نظــر

داشغال په حالت کی ټاکنی زمونږ ځان وژنه ده

ـــ الحاج استاذ بیانزی ــــ

بسم الله الرحمن الرحیم

سره د دی چه ښی لاس می ډیر درد هم کولو ، ولی دا چه صبا د قلابی او انتسابی ټاکنو د درغلیو اخری نتیجی اعلانیږی ( چه اشرف غنی به پکی د افغانستان ریس جمهور جوړیږی ) مجبور شوم چه په هماغه خوږ لاس مظلوم اومجاهد اولس ته د انتسابی ریس په ټاکنه او چه له دی وروسته به زمونږ په مظلوم اولس څه تیریږی څه ولیکم :

زما لیکنه به تکراری برخی هم و لری ، مګر کله چه ناروغی شتون ولری دواوی به یی هم تګراری وی ځینی د پاک هدف لرونکی مسلکی لیکونکی وی چه لیکنی یی هم ډيری اموزنده ، موثره او سپیڅلتیا لری او په ادبیاتو کی د نورو سره سیالی هم کولی شی ، ځینی بیا مسلکی ولی ناپاک اهداف او د نورو غلامان وی لیکنی یی د ادبیانو له مخی ولی سپیڅلتیا او وزن نه لری عوام پری تیروځی مګر رښتینی سیاست پوهان یی ناولتیا او ملوثتیا تشخیصولی شی دا ډول لیکوالان بهره تمویلیږی دخپلو لیکنو د ادبی پیاوړتیا نمایش کوی . دوهمه برخه لیکوالان زما په شان هدفمند ولی د لیکوالی معیاری مسلکیت نه لری . د دوی په لیکونو کی به نیمګړتیا وی ضرور وی خو دوی حقایق ژویل شوی نه وایی . چه یو هم زه یم چه د ښی لاس شدید درد می هم له لیکنی نه منع کوی.

عبدلله عبدلله خو تر ډیری کچی خلکو ته معلوم دی چه څوک دی ، د څه او چا د پاره کار کوی او څه چه یی غوښتل تر ډیری کچی یی ارمانونه ترسره شوی هم دی او اشرف غنی هم د عبدالله په شان دا چه د څه او د چا دپاره ولی غلام دی ځینو خلکو ته معلوم ولی ډيرو ته یی پوره معلومات نشته زه به دلیکنی په اوږدو کی د هر یوه له مخه د غلامی اوڅومخی نقاب لیری او هم به د اشغلګرو په شیطانی او غیر قانونی ټاکنو په شیطانی کړنو تر یوی کچی هیوادوالو ته رڼا واچوم :

اوسنی استعماری پلانونه دومره ډیر دی چه کله له اصل موضع لیری کیږی . دا چه د اشغلګرو ستر قوماندان بن کی زمونږ دپاره د خپلوغلامانو انتسابی اداره وټاکله او اول متفکر یعنی کرزی یی ورله مشر او بیا هغه انتسابی ریس یی په قلابی ټاکنودوه ځلی انتخابی ریس جوړ کړو یعنی لکه غل چه دوه ځلی په ښکاره دغلا د پاره وټاکل شی نو بیا ورته څوک غل نه وایی ، یعنی د هر ډول فساد جواز ورته د خلکو له خوا ورکړی شو یعنی چه غلا کولی شی نو هربل جرم اوخیانت هم کولی شی ، اول متفکر ( ریس ) په اخره کی ملی اتل او قهرمان او دوهم متفکر ( ریس ) یی د ټاکنو په قلابی پړاونو اړولو رااړولو له اوله قهرمان او ملی اتل جوړ کړو .

د استعمار کړنی ، پلانونه او تدابیر ناڅاپی نه وی ،هرڅه مخکی له مخکی تنظیم شوی ولی تاکتیک ته یی دحالاتو او اړتیاوو له مخی کله کله بدلون ورکوی. مګر اوږد مهاله پلانونه نه بدلوی ، د اوس وخت اوږد مهاله پلان یی هماغه د نړیوال حکومت د تاسیسولو پروژه ده چه ډيری برخی یی ترسره شوی هم دی د کوم دپاره چه پلار بوش د ( نوی نړی فرمان ) په نوم یی لفظی او زوی بوش یی د ( زمونږ سره او یا زمونږ په مقابل کی ) تر شعار لاندی په عملی بڼه کی اعلان او پیل کړلو ، چه د جنګ نوم یی ورله په اول ورځ صلیبی او په دوهمه ورځ تروریزم اعلان کړو یعنی فعال مسلمانان تروریست او اسلام د تروریزم دین دی .

لنډا دا چه زمونږ ملی او اسلامی حکومت یی په ډیر وحشت ونړاوه او په زور یی ورباندی د اول متفکر ( کرزی ) په مشری غلامه ، بی کفایته او فاسده اداره حاکمه کړه چه څه وخت وروسته یی د قلابی ټاکنو په نوم منتخب ریس جمهور جوړ کړو چه زمونږ له هیواده په ظاهره د غلامی ټاپه لیری کړی . اول متفکر ( کرزی ) د اشغلګرو ( قوماندی ) ته یی د ( مصلحت ) نوم ورکړلو . د مثال په ډول پښتون دفاع وزیر او تاجک داخله وزیر د پاکستان د توغندیو غورځولو څخه د ناخبری او بی کفایتی ښودلو له امله د پلټنو او څیړنو د پاره پارلمان ته استحضار کیږی د بی کفایتیو له امله له دواړو د باور رایوی بیرته اخلی رحیم وردګ خپل پلرنی وطن ( امریکا ) ته ځی یوه اونی وروسته هماغه پارلمان بسم الله محمدی د دفاع وزیر په حیثیت د باور رایوی ورکوی رحیم وردګ چه کله خبریږی او له کرزی څخه د یو بام او دوه هوا پوشتنه کوی کرزی ورته ځواب کی وایی چه ( چه دا کار د مصلحت له مخی وشو) ، مصلحت یعنی د اشغلګرو د قوماندی د پاره کارول کیږی .

په هر صورت ، د کرزی د غلام ریاست دری دوری تیری شوی ، زه نه پوهیږم چه کرزی له اوله مداری وو او که اشغلګرو تری مداری جوړ کړو ، تر ډیری کچی یی د اشغال وخت په اوږد والی کی فعال رول ولوباوه یعنی د کرزی په مداری توب د غلامی اداری د پایښت عمر زیات شو چه دغه داشغلګرو په مثبتو لاسته راوړنو کی شمیرل کیږی د کرزی دا مداریتوب د کرزی نهای چاپلوسی او څومخی وه . اشغلګرو سره په یوه مځ ، د شمال سره په بل مخ ، د جنوب سره په بل مخ حتی د اسلامی مقاومت سره یی هم هندوانی ماتولی تر دی چه حکومتیار صاحب یی تری واده کړو . دا د کرزی بریاوی او ځانګړتیاوی وی ولی دا بریاوی یی د اشغلګرو په ناحساب شوو بوجیو ډالرو کولی چه کرزی ته یی د مهمو خلکو او یا ګروپونو د خپلولو دپاره ورکولی ، د کرزی ابتکار بیا د بی ضمیرو خلکو تشخیص اوقناعت ورکول وو .

دا که کرزی له یوه اړخه مداری وو له بل اړخه ډير فاسد ، بی دینه او خاین انسان وو ټیم یی تر ده هم فاسد ، بی کفایته او مصلحتی وو ، د کلونو په تیریدو د کلونو په تیریدو د مظلوم اولس سره د دوی د بیشمیره بی عدالتیو ، وحشت ، مظالمو ټول ټول اولس د اسلامی امارت سره خوله په خوله او اوږه په اوږه شول په اوایلو کی که جهاد د پښتنو طالبانو په نوم یادیدلو چه ځینو ورته د یو شمیر مرورو پشتنو وسله وال مقاومت ویلو ولی د دوی د اداری فساد له امله دغه اسلامی مقاومت د افغانستان ټولو ولایتونو ته وغځید یعنی په ملی او اسلامی مقاومت بدل شو جه نه یی روس او نه یی امریکا د مهارولو وسه لری چه د سر په کوپړیو کی یی ورته اوبه وخوټکولی ، نظامی مورال یی راولوید او مالی بنیه یی ورله په صفر کی ضرب کړه ، همدایی د اخری ماتو اعلان دی .

سره اشغلګر په وینو سره شول ، ژوندی او په مستی راغلی یرغلګر نن سرکوزی او مړه روان دی ، د مړو شمیره څوځلی کمه ښیوی چه له یوی خوا یی د عسکرو لویدلی مورال نور پسی راښکته نه شی او هم دمړو کورنی ورسره په جنګ نه شی چه زمونږ بچی مو د تیلو دکمپنیو د خاوندانو دګټو دخوندی کولو دپاره مرګ ته بیولی چه ناکام یاست بیا ولی جنګ نه بس کوی او د ځان وژنو شمیره یی تر جنګ وژنو هم زیاته شوی او تر دواړو یی د عقلی او عصبی ناروغانو او دایمی معیوبانو شمیره زیاته .

په هر صورت ، اشغلګر د خپلو د شرمیدلو د پټولو د پاره د اسلامی امارت سره ډیری هڅی وکړی که څه هم اسلامی امارت ورسره دوه ځلی د سولی خبری کولو ته اماده ګی وښودله ، خو دوی لکه جنګ چه له وحشته او څو مخیو کار اخلی په سوله کی یی هم زړه وو چه څه مجاهدین لکه معتصم په شان کم ایمانه په بیه واخلی او مجاهدین سره وویشی چه اسلامی امارت یی دا دسیسه هم شنډه کړه خو د بی باوری فضا رامنځته شوه د دروغجنو او مکارو په ژمنو او کړنو کله باور کیدی شی هغه هڅی دایمی ناکامی شوی ، د پاکستان په غلام حکومت یی د ډالرو په زور فشار واچولو چه طالبان په زور یا ډالرو خبرو کولو یاتسلیمولو ته اړ باسی ګټه یی ورته ونه کړه ، حکومت یار صاحب ته یی د اربکانو پروژه یی ورکړه خو هغوی د اربکانو وسلی او معاشونه پوره او په خپل وخت نه ورکول نتیجه یی ورتکړه ، حزبیانو اشغلګر داسی قانع کړی وو چه دوی قاطع اکثریت لری د اشغلګرو زړه وو چه د ټاکنو د لیاری حکومت ورته وسپاری په ټاکنو کی یی ورته چانس او ټول کابل بینک په واک کی ورکړو حزب دی بی ننګی ته هم سر ټیټ کړو صندوقونو کی یی غڼو جالی اچولی وی ، اشغلګر پوه شول چه په ملت کی هم څوک نه لری نو د اشغلګرو دا هیله هم د خاورو سره خاوری شوه .

نو ټاکنی یی د ( اوړو پوزی جوړولو د پاره ) دپاره اخری هیله شوه لکه څوک چه سنید واخلی کاڼو ، د ځان د ژغورنی دپاره هوا ته لاسونه اچوی هم یی د ضرب الاجل یعنی ۲۰۱۴ کال رانزدی شو نو ټاکنی یی د هیلو یوآځینی مرجع پاتی شوه مګر مکار او چلبازان په هر کار کی اخلاص نه لری تر دی چه کله د ځان سره له چل او فریبونو څخه کار اخلی نو په ټاکنو کی یی د خپلو پلانونو له مخی په پراخه پیمانه درغلیو د پاره زمینه برابره کړی وه حتی د درغلیو د پاره یی بودیجه مشخص کړی وه حتی د درغلیو په عملی کولو او تبلیغاتو کی یی ورسره مرسته کوله .

د بیلا بیلو معلوماتونو ، کړنو او څیړنو له مخی د غلامی اداری ټاکنی ( چه د اشغلګرو په دستور ، قومانده ، نظارت ، امنیت ، بودیجه او لار ښودونو تر سره کیدلی ) به له دوو اړخونو په یوه اړخ منتج کیږی هغه دواړه اړخونه د اسلامی مقاومت د پیاوړتیا او نه پیاوړتیا پوری اړه لری:

لمړی : د ملی او اسلامی مقاومت پیاوړتیا :

که مجاهدین پیاوړی وی ( چه دی ) اشغلګربه د شمالی ټلوالی مهم مشران د پښتنو په ضد ودروی، دهمدی قومی تعصباتو د را پارولو دپاره یی په دی قلابی ټاکنو کی اول عبدالله ته قصدا ۴۵٪رایوی برابری کړی د خلکو ووټونه د یوه په درد دوا شوی نه دی د اشرف غنی سره یی څو پښتانه هم ټاکنو ته ودرول چه که د پشتنو ټولی رایوی اشرف اخستی وی بریالی کیدلو، دوهمه مرحله بیا داوه چه یو هم باید ۵۱ په سلو کی پوره نه کړی نو ټاکنی به ضرور دوهم پړاو ته ځي پروګرام همداسی جوړ شوی وو چه ټاکنی باید دوهم پړاو ته ولاړی شی چه په دوهم پړاو کی د اشرف غنی پشتون رایوی زیاتی او د عبدلله تاجک رایوی کمی کړی .

اشغلګر په یو غشی څو هدفه په نښه کوی ، کله یوه ته د رایو زیاتول او بل ته کمول او بیا د اول پړاو خلاف په دوهم پړاو کی بیا د یوه رایوی کمول او دبل په زیاتولو یی د شمالی تلوالی هیلی راژوندی کړی چه له پشتنوڅخه یی نور حکومت هسی هم ځپل کړی دا ځل به تری جمهوری ریاست هم خپل کړی په دی اړولو راړولو او درغلنو ټاکنو کی چه ټول ایزمیان یی د اشرف د کمپاین د پاره په رسنیو اومیدیا کی ویښ غوږونه او وازی سترګی کینولی وو افراطی تبلیغات یی ورته کول چه که اشرف غنی د اشغلګرو د خوښی کاندید وی په اول پړاوکی یی ټاکنی ولی ونه ګټلی ، بل یی دا په جعلی ډول په ډاګه کړه چه اشرف غنی دومره پوه او رشتیینی متفکر شخصیت لری چه په یوه میاشت کی یی خپلی رایوی له دوه چندی هم زیاتی شوی یعنی رشتینی د نړی دوهم متفکر دی چه په دوهم پړاو ټاکنو کی یی په پښتنو سربیره د دوستم د ازبکو او د مسعود د تاجکو رایوی هم خپلی کړی ، یعنی اشرف غنی د امریکایانو غلام نه بلکه ملی اتل او قهرمان دی.

دا چه ملی او اسلامی مقاومت په ډير قوت او جدیت کی د کابل دروازو ته رارسیدلی او په اطرافو کی یی یوآخی دولایتونو مرکزونه ورته په ډیر کوچنی دایره کی پاتی دی د دوی یعنی ډیر پیاوړی دی چه د بادارانو او غلامانو خوب خندا یی ورکه کړی نو د دوی پټه فیصله ده چه باید ټول ووځی تر دی ځانته زیاتی هدیدری جوړی نه کړی او هغه نااعلان شوی مړه عسکر په هډو کی پریږدی یعنی دوی هماغه د اسلامی مقاومت د پوره پیاوړتیا سره مخ دی یعنی ددوی اخری فیصله هم داده چه ټول ووځی کومی هډی چه یادوی په هغه هډو کی به خپل نا اعلان شوی مړه عسکر پریږدی فکر کوم چه شمیری یی لکه ۹۸۰۰ ته رسیږی کوم مړی چه دوی له خپلوهیوادوالو تراوسه پټ کړی په دی بهانه به یی د اوړو پوزه د ځان د پاره جوړه کړی وی چه ټاکنی په دیموکراتیکه توګه تر سره شوی ، افغانانو د خپل امنیت ساتلو په خپله جوګه دی د افغانی عسکرو د روزنی د پاره مو لس زره عسکر په نظامی هډو کی پریوښودل ، په بریالیتوب او خپل تقسیم اوقات له افغانستان څخه راووتلو .

د دوی له وتلو سره سم به د جنوبی او شمالی ټلوالو واسکټی ځان وژنی د ټاکنو په خوابدیو پیل کیږی چه رموت به یی هم د اشغلګرو سره وی دواړه ډلی به سره جنګیږی وسله به اشغلګر ورکوی د روسانو له وتلو وروسته وختونه به بیا رانوی شی یوه یا نیمه لسیزه به دا مظلوم اولس د داخلی جنګونو له لاسه به بیا وژل کیږی او دا هیواد به په کڼدواله بدل شی ، په اخری کی به امریکا بیا راشی یا به مو سره وویشی او د هر یوه سره به جلااړیکی ولری چه د زمکی لاندی او باندی زیرمی لوټ کړی او لا به یی په ګاونډی هیوادونو وویشی او لابه یی خپل یو ولایت اعلان کړی .

دوهم : ملی او اسلامی مقاومت که پیاوړی نه وی :

د اسلامی مقاومت د د کمزوری په صورت کی به بیا د اشغلګرو عمومی قوماندان ( امریکا ) ضرورد ټول قوت سره پاتی کیږی دا به خپله تاریخی ډيره لویه لاسته راوړنه ، بریاوی او ویاړنی وګڼي چه هم یی د سوپرپاوری مورال لا پورته اوهم به د افغانستان د زمکی لاندی او باندی زیرمو څخه په اعظمی ډول استفاده وکړی او هم به د نشه توکو تولید او قاچاق زیات کړی بیا مهمه نه ده چه څو زره عسکربه یی دلته پاتی شی معاشونه به ورته د افغانستان له زیرمو برابروی او په افغانستان کی چه هر څومره هډی ولری په هماغه اندازه د سیمی هیوادونو او د خپلورقیبانو سره هر یوچین او روس سره د مرکزی اسیا د زیرمو خپلولو رقابت کولی شی .

که خدای ناخواسته اسلامی مقاومت د کمزوری شی یا دوی داسی پلانونه په مخ کی لری چه اسلامی مقاومت کمزوری او سره وویشی او یا له منځه یوسی نو اشغلګر به ضرور د دوهم متفکر او عبدلله تر منځ جوړ جاړی رامنځته کړی د جوړ جاړی د پاره به قانون کی بدلون راولی یعنی عبدلله به صدراعظم او که نه څو وزارتونه به ورته لکه د اوس په شان ورته ومنی ولی بیا هم د خلق او پرچم په شان به یی لکه دیوه میړه چه دوه ښځی وی یو د بل سره په رقابت او دشمنیو کی ساتی او امریکا به دواړو ته وایی چه زه د تاسی سره یم ، او لا به د تعصباتو د لاډيرو پارولو کولو د پاره به فدرالی سیستم رامنځته کړی یعنی افغانستان به د پاکستان په شان په څو صوبو وویشی ، چه د هر ګورنر سره به جلا جلا سیاسی تعاملات لری چه په دی واسطه به د مرکزی حکومت سره هم دخپلواکه کیدو خیال نه پیداکیږی اوهر ګورنر به دامریکا سره په غلامی رقابت کی واچوی . ومن الله التوفیق

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x