نړۍ

له آیا صوفیا وروسته؛ ترکیې یو بل مسجد د ۷۵ کلونو بندیدو وروسته پرانېست

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۸ لړم، ۱۳۹۹ل): د ترکیې حکومت د استنبول ښار په الفاتح سیمه کې له ۷۵ کلونو راهیسې بند مسجد یو وار بیا د عبادت لپاره د عامو خلکو پرمخ پرانیزي.

دغه مسجد چې «کاری Kariye» یا علي عتیق باشا نومیږي، د استنبول ښار په الفاتح سیمه کې پروت دی، او له آیا صوفیا تاریخي مسجد وروسته له اوږد وخت بندیدو وروسته پرانېستل کیږي.

د ترکیې د مذهبي چارو مشر پروفیسر علي ارباش ویلي، کاری جومات به د خلکو پرمخ سبا د اکتوبر په ۳۰مه نېټه د جمعې لمونځ لپاره په رسمي ډول پرانېستل شي.

هغه پر خپل ټویټر پاڼه زیاتوي، «موږ له خدایه غواړو چې موږ په جوماتونو کې هیڅکله د اذان له اوازونو بې برخې نه کړي، او دا مسله دې د ملت او اسلامي نړۍ لپاره خیر وګرځوي».

د کاری مسجد ودانۍ په شپږمه میلادي پیړۍ کې د بزنطیانو لخوا د کلیسا لپاره رغول شوې وه چې د عثماني واکمنۍ پرمهال په ۱۵۱۱م کال کې پر مسجد بدله شوه، خو په ۱۹۴۵م کال کې د وخت حکومت له لوري پر موزیم بدله شوه، خو تېر کال د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان یاده پریکړه لغوه اعلان کړه او په اګست میاشت کې یې د مسجد پرانېستلو اعلان وکړ چې سبا د جمعې په ورځ به په بشپړ ډول پرانېستل شي.

د یادې پریکړې د لغوه کولو په اړه د مذهبي چارو مشر وایي، «دا چې «کاری» د عثماني واکمنۍ راهیسې د جومات حیثیت لري نو هیڅ امکان نه لري چې د عبادت ځایونه دې د نورو مقاصدو لپاره وکارول شي».

په دې وروستیو کې د ترکیې یو بل تاریخي مسجد (ایاصوفیا) هم بیرته د لمونځ کوونکو پرمخ پرانیستل شوی دی. د ایاصوفیا مسجد ودانۍ د ترکیې د پخواني ولسمشر کمال اتاتورک لخوا په موزیم بدله شوې وه. خو د ولسمشر اردوغان لخوا بیرته مسجد وګرځول شو او د ۸۶ کلونو نه وروسته په جولایي میاشت کې په لومړي ځل پکې د جمعې لمونځ ادا شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x