نظــر

موږ پخپله لومه کې

فاروق اغظم

الله عزوجل موږ ته بې حسابه ډیر نعمتونه راکړیدي (وَإِنتَعُدُّواْ نِعْمَةَ ٱللَّهِ لَا تُحْصُوهَآ). یوازې د خپل بدن د غړیو د سالمیت او د هغوی د توازن او حسن ترکیب شکر نه سو اداء کولای:

(یَا أَیُّهَا الإنْسَانُ مَا غَرَّکَبِرَبِّکَ الْکَرِیمِ، الَّذِی خَلَقَکَ فَسَوَّاکَ فَعَدَلَکَ – ۸۲: ۶-۷). سربیره پر دغه یې موږ ته د کائنات د تسخیر او پخپله ګټه د هغه د کارولو توان او ظرفیت راکړی دی او حتی امر یې راته کړی دی چې د مځکې او آسمانونو تر مدارونو تیر سئ او کائنات ټول تسخیر او پخپله ګټه یې وکاروئ.

(إِنِ اسْتَطَعْتُمْ أَن تَنفُذُوا مِنْ أَقْطَارِ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ، فَانفُذُوا). موږ هڅول سوي یو چې د کائنات د تسخیر پوهه، سلطان او ظرفیت راخپل کړو (لاتنفذون الا بسلطان –۵۵: ۳۳) موږ ته د لویو کارونو د کولو په هیله په ډیر احترام او تکریم کتل سویدی (وَلَقَدْ كَرَّمْنَا بَنِي آدَمَوَحَمَلْنَاهُمْ فِي الْبَرِّ وَالْبَحْرِ وَرَزَقْنَاهُم مِّنَ الطَّيِّبَاتِوَفَضَّلْنَاهُمْ عَلَىٰ كَثِيرٍ مِّمَّنْ خَلَقْنَا تَفْضِيلًا (الاسراء: ۷۰). انسان د خپلې پوهی په برکت اوس د ډیرو نعمتونو څښتن دی.

پخوا به په یو کتاب پسې موږ سرګردانه وو؛ اوس لوی کتابتونونه زموږ مخ ته مفت په یو کوچني فلش، کمپیوتر یا موبایل کې پراته دي. پخوا به یو لرې ځای ته په میاشتو سفر رسیدو، اوس په څو ساعته کې ور رسیږو.

پخوا چې به مسافر سوو، نو لکه ورک چې به سوو؛ بیا مو تر راګرځیدو پورې د دوستانو له ليدو محروم وو. اوس هر آن چې وغواړو مخامخ خبرې ورسره کوو او سره وینو.

پخوا مو په شپه کې په تکلیف اور بلاوه چې یو او بل سره ووینو، یا خونه توده او یا خواړه په پاخه کړو. اوس دغه کار بې له دې چې لاسونه مو تور او کالي مو بوی واخلي په برق، غاز يا لمر کوو.

موږ اوس د علم او ټکنالوجۍ په برکت ډیر هوسا ژوند لرو.

خو ددغه ټولو تکنالوجیکي پرمختګونو سره سره روحاً هوسا نه یو، چې څومره مادي پرمختګ کوو، هغومره په معنوي لحاظ شا ته پاتیږو.

دغه سبب دی د غربي نړۍ خلک چې ډیره مادي ترقی یې کړیده، هغومره روحاً هوسا نه دي.

د دوی دغه روحي تکليف ټوله نړی ناارامه کړې ده، په غرب کې د ټکنالوژۍ دغه سریع پرمختګ د هغوی ټولنیز ازرشونه شاته پریښوول، کورنی نظام یې چې د انساني ټولنې بنیاد دی سره وشلاوه او ټولنه یې تر پخوا ډیره د حریص او بیرحمه سرمایه دار په ولکه کې ورکړه.

سرمایه داري نظام نوي مادي ارزشونه معرفي کړل چې د پخوانیو معنوي ارزشونو ځای ونیسي.

ښځه چې د انساني نفوس تر نیم ډیره او د کورنۍ بنسټ دی، په غرب کې د سرمایه دار د حرص او هوس ښکار سوه. هلته د همجنسبازۍ رواج ده او تشویقول هم د سرمایه داری نظام یوه مهمه پدیده ده چې غواړي کورنی نظام نور هم سره وشلوي.

هلته د خلکو ټول معلومات له میډیا (تلویزون، جرائد، انټرنیټ، …) څخه دی او میډیا ټول د سرمایه دار په لاس کې ده.

دا سرمایه دار دي چې د خلکو اذهان او فکر کول تنظیموي، حکومتونه هم د سرمایه دارانو په لاس کې دي او همدوی خپلو حکومتونو ته هدایت ورکوي چې داخلي سیاست او نړیوالې اړیکې څنګه تنظیم کړي.

نړیوال نظام هم دوی ټاکي او موږ مجبوروي چې د هغه سره سم ولاړ سو، اوس د مادي ترقۍ او معنوی ازرشتونو ترمنځ تفاوت بیخي ډیر دی او دغه واټن ورځ په ورځ نور هم زیاتیږي.

څرنګه چې د ټولنې په متوازن انکشاف او معنوي هوساینه کې د سرمایه دار ګټه نسته، نو ځکه هغه ته توجه هم ډیره لږ ده.

زموږ اوسنۍ ډیرې ستونزې له همدغه ځایه راولاړې سویدي، موږ پخپله د ټکنالوجۍ په ځنځیرونو د خپلو معنوي ارزشتونو لاس او پښې ورتړلي دي. که موږ غواړو د مادي راحت څنګ ته روحا هم هوسا اوسو، متوازن انکشاف ته باید کار وکړو.

فاروق اعظم

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد

لَقَدْ خَلَقْنَا الْاِنْسَانَ فِىٓ اَحْسَنِ تَقْوِيْمٍ (4) ↖ انسان موداستعداد اوتکامل دعالی ترینودرجووه خلاقۍ ثُـمَّ رَدَدْنَاهُ اَسْفَلَ سَافِلِيْنَ (5) اوبیاموپست ترینودرجوته وګرزاوۍ.چه دعلم په واسطه داستعداد اوتکامل خاوند کیږی.محترموماپه دنیاکی ۲۵ ملکه لیدلی دی چه مشهوریی امرکا ،جرمنی ،انګلستان اوجاپان دی دهرملک طرقی دقرآنکریم دآیاتوپرعمل سوی ده اوڅونه چه دوی دقرآنکریمه لیری تللی دی په هغه اندازه یی ژوند ستړی سوی او خوارسوی دی مثلاً هیڅ خپلوی اوقرابت نسته پکښی ودونه نسی کولا چه لوی نعمت دی پیسه فرستی اوداسی نورعیبوه دی لکه چه الله دپیسه پرستۍ په باره کی داسی فرمایی:. كَلَّا إِنَّهَا لَظَى ﴿۱۵﴾هیڅکله نه هغه خویواوردۍ نَزَّاعَةً لِلشَّوَى… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x