دیني، سیرت او تاریخ

د شیخ الحدیث ډاکټر سید شیر علي شاه مدني رح ژوند لیک(د پنځم تلین په مناسبت)

لیکوال: عبدالرحیم راشد
ځانګړتیاوي :
د قوي بدن، متوازن قد، جلا، جلا او تک سپین غاښونه، زړه راکښونکې څېره، لوړ مګر صاف او خوږ اواز، خوږې او سنجیده خبري، د قرآنکریم د علم کان، د زرګونو کیسو ټولګه، د بیان بلبل، د لیکني باچا، د بې بېلګي حافظې نمونه، د وقار او دبدبې څخه ډک مزاج، عربي تقریر او تحریر کي لوی باچا، د اخلاص، للهیت، تقوا او پرهېزګارۍ مجسمه، د علم لوی غر، عملي ډګر کي د نبوي سنتو پیروي کوونکی، د مخکنیو علماوو روښانه بېلګه، د علماء دیوبند لوی ترجمان، د جهاد لوی لارښود، د ښې او لوی فکر څښتن، برابر مزاج، سلیم الطبع او سلیم الفطرت، د وخت او مقام سره برابر لطیفه کوونکی، اردو، پښتو، عربي، او فارسي شعرونو ښکلی ترنم کوونکی، د مدینې منورې جامعه اسلامیه له PHD څخه فارغ سوی، لنډه دا چي دا صاحب الکمالات والصفات استاذ العلماء شیخ الحدیث والتفسیر حضرت مولانا ډاکټر سید علي شیر علي شاه صاحب رحمه الله دی.
زېږېدنه:
د علم او پوهي دا لوی ستوری د ۱۹۳۰ زېږدیز کال د شعبان په یوولسمي نېټې د اکوړه خټک سیمه کي د مولانا سید قدرت شاه په کور کي راوختی.
لومړنۍ زده کړې:
ډاکټر صاحب خپل لومړني زده کړي خپل په محترم پلار او د تعلیم القرآن ښوونځی کي ولوستل.
د علم صرف او نحو لومړني کتابونه یې له مولانا قاضي حبیب الرحمن(فاضل دیوبند)، مولانا سید ګل، بادشاه ګل او شیخ الحدیث مولانا عبدالحق رحمهم الله سره ولوستل.
لوړي زده کړي :
په ۱۳۶۶ سپوږمیز کال کي په دار العلوم حقانیه کي دوره حدیث وکړ، او د خپل علمي کچي د زیاتوالي لپاره د لاهور جامعه اشرفیه ته ولاړی، هلته یې له شیخ الحدیث مولانا ادریس کاندهلوي او مفتي حسن امرتسري رحهما الله څخه استفاده وکړه.
څرنګه چي ډاکټر صاحب شیخ الحدیث کاندهلوي رحمه الله ته د بخاري عبارت ولوستی، نو شیخ کاندهلوي دا حکم صادر کړ، ” چي له دې وروسته به د بخاري شریف عبارت یواځي مولوي شیر علي شاه وايي ” له دې د ډاکټر صاحب د طالبۍ دوران کي علمي وړتیا څرګندېږي.
تدریس :
د فراغت وروسته د دار العلوم حقانیې مؤسس شیخ الحدیث مولانا عبدالحق رحمه الله تر نظر لاندي راغلی او دار العلوم حقانیه کي یې په تدریسي خدمت وګماری.
مګر ډاکټر صاحب یواځي تدریسي خدمتونه نه، بلکي انتظامي چارو کي د شیخ الحدیث ځانګړی خادم پاتي سوی.
د مدینې منورې جامعه اسلامیه ته تګ :
د اتلس (۱۸) تدریسي کلونو وروسته د نبي کریم صلي الله علیه وسلم عشق یې په برخه سو، او د مدینې منورې په جامعه اسلامیه کي داخل سو، په ۱۳۹۴ سپوږمیز کال کي عالیه او ۱۴۰۳ سپوږمیز کال کي عالمیه (لوړو زده کړو) سند ترلاسه کړ.
له دې وروسته یې په ۱۴۰۸ سپوږمیز/۱۹۸۸ زېږدیز کال کي یې پي ایچ ډي (PHD) یا دکتورا سند د لومړي مقام په ګټلو ترلاسه کړ.
او د PHD مقاله یې تفسیر حسن بصري ولیکی، دې تحقیق یې علماء په تعجب کي واچول، او د دې تفسیر د تدوین او تحقیق پر مهال د نړۍ د زیاتو کتابتونو او تاریخي ځایونو څخه یې لیدنه وشوه او له ډیرو علماوو سره یې اړیکي ټینګي سوې.
له دې وروسته په مدینه منوره او جامعه اسلامیه کي د ډاکټر صاحب علمي او تحقیقي حیثیت ومنل سو، او په مسجد نبوي ” علي صاحبها الف سلام وتحیة ” کي د مدرس په توګه څو کاله وګمارل سو.
له مدینې منورې راستنېدل:
له دې وروسته له مدیني منورې څخه راغلی او په دار العلوم کراچي، احسن العلوم کراچي او منبع العلوم میران شاه کي تدریسي خدمتونه تر سره کړه.
جامعه دار العلوم حقانیه کي د دویم ځل تدریسي خدمت :
څرنګه چي په ۱۹۹۲ زېږدیز کال کي خپلي مادر علمي دار العلوم حقانیه کي د تدریس په شرف ونازول سو، چي د وفات تر وخته د بخاري شریف، ترمذي شریف او تخصص في الحدیث په تدریس مشغول وو.
تدریسي مېتود:
ډاکټر صاحب په علمي، تحقیقي او تعلیمي ډګرونو کي زیات شهرت یې د تدریس طرز او مېتود حاصل کړی وو، د دتدریس طرز یې آسانه، هوسا، د افهام او تفهیم څخه ډک، ډېر زیات په زړه پوري وو، دومره اندازه عام فهمه درس یې وو، چي لږ وړتیا لرونکی د لومړني درجو زده کوونکی به هم څه ترلاسه کاوه.
د ترمذي شریف د درس په دوران کي د فروعي مسائلو د بیان په حالت کي یې دا په ډاګه کول، چي دا زموږ مسلک او مذهب دی، بلکي ځیني وختونه به یې چي دواړه قولونه به حق او د انصاف سره برابر وه، نو د دواړه مذهبو تائید به یې وکړ.
ډاکټر صاحب به د جانبینو دلائل او اوسني حالاتو ذکر کولو وروسته به یې د احنافو نظریې د ترجیح ذکر په پوره ذوق او شوق سره وکړ.
شاګردان او متعلقین:
دا لویه هستي یواځي د دار العلوم حقانیې او طلباوو لپاره د ویاړ مجسمه نه وه، بلکي د عوامو او خواصو منځ کي له لوی عزت او احترام څخه برخمن وو.
د ډاکټر صاحب مهرباني، شفقت، ناز او مینه بې بېلګي او نه ختمېدونکې وه.
په بېلا، بېلو هېوادونو او ښارونو کي د شاګردانو، متعلقینو او ملګرو لپاره یې ژوند لوی غنیمت وو.
یو لوري ته که یې استادانو کي د عربو او عجمو لوی د علمیت غرونه شامل دي، بل لوري ته یې زرګونه شاګردان، چي هغوی کي مجاهدین، مفسرین، محدثین، مدرسین او د سیاسي ګوندونو مشران د صدقه جارې په توګه تر شا پرېښودل.
تصنیفونه:
ډاکټر شیر علي شاه صاحب خپل تر شا د یادګار په توګه زیات کتابونه پرېښودل، لکه:
۱- تفسیر حسن بصري پنځه جلده، عربي.
۲- تفسیر سورة کهف.
۳- زبدة القرآن اردو او پښتو.
۴- زاد المنتهي شرح ترمذي.
۵- مکانة اللحیة فی الاسلام.
له دې برسېره یې درسي تقریرونو او خطبې پر ورقو چاپ سوي دي.
لنډ مهاله د تفسیر دوره:
هر کال د شعبان او رمضان په رخصتیانو کي به یې اکوړه خټک کي خپل پلرني مسجد کي د تفسیر دوره د علماوو او طلباوو په ګڼ شمېر ګډون کاوه، بیا چي دویم ځل په دار العلوم حقانیه کي وټاکل سو، بیا یې دا لړۍ د دار العلوم جامع مسجد ته را نقل کړه. چي هر کال به درې، څلور زره فاضلانو، علماوو او طلباوو له هېواد له دننه او بهر څخه به ګډون کاوه. د وفات څخه درې کاله مخکي د بوډاتوب له امله دا لړي پرې سوه.
وفات:
ډاکټر صاحب له زیاتي ناروغۍ وروسته د ۲۰۱۵ زېږدیز کال د اکتوبر پر دېرشمه نېټه د ماپښین پر درو بجو د پېښور رحمان میډیکل انسټیټیوټ کي له دنیا رحلت وکړ، انا لله و انا الیه راجعون.
تاریخي جنازه او تدفین:
په پېښور کي د ډاکټر صاحب جنازه یوه ډېره لویه تاریخي جنازه وه، چي لکونه خلکو ګډون پکښې کړی وو، اکوړه خټک کي یو لوی میدان کي یې د دار العلوم حقانیې د مهتمم شیخ الحدیث مولانا سمیع الحق شهید رحمه الله او نورو استادانو په خوښه د هغه مشر زوی مولانا امجد علي شاه په امامت د جنازې لمونځ یې ادا سو.
چي خپل د والد محترم پر څنګ مسجد دلشاد انګړ کي ځانګړي هدیره کي ښخ سو.
اولادونه :
د ډاکټر صاحب دوه زامن دي، یو مولانا قاري امجد علي شاه د مدینې منورې جامعه اسلامیې فاضل، دویم یې مولانا حافظ ارشد علي شاه د جامعه دار العلوم حقانیې فاضل او مدرس دی.
اعزازي سندونه:
ډاکټر صاحب د دار العلوم حقانیه اکوړه خټک، شیخ الحدیث مولانا عبدالحق رحمه الله او جامعه اشرفیه لاهور د خصوصي سند برسېره لاندي شیخانو څخه هم د حدیثو اجازت نامې ترلاسه کړي دي:
د ۱- شیخ عبدالکریم کردي، د مدرسه قادریه بغدادیه صدر المدرسین.
۲- شیخ محمود نذیر طرازي مدني، د مسجد نبوي مدرس.
۳- استاد المحدثین مولانا عبدالرحمن کاملپوري.
۴- علامه سید حسن ندوي.
۵- شیخ بدر عالم میرټهي.
۶- شیخ حفظ الرحمن سیوهاروي
۷- شیخ رسول خان هزاروي.
۸- شیخ مفتي شفیع.
۹- مفتي محمود.
۱۰- شیخ محمد یوسف بنوري
۱۱- شیخ عزیر ګل.
۱۲- شیخ نافع ګل
۱۳- شیخ الحدیث نصیر الدین غورغشتي.
۱۴- شیخ غلام غوث هزاروي.
۱۵- حضرت علامه شمس الحق افغاني رحهمهم الله.
ماخذ : قافله حق، صـ۴۵ / داستان رفتګان،صـ۴۷۵

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x