دیني، سیرت او تاریخ

مجاهدينو ته په تقوا سره د حضرت عمر فاروق رضي الله عنه وصيت!!

نصير تکل

په هغه وصيت کې چې حضرت عمر رضي الله عنه سعد بن ابي وقاص او عراق ته تلونکو مجاهدينو ته کړى دى، داسې راغلي دي. “زه تا او ستا جنګياليو ته په ټولو حالاتو کې په تقوا توصيه کوم؛ ځکه له الله تعالى څخه ويره پر دښمن باندې تر ټولو غوره وسيله ده او په جنګ کې تر ټولو مهم جنګي تدبير دى، زه تا او ستا ملګرو ته امر کوم چې له ګناه او معصيت څخه ډډه او پرهېز کول ددښمنانو تر تعقيب ډير جدي ونيسئ، ځکه پوځ ته د ګناه خطر ددښمن تر خطر ډېر زيات دى، پر دښمنانو باندې د مسلمانانو برى صرف او صرف له دې امله دى چې هغوى دالله تعالى له اوامرو سرغړونه کوي، که دا خبره نه واى مونږ دوى نشواى ماتولاى، ځکه زمونږ د پوځيانو شمېر او وسائل له هغوى سره برابر نه دي، نو که مونږ په ګناه او اخلاقي کمزورۍ کې له دوى سره برابر شو؛ نو هغوى به د نظامي ځواک له پلوه په مونږ برلاسي شي.

که چېرې مونږ په معنوي ښېګڼه پر هغوى بريالي نشو، پر ځواک او دبدبه باندې پر تکيه کولو سره به هېڅکله پر هغوى بريالي نشو، تاسې پر دې پوه شئ چې الله تعالى ستاسو څارونکى دى او ستاسو له کړو وړو خبريږي؛ نو له هغه څخه حياء وکړئ.

څرنګه چې تاسې دالله تعالى د لارې مجاهدين ياست؛ نو په ګناهونو او ناوړه کړنو خپل لاسونه مه ککړوئ، په دې زړه مه ښه کوئ چې زمونږ دښمن تر مونږ ډېر بد عملونه ترسره کوي؛ نو که مونږ هم بد کارونه وکړو، هغوى به پر مونږ مسلط نشي؟ ډېر ځله داسې پېښ شوي، بني اسرائيل د بدو کړنو له کبله دمجوسو تر ولکه لاندې راغلل او ښارونه يې د هغوى تر واک لاندې شول.

دالله تعالى ژمنه تل ترسره کېدونکې ده، لکه څرنګه چې له الله تعالى څخه د بري او غلبې غوښتنه کوئ، له هغه څخه د تواضع او پر خپل نفس د غلبې غوښتنه هم وکړئ، پدې هکله د لوى خداى جل جلاله له دربار څخه تاسې او خپل ځان ته د برياليتوب غوښتونکى يم.”
(دحق او باطل په جګړه کې، اللهي سنت، ۴۸صفحه)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x