افغانستان

د سمنګانو د والي ویاند په یوې ترافیکي پېښه کې وژل شوی

نن ټکی اسیا (جمعه، ۹ لړم، ۱۳۹۹ل): سیمه ییز چارواکي وايي، د سمنګانو د والي ویاند محمدصدیق عزیزي د یوې ترافیکي پېښې له امله خپل ژوند بایللی دی.

د سمنګانو ولایت د امنیه قومنداني ویاند عبدالمنیر رحیمي رسنیو ته ویلي، دا پېښه تیره شپه په مرکز ایبک ښار کې هغه مهال رامنځ ته شوه، کله چې د ویاند «عزیزي» موټر له یو بار وړونکي موټر سره ټکر وکړ.

نوموړی زیاتوي، په دغه پېښه کې د والي ویاند محمدصدیق عزیزي ځای پر ځای وژل شوی دی.

که څه هم ددې ترافیکي پېښې لامل څرګند نه دی، چې ښاغلي «عزیزي» څرنګه له بار وړونکي موټر سره خپل موټر جنګولی؛ خو تردې وړاندې زیاتره حکومتي چارواکي د نشه یې توکو او زیاتو «شرابو» د استعمال په وجه د ترافیکو پېښو باعث ګرځېدلي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x