نړۍ

لاهو: دسلمان تاثیر زوی شهبازتاثیر وتښتول شو

(نن ټکی اسیا اګست ۲۰۱۱/۲۶) څو شیبي مخکي دپاکستان دپنجاب ایالت دوژل شوی ګورنر سلمان تاثیر زوی شهباز تاثیر نامالومو وسلوالو دلاهورښار ګلبرګ سیمی څخه وتښتول شو.
له سیمي څخه امنیتي چارواکي وایی شهبازتاثیر څلوروسلوالو دوسلي په زور سره وتښتاوه، عیني شاهدان وایی له وسلوالو له تیښتی څخه مخکي ټوپکان دپیښي ځای ته څیرمه غورځولی دي  چي وروسته دپیښي ځای ته څیرمه موجود تراپیک پولیس دوسلوالو توپکونه پولیسو ته وسپارل.

دپاکستان لومړي وزیر ګیلاني دسلمان تاثیر لور بانو سره تلیفوني تماس نیول دي اودپیښي په اړه یی ژور خفګان ښودلی دي اړونده چارواکو ته یی دنوموړی دموندلو هدایات کړی دي.

دیادولو ده چي دشهبازتاثیر پلار سلمان تاثیر دروان کال په اولو کي دنوموړي دیوه ساتونکي له لوري وژل شوی وو، نوموړي باندي توروو چي دخپلو خبرو پروخت یی ناموس رسالت ته سپاکوی کړي وو.
نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x