افغانستان

د کاپیسا امنیه قومندان فرید مشعل په یو برید کې ټپي شوی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۸ لړم، ۱۳۹۹ل): امنیتي چارواکي وايي، د کاپیسا ولایت امنیه قومندان جنرال فرید مشعل موټریز کاروان د طالبانو له کمین سره مخ شوی، چې په ترڅ کې نوموړی ټپي شوی او موټر چلوونکی یې وژل شوی دی.

د کاپیسا ولایت یوې امنیتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط رسنیو ته ویلي، چې دا پېښه نن د پنجشنبې په ورځ مازدیګر رامنځ ته شوې ده.

سرچینه زیاتوي، د کاپیسا ولایت امنیه قومندان له کاپیسا ولسوالۍ څخه د بیرته راتګ پرمهال د «قورغل» په کلي کې د طالبانو له کمین سره مخ شوی، چې له امله یې سخته نښته رامنځ ته شوې ده.

د سرچینې په خبره په دغه وسله وال نښته کې د امنیه قومندان موټر چلوونکی وژل شوی او د امنیه قومندان جنرال فرید مشعل، د امنیه قومندانۍ د امنیت مدیر او یو ساتونکي په ګډون ۳ تنه نور ټپيان دي.

دا په داسې حال کې ده چې د شنبې په ورځ د اله سای ولسوالۍ د امنیت مدیر، له یو همکار او ساتونکي سره د طالبانو په برید کې وژل شوي وو او یو ساتونکی یې ټپي شوی ؤ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x