افغانستان

طالبانو هرات زندان کې د زندانيانو په مرګ ژوبله غبرګون ښودلی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۸ لړم، ۱۳۹۹ل): طالبانو د هرات ولايت په مرکزي زندان کې د ۱۰ تنو طالب زندانيانو د وژل کېدو او ۲۲ نورو د ټپي کېدو په اړه غبرګون ښودلی دی.

د طالبانو د بنديانو چارو کميسيون وايي چې دا څويم ځل دی چې په زندانونو کې د طالب زندانيانو په وړاندې زور زياتی او غير قانوني چلند کيږي چې له امله يې زندانيانو ته مرګ ژوبله اوړي.

له ياد کميسيون څخه په خپره شوې اعلاميه کې په زندانيانو دا ډول بریدونه وحشيانه بلل شوي او په نړيوالو بشري او حقوقي ادارو څخه غوښتل شوي دي چې په زندانونو کې د زندانيانو په وړاندې د دا ډول وحشتونو په مخنيوي کې خپل مسؤليت اداء کړي او عاميلين يې د جنايت کارانو په توګه وپېژني.

بايد وويل شي چې دا لومړی ځل نه دی چې په دولتي زندانونو کې له طالب زندانيانو سره د ناسم چلند له امله راپورونه ورکول کیږي، مګر تر دې وړاندې هم په زندانونو کې د طالب زندانيانو د ځورولو او تعذيب له امله ګڼ شمير طالب زندانيانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

طالبان که څه هم ډیری وخت په دې اړه غبرګون ښيي او له نړيوالو بشري ټولنو څخه د دوی د زندانيانو په وړاندې د ناوړه چلند د پای ته رسولو غوښتنه کوي خو تر اوسه په دې برخه کې د بشري حقوقو ادارو کوم ګام نه دی پورته کړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

چی د اوربند کوم درک نشته نو ګیله د وحشت، ترور او وژنو دی هم نوی. بس یو بل وژنی حکومت دی طالبان وژنی او طالبان دی حکومتی کسان او بی دفاع ولس.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x