افغانستان

خوست: ځانګړو ځواکونو يو انجينر او يو مستري وژلي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۸ لړم، ۱۳۹۹ل): په ولسي وګړو د بريدونو او ترور په دوام دا ځل بيا په خوست ولايت کې ځانګړو ځواکونو دوه تنه ملکي وګړي وژلي دي.

راپورونه وايي چې ځانګړو ځواکونو تېره شپه د خوست ولايت مرکز اړوند « پيران کلي» کې د انجينر سيد طيب شاه په نامه يو تن انجينر چې په يوې شخصي کمپنۍ کې يې کار کاوه په ډزو وژلی دی.

همد راز ددې ولايت په ميلمه کوټ سيمه کې هم تېره شپه ناوخته د مجاهدالله په نامه يو تن مستري چې د پکتيا اوسېدونکی و او په خوست کې يې مستري خانه درلوده؛ هم وژلی دی.

د سيمې اوسېدونکي وايي چې مجاهدالله تېره شپه شاوخوا لس بجې د ځانګړو ځواکونو له لوري له خپل کور څخه وويستل شو او په ډزو ووژل شو.

بايد وويل شي چې په دې وروستيو کې د ځانګړو ځواکونو له لوري ځينې ملکي خلک په خپلسري توګه له خپل کورونو څخه راويستل کيږي او وژل کيږي.

دا په داسې حال کې ده چې د تېرې جمعې په ورځ هم د خوست ولايت مرکز اړوند «کنډيو» سيمه کې د قاري اکبر شاه په نامه يو تن طالب زنداني چې تازه له زندانه څخه راخلاص شوی و او اوس يې په يوه ديني مدرسره کې د مدرس په توګه دنده ترسره کوله؛ د ځانګړو ځواکونو له خوا وژل شوی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x