلي، چې ۴۲ کلن حاجي نجیب تېره ورځ له اوکراین څخه امریکا ته لېږدول شوی او شپږ داسې تورونه ورباندې دي چې کېدلای شي، نوموړی له ټول عمر بند سره مخ کړي.
نوموړی تورن دی چې دوولس کاله وړاندې يې د نیویارک ټایمز یو تن خبریال «ډيوډ روډ» د هغه یو افغان همکار «طاهر لودین» او د دوی موټرچلوونکی «اسدالله منګل» له افغانستانه تښتولي او اووه میاشتې یې په بند کې ساتلي وو.
ډیویډ روډ او«طاهر لودین» له خپل موټر چلوونکي سره یو ځای د ۲۰۰۸ کال په نومبر میاشت کې د لوګر ولایت له څرخ ولسوالۍ څخه داسې مهال وتښتول شو، چې غوښتل یې په یاد ولایت کې د «ابو طیب» په نوم د طالبانو له یوه قوماندان سره مرکه وکړي.
تر تښتول کېدو اووه میاشتې وروسته «روډ او لودین» د شمالي وزیرستان په مربوطاتو کې د پاکستاني ملېشو یو مرکز ته ځانونه ورسول او ادعا یې وکړه، چې دوی له درې پوړیز تعمیر څخه تر ټوپ وهلو وروسته توانېدلي چې د طالبانو له زندانه ځانونه خلاص کړي.
ډیوډ روډ تر خلاصون وروسته له نیویارک ټایمز سره په یوه مرکه کې وویل، چې حاجي نجیب دده د تښتولو لپاره د «ابو طیب» جعلي نوم پر ځان اېښی وو او دی یې لوګر ته ورغوښتی و.
نیویارک ټایمز د امنیت په پلمه د روډ د خلاصون څرنګوالی پټ وساته او د نوموړي کورنۍ وویل، چې د روډ د خلاصون په موخه یې چا ته روپۍ نه دي ورکړي.