نظــر

فساد؛ پېژندنه، ډولونه او پايلې يې

میرویس الفت او عبدالباقي خوګیاڼی

دا به خود مبالغه وي چي داسي ادعا وشي چي د نظامي مداخلاتو څخه دمخه افغانستان د فساد له لړلي وصف څخه چي يو لوي اجتماعي رنځ دي او د ټولني بنيادي تارو پود(Social Fabric) له منځه وړي يو خلاص هيواد وه. خو دا په پوره اطمينان ويل کيداي شي چي عام فساد د موجوده حکومتي نظام يوه بيلونکي مميزه ده چي د تاسيس له لمړي ورځي يي نه رنځ او نه علايم  له عام نظره پټ ول. فساد هغه څه دي چي دواړو استعمار او دهغه داخلي لاسپوڅو ورته له شروع څخه پخه ملا تړلي وه. اوس چي د امريکايي يرغل څخه شل کاله تيريږي نو د هيواد نوي نسل خصوصا هغوي چي ژوند او ګټي يي په مستقيم او يا غير مستقيم ډول په دولت پوري تړلي وي د فساد په دور کښي يو را لوي شوي نسل دي چي تر ډيره حده د دنيا ټولي خوږي په ثروت کښي ګوري او د ثروت جمع کول  ورته د ژوند يواځيني هدف ښکاري او داسي انګيري چي په نورو لارو فکر د وخت او انرژۍ ضياع ده.

د فساد تعريف:
انګريزان Corruption د ‌ذيصلاح مقاماتو غيرقانوني سلوک بولي. او يا داچي هغه اعمال او يا افعال دي چي انسان له  معياري اخلاقي لاري غير اخلاقي لاري ته اړوي. د ريشي په لحاظ دا کلمه لاتيني Corrumpere ده  چي د خرابولو  او منحرف کولو په معني راځي. د Rumpere کلمه  په لاتيني ادب کښي اصلا د ماتولو په معني ده. يعني فساد د يو څه چي وصل يي په کار دي ماتول دي. په فرانسوي کښي د خسا اووروست په معني دي. د رشوت په مقابل کښي غير قانوني کړنو ته  هم فرانسويان Corruption وايي.

المنجد فساد د اصلاح ضد بولي. په ناروا د پردي مال اخستل فساد دي. يعني فساد هغه اعمال او افعال دي چي د عامه ګټو په ضرراو دشخصي منافعو د تامين په منظور صورت نيسي. په نظام کښي د فساد کلمه د دولتي مقام او موقعيت څخه د ناوړه استفادي اضافي عنصرهم افاده کوي.

په ننني افغانستان کښي، د فساد د پديدي په مقابل کښي د حکومت او حتي خلکو عمومي بي تفاوتي اوتقريبا په ټولو دولتي اداراتو کښي د دي اجتماعي بلا پراخه خپريدنه نن دي سرحد ته رسيدلي ده چي فساد ته ددي پر ځاي چي  د يو ټولنيز شر په حيث وکتل شي د هنر او مهارت په نظر کتل کيږي. د يو ټولنيز نورم په حيث هغوي ته چي په فساد کښي نه دي ککړ په سپک او ټيټ نظر کتل هغه څه دي چي هيڅ وخت په دي هيواد کښي او هغه هم په دومره پراخه پيمانه موجود نه وه. فساد د يو معلول او يوي ظاهري په حيث چي ددولت په هرشاخ او رکن کښي ځاي لري خود د يو سلسله عواملو(عدم شفافيت، دقدرت تمرکز، د داسي قوانينو جوړول چي فساد ته لار هواروي،  له جرمي تعقيب څخه مصؤنيت، نيپوتيزم  اونور) چي يو د بله سره متقابل او نژدي اړيکي لري مستقيمه نتيجه ده. ترټول ستر عامل يي استعمار دي ځکه پورتني ټول عوامل په افغانستان کښي د استعمار او استعماري پاليسيو زيږنده اوشاخچي دي.

له هماغي لمړۍ ورځي چي امريکايي او برتانوي استعماري نظامي قوتونه د افغانستان په شمال کښي د طالبانو د رژيم  د نسکورولو په موخه کښته شول د ډالرو د ويشلو لړۍ د مقاومت د تضعيف په موخه او دنظامي کمپاين د يوه مهم او ترټولو مؤثر جزپه حيث په ډير ښکاره  او علني ډول چي له هيچا پټه نه وه شروع شوه. د ډالرو د ويش د ا لړۍ خو په کابل کښي دومره پراخه او د بي شرمۍ سرحد ته ورسيده چي هغه کسانو چي  په لمړي سر کښي د ډالرو ددي سيلاب په مقابله کښي له ځانه لږ او ډير مقاومت ښودلاي وه بيا وروسته د خپل ابتدايي افر (offer)په پنځوس فيصده هم راضي شول. هيڅکله هم د دي هيواد خلکو د تاريخ په اوږدو کښي د داسي عام فساد نمونه چي د هيڅ ډول منفي عواقبو او بدو پايلو تصور يي هم د نظامي يرغلګر ځواک په سيوري کښي موجود نه وه نه وو ليدلي او نه يي تصور کولاي شو. په نتيجه کښي هغه ذهني ديني او کلتوري موانع Moral Corpus))چي د پيړيو راهيسي د ملکيت د نامشروع اکتساب په مقابل کښي د ټولنيز اخلاقي نظام يوه مؤثره او مثبته برخه وه د فساد دي سيلابي او تکراري څپو تر دومره حده  کاواکه او بي ثباته کړه چي حتي خپل مؤثريت يي د فساد د بي رحمه خپراوي په مخنيوي کښي عملا له لاسه ورکړ. د هغه وخت د سي اي اي په سلګونو رپورټونو کښي د دي بي حسابه او بي کتابه ويش قصي او حکايتونه او د ډالرو د نقل او انتقال داستانونه درج دي. په يوه قصه کښي وايي چي کله چي يوه جهادي مشر ته د يو لک ډالرو بسته وړاندي شوه هغه په ډيرسرعت او وارخطايي اوداسي حرکاتو سره چي له کنټروله بيخي بهر
ښکاريده بسته پورته کړه او لکه سره پټاټه چي يي په لاس کښي اخستي وي خپل د څنګ ملګري ته ورحواله ورکړه.

استعمار په هيواد کښي د خپلو پنجو ښخولو له پاره نه يواځي په داخل کښي د بډو ورکولوستراتيژي د نظامي وفاداريو د تغير په منظور مخ ته يوړه او وړي يي بلکه په منطقه کښي يي هم له همدي ميتود کار واخيست. پاکستاني فوځ ته يي هم د کلونو کلونو له پاره تر ديرش ميليارده ډالرو پوري د تروريزم د مقابلي په نامه په لمن کښي ور واچول. په قرغزستان کښي يي د هوايي ميدان د اجاري په نوم تر اصلي قيمت لس چنده زيات ډالر د کرايي په نامه تاديه کړه. هندي، نيپالي، پاکستاني،فليپيني، يوګندايي او د بعضو نورو مملکتونو وګړو ته يي په افغانستان کښي د کارمواقع خصوصا په لوژستيکي، ترانسپورتي، غير محاربوي فعاليتونو او حتي امنيتي سکتور کښي برابري کړي او په دي وسيله يي منطقي ته داسي يو پيغام ورکړ چي  دا استعمار د پخوا په څير ځانته خوړونکي استعمار نه دي  بلکه هر چا ته داخلي وي او که خارجي  د ګني په دي لويه ډاګه کښي د خپل بند په اندازه حصه شته. د استعمار فاسدونکي رول يواځي د وفاداريو په پيرودلو پوري محدود پاتي نه شو بلکه ورو ورو يي د وخت له تيريدو سره د افغاني ټولني د ژوندانه ټول اړخونه په مستقيم يا غير مستقيم ډول ترخپل تخريبونکي او ميده کونکي تاثير لاندي راوستل چي د منځه وړل يي د اينده نظام له مهمو چلنجونو څخه ګڼل کيږي. د فساد اقسام واضح خبره ده چي زيات دي خومونږ دلته يواځي د سياسي، اقتصادي او اخلاقي فساد په ډيره لنډه يادونه چي تفصيل يي کتابونه ډکوي بسنه کوو.

سياسي فساد:
د سياسي فساد  دور/رول يواځي د ۲۰۰۱ کال د يرغل د لمړيو ورځو په تيريدو اود متنفذو سياسي لوبغاړو له خريد وروسته د يوي لنډ مهالي ظاهري په حيث ختم نه شو بلکه برعکس دفساد دغه بارز رول د نظام په ساختار کښي ورو ورو دومره پوخ او بنيادي شو چي تر ننه دوام لري چي اوس يي د قلع اوقمع هنر د ډيرو د وسعي وتلي کار دي. څو مثاله يي چي نن سبا د هرچا په خوله دي د نموني په ډول د لوستونکو مخي ته ږدو:

د پارلمان غړي وزيرانو ته د باورد رايي ورکولو په وخت کښي هميشه او بي له استثنا خپلي رايي د مالي او سياسي نفوذ په بدل کښي استعمالوي. دا  يواځي د نن ورځي خبره نه ده. کرزي په واروار د خپلي مطلوبي کابيني ته د رايو اخستلو په بدل کښي دواړه مالي او سياسي امتيازات په ستره سپين سترګۍ د وکيلانو په واک کښي ورکړي دي. کرزي ته د قربت محک د ډيرو اميدوارو وزيرانو په نظر د ډالرو د اندازي بسته وه چي وکيلانو ته د هغه د تاييد پر سر بخشش کيده.

د انتخاباتو په هر دور کښي کښي محلي متنفذونو ته تر اصلي لګښت زيات مالي امکانات د وسايطو د کرايي په نامه د ښکاره بډو په حيث ورکړل شوي دي. بعضو کانديدانو خپلورايو ورکونکو ته دنقدي مالي بخششونو تر خوا د موبايلونو او د مو بايلونو د کارتونو په نامه د ملاحظي وړ مبالغ د هغوي د وفادارۍ د خريد په مقصد وربخښلي دي.

د انتخاباتو محلي امرينو په خپل نوبت د دي اويا هغه کانديد په نفع په وار وار صندقونه له جعلي رايوډک کړي او د متخصص په حيث يي د شرم څخه ډکي تجربي  او مشوري د مالي او يا سياسي تعويضاتو په مقابل کښي له شناخته او يا له هغو کانديدانو سره چي تفاهم ته يي ليوالتيا ښودله شريکي کړي دي. د رفاه او تنعم دي څو کلونو ځيني دومره کاږه واږه چاغ کړي دي چي له ناستي يي هم ايستلي دي. خوراک او مجلس يي دواړه په ملاستي دي. ځيني خو يي تر اوسه د همدغه خدمت په بدل کښي د انتخاباتو په ولايتي اومرکزي پوستونو د ګرګو په څير ناست نه بلکه پراته دي چي خوځول يي ناشوني دي. ځينو يي بيا د رييس جمهور د مشاورت او نورو يي بيا د ولايت پوستونه حتي د چنو وهلو تر سپين سترګۍ وروسته تر لاسه کړل. په انتخاباتو کښي د موفق کانديد په نفع مصرف هم مصرف نه دي بلکه د اعلاناتو په څير يو ډول ګټوره سرمايه ګذاري ده. داسي نموني شته  چي په کمپاين کښي د يو لک ډالرو مصرفونکي بي له کوم سخت مخالفته د ولايت د پوست لمړني مستحق ګڼل شوي دي. د Data Entry مامورينو هم د صفر په زياتولو او کمولو کښي په دي اميد چي د صندوق  رايي بيا څوک شميري کوتاهي نه ده کړي. او چي وخت يي راغلي نويي خپلي کارنامي د امتيازاتو اخستلو له پاره په جرات او بي شرمۍ ميدان ته راايستلي دي.
د کمشنرانو خبره خو ډيره ښکاره او ويل يي د عيان بيان دي . ددوي  ناکردي خو دا اخر ځل څارنوالۍ ته هم ور اوږدي شوي خو هغه خو هم (في کل واد بنو سعد ) کومه بله دنيا نه ده چي د بي عدالتۍ په ليدلو يي زړه زخمي شي. عدل چي د دولت د ماڼۍ  او د هغه د تداوم د کنج ډبره بلل کيږي دلته درک نه لري. د عدل څخه زمونږ مراد دلته افلاطوني عدل دي يعني د کار سپارل هغه چا ته چي اهليت يي ولري. دلته کار ته رسيدل د فساد له ګذرګاه تيريدل غواړي او اهليت هسي يوه تبليغاتي او د خلکو د راجلبولو له پاره يو ه تشه او بي معني موضوع ده.

د افغانستان حکومتي نظام د بن د کنفرانس په تعقيب چي په امريکايي يرغل يي د تاييد مهر ولګاوه په قومي بنياد وويشل شو. دا ډول ويش خليل زاد او د هغه هم مکتبه انډيوالانود بيروت په پوهنتون کښي د لبنان له حالاتو زده کړي وه. دا پوهنتون چي په منځني ختيځ کښي د امريکايي استعمار د نفوذ په خاطر تاسيس شوي وه په منطقه کښي د سي اي اي د جاسوسۍ د شبکي تر ټولو لوي مرکز ګڼل کيده. د دوهمي جهاني جګړي څخه وروسته د امريکا د غوړيدونکي اقتصاد او بالنتيجه انرژۍ ته د هغه ضرورت ، په سيمه کښي د نفتي زيرمو پراخه موجوديت او په منطقه کښي دروس د نفو‌‌‌‌ذ څار ددي امريکايي پوهنتون د تاسيس له اصلي دلايلو څخه دي. خليل زاد او انډيوالانويي بي له دي چي ددي کاپي پسټ Copy-Past)) ناګواره عواقبو ته په هيواد کښي توجه وکړي او يا دي ته پام وکړي چي د لبنان د فورمول کاپي کول او په کابل کښي پسټ کول تر کومه حده د هيواد له واقعيتونو او يا هم د دوي د راوړي ديموکراسۍ له اصولو سره توافق لري په قومي بنياد د قدرت د تقسيم فورمول د لمړي ځل له پاره په کابل کښي پلي کړ.

د استعمار دا نسخه چي د  Divide and Rule يوه تطبيقي کاپي او يا د کابل د پلويانو په خوله يوه ستره لاسته راوړنه ده د سياسي فساد مور بللي شو چي له پايلو به يي که دا جوړښت دوام وکړي تر ډيره د افغانستان خلک وکړيږي. د روسانو ميراث د سړي په سر يوښخ ماين او د امريکايانو ميراث که مخه يي ونه نيول شي، خداي دي نه کړي، په يو وار د ټول هيواد انفجاردي.

اقتصادي فساد:
د امريکايي منابعو له مخي د افغانستان د بيا ابادولو له پاره امريکايانوله لمړي سره  د۲۰۱۹ کال تر ډسمبره تر۱۳۴ ميلياردو ډالرو زياتي پيسي مصرف کړي چي مهمه برخه يي متاسفانه د عمراني پروژو په تطبيق کښي په کار نه ده غورځيدلي او يقيني ده چي تر تصوره زيات مالي امکانات په لوي لاس ضايع شوي دي. د سيګار دفتر چي د افغانستان د بيا ابادولو د کوښښونو د نظارت په موخه په ۲۰۰۸کال کښي تاسيس شوي دي په يوه تازه رپورټ کښي وايي چي په افغانستان کښي ددوي د رپورټونو مطابق د ۱۹ ميلياردو ډالرو په شا اوخوا کښي پيسي ضايع شوي دي. د پوره وضاحت له پاره په ياد کښي ساتل په کار دي چي د ټولو هغه پروژو مجموعي ارزښت چي سيګارتر اوسه څيړلي دي  يواځي ۶۳ ميليارده ډالره کيږي. ددي معني داده چي سيګار تر ۵۰ فيصده لږي پروژي څيړلي چي د پاتي ټولو پروژو د څيړلو په صورت کښي دا ضايع شوي مبلغ په ډيره اسانۍ حتي که د فساد د ګراف صعود خطي او متناسب هم فرض شي تر څلويښتو ميلياردو ډالرو حتما وراوړي. د پراخه فساد د موجوديت په باره کښي په خپله اشرف غني يو ځل په ۲۰۱۳ کال کښي مخکي له دي چي درياست مقام ته ورسي د سيګار رييس سوپکو Sopko ته د هغه په کور کښي په يوه ميټنګ کښي وويل چي د امريکي د متحده ايالاتو حکومت اوس هم د هغو عسکرو، پوليسانو،ښوونکو، ډاکټرانو او نورو ملکي مامورينو تنخواګاني ورکوي چي هيڅ موجود نه دي. سوپکو په خپل رپورټ کښي د خپلي دندي دي محورته په اشباحو پسي د بي فايدي منډو وهلو (Chasing Ghosts)عنوان ورکړي دي.

دا وضاحت په کار دي چي دا عظيم ضايعات ټول د افغانانو په لاس نه دي تر سره شوي بلکه خارجيان د امريکايانو په شمول هم په کښي تر ستوني غرق دي ځينو خو يي د غلا اعترافونه هم کړي او اوازي دي چي دوي په امريکا کښي په نژدي راتلونکي کښي محاکمه کيدونکي دي.

ګاونډي هيوادونو هم له اولي ورځي د سياسي وفاداريو د خريد هڅي ددي بي مالکه مملکت په ازاد مارکيټ کښي کړي دي او ترننه دوام لري.

ايران خو د انګريز په پله د ظاهرشاه له زماني د نفوذ دا مؤثره وسيله تشخيص او عملي کړي وه چي هغه يعني پاچا بيا د هغه مالي امتيازاتو په بدل کښي چي په منظم ډول يي تر لاسه کول د هلمند د اوبو د ويش په معامله کښي پنځه متر مکعبه في ثانيه اوبه په هغه مقدار چي توافق پري شوي وه د دوستي او ښي همسايه ګۍ په نوم وراضافه کړي. د يورو ډکي کڅوړي خو په ايران کښي د افغانستان د سفير داود زي په لاس چي اوس هم په موجوده نظام کښي د يو مهم مقام خاوند دي ارګ ته چي کرزي يي واکداروه راوړل شوي چي ټوله دنيا پري خبره ده. ياد اوري يي ځکه پکارده چي د علم ستر دښمن نسيان دي.

ايران د خپل نفو‌‌ذ د پراخوالي له پاره د نورو توسعه طلبو دولتونو په څير يواځي د دولتي چينل له لاري کارنه کوي بلکه د غيردولتي عاملونو Non-State Actors سره هم  د کلتوري او ديني اړيکو په بنياد روابط ساتي، پالي او تقويه کوي يي. ددي ډول مداخلاتو مظهرد شيعه مذهب ټول هغه بي سابقي او منظم فعاليتونه دي چي دوي يي په هره موقع کښي د خپل زياتيدونکي نفو‌ذ د تماشا کيښودلو په منظور سر ته رسوي. د شيعه پوهنتونونو تاسيس هغه هم په دولتي مځکو، په واټونو کښي د محرم په ورځو کښي د تورو دروازو درول او د چايو ويشل، په ايرانۍ لهجه خبري او افتخار کول، په دولتي اداراتو کښي نفو‌ذ، په تلويزيونو کښي تبليغات، د ايراني کتابونو واردول او د کتابونو د نندارتونونو جوړول ، کربلا او مشهد ته د منظمو سفرونو تهيه او ترتيب، په تعليمي نصاب کښي د جعفري فقهي په نفع تغيرات راوستل او بالاخره د يو منظم سياسي قوت په حيث ظهور(جنبش روشنايي) چي  دولتي تصاميم په خپله نفع تر اغيز لاندي راولي د هغو فعاليتونو د جملي څخه دي چي ايراني لاس په کښي د ورايه ښکاري. ددي ډول فعاليتونو تمويلي منابع د ړانده او کاڼه په نظر هم له هيواده د باندي په ايران کښي دي.

پاکستان او ايران د خپلو چينلونوله لاري په وروستي ځل انتخاباتو کښي د نفوذ په مقصد ډيرو کانديدانو ته بي حسابه نقدي بستي په کابل کښي وويشلي. د ديموکراسۍ د تقويي په نوم ځيني بنسټونو خو په کارته چار کښي کانديدانو ته له انتخاباتو څخه دمخه د ډالرو مختلف مبالغ تحفه کړل چي د تمويلونکو منابعو شناخت يي د هر ذهن د تقديراو تفکير خبره ده. ددي مسالي پوره تفاصيل د هيواد(De Facto) ديفکتو رييس افضلي ته معلومه ده. افضلي دداسي ورځي او مقام خاوند دي چي وزيران ورته په ملا مات مخي ته قطار ولاړ دي.

له پاکستان سره پټ تفاهمات چي ځينو دولتي عالي رتبه مامورينويي له سري موجوديت څخه پرده پورته کړه د ۷۰ ميليون ډالرو نقدي بستي خبره کوي چي يو څو ورځي په تلويزيونونو کښي د خبرو په ګرمه موضوع تبديله شوه. بيا وروسته کله چي رسواکونکي يعني فاروق وردګ ته نوي پوست هديه شو او پاکستان په زغرده د اغزن تار پروژه عملي کړه دا موضوع هم له خولو او قلمه وغورځيده. د خبري د پټ ساتلو اعتراف غني هم يو خپل مصاحب ته کړي دي چي نوموړي بيا په خپل وار يوي وړي ناستي ډلګۍ ته د خپل فردي مسؤليت د رفع په منظور دپټو تفاهماتو د موجوديت خبره د غني له خولي تاييد کړه.

د کابل بانک مساله:
تقريبا يو ميليارد ډالرپه ۲۰۱۰ کال کښي له کابل بانک څخه د داخلي قرضو د ورکړي له لاري په ډير ماهرانه ډول غلا شوه. ويل کيږ ي چي د افغانستان واړه اقتصاد ته په کتو دا شوړه د نړۍ په سطحه د ډاکوګرۍ او ماهرانه سرقت د تاريخ ترټولوستره پيښه ده . د طلوع نيوز ۱۶ د اکتوبرد ۲۰۱۶ کال د رپورټ له مخي چي کاږي.(د کابل بانک د افلاس مساله په مملکت کښي د فساد د مهمو قضيو په جمله کښي يوه مساله ده. رييس غني لويي څارنوالۍ ته امر وکړچي په قضيه کښي ټول دخيل کسان ونيسي او ستره محکمه بايد په ۴۵ورځو کښي ددوي په باره کښي خپله نهايي فيصله صادره کړي. يواځي دوه مجرمين نيول شوي دي.
اوه نور به په راتلونکو څو ورځو کښي ګرفتار شي او اولس نور تښتيدلي دي). دا کار چا وکړ.

د ۲۰۱۸ کال د اپريل د مياشتي د (Independent Joint Anti-Corruption Monitoring and Evaluation Committee) يعني MECد يوه تازه رپورټ له مخي د هغه كسانو په ډلګي کښي چي د هيواد د ستري مالي موسسي په دي منظمه شوکه کښي دخيل وه څو تنه داخلي تاجران، بين المللي متخصصين چي د ډير مغلق جعل او اخفا په باره کښي يي مرسته کړي ، سياسيون دقدرت دلالان (Power Brokers) او درييس جمهور او د هغه د معاون د کورنۍ غړي شامل دي.

ددي پيسو تر لس فيصده کمي حصول شوي او نوري يي يعني ۸۵۰ ميليونه ډالر د افغانستان بانک له ډالري ذخيري څخه چي عامه ملکيت (بيت المال)دي تاديه شوي. دلته هدف د قضيي څيړل نه دي بلکه هدف دادي چي د استعمار په موجوديت کښي چي د هيواد مځکه او اسمان يي په لاس کښي دي د هغه عناصرو له خوا چي د استعمار سره تر ټولو زيات همکار دي د مملکت ترټولو لويه مالي موسسه د نرغوندي او په ښکاره لوټ شوه او هيڅوک يي مخ ته ددريدو پيدا نه شول.

د کاناډا په هوايي ميدان کښي د رباني د ښځي سره  د سلګونه ميليونو ډالرو نيول د خپلي نوعي يواځينۍ قضيه نه ده چي د فراموشۍ ګودال ته غورځيدلي ده.  درپورټونو له مخي لږترلږه په کال کښي تر دري ميليارده ډالرو زياتي پيسي له هيواده بهر ته خصوصا دوبۍ او چين ته  قاچاق کيږي. په اکثرو حالاتو کښي بي له شک او ترديده د افغاني تاجرانو بي حد او حصره ثروت په خارجي هيوادونو کښي د فساد سره په مستقيم يا غير مستقيم ډول ارتباط لري.

د دوبۍ په هوايي ميدان کښي په ۲۰۰۹ کال کښي د ضيا مسعود سره چي هغه وخت د کرزي لمړي معاون وه د (۵۲)ميليونونو ډالرو نيول او بيا د مسالي د پټولو په ارتباط د ځايي سياسيونو او کرزي هڅي د ضيا د راخوشي کولو په موخه چي د دوبۍ د هوايي ميدان مقاماتو توقيف کړي وه ټولي د فساد غوره نموني دي چي د استعمارپه موجوديت کښي سرته رسيږي. په اطمينان ويل کيداي شي چي د ډالرو د سيلاب دي دوه طرفه جريان د افغانستان دغريبو خلکو وړوکي درد هم نه دي دوا کړي. د شاروالۍ بختور کارګران چي کار لري اوس هم په غرمه کښي له وچي ډوډۍ او چاي څخه پرته بل څه د خوراک له پاره نه لري هر څوک يي هره ورځ د ښار په واټونو کښي په خپلو سترګو ويني.

د عامه عقارملکيتونو تالان چي د دولت د بيخه ايستلو اصلي نوم دي د استعمار د لاسپوڅي رژيم ځانګړنه ده. په دارالامان او مهتاب قلعه کښي خليلي او دهغه ورور حاجي نبي په سلګونو جريبو مځکو خيټي واچولي، په پروان کښي د دعابي مځکي چورشوي او د جلال اباد د سيند د غاړي مځکي خو د شاړو جهادي مشرانو په وچ زور خپلي کړي. دايي هسي نموني دي. ټول افغانستان له دي بلا په يو ډول کړيږي.

اکثر ښارګوټي چي شمير يي سلګونو ته رسيږي د هيواد په ګوټ ګوټ کښي په دولتي مځکو اباد شوي دي چي نتيجه يي د څو مشخصو کورنيو بي حده مالداري او د پراخو پرګنو بي سابقه غربت دي. د نموني په ډول يي يو څو  د ذکروړبولو. په  ننګرهار کښي د امان الله خان ، سيد جمال الدين او شيخ مصري ښارګوټي په کندهار کښي عينومينه، نايب سلطان، او استقلال په کابل کښي شهرک طلايي، شهرک خراسان، او شيرپور ښارګوټي په هرات کښي د خواجه عبدالله انصاري، حسيني، سعادت او نور چي د پوره لست تهيه کول يي وخت او نوري ليکني غواړي.

شخصي ملکيتونه هم خوندي نه دي. دلته د بډاي کيدو ډيري اسانه طريقي هم شته، عمري کارونه او خوارۍ د احمقانو کار دي. په جلال اباد کښي د يوي غريبي کورنۍ په مځکه يو چا چي زورور نه خو  ډير ماهروه دعوه وکړه. مدعي د يو زورواکي څخه د مرستي غوښتنه وکړه او د مرستي په بدل کښي د مځکي د ګټلوپه صورت کښي له ځانه سره شريک کړ. زورواکي هم يو ماسپښين د خپلو مسلحو افرادو سره د مځکي سرته ورغي او مځکه يي نمره نمره کړه.

اخلاقي فساد:
شايد د اخلاقي فساد څخه خالي ټولنه په ټوله اسلامي نړۍ کښي شتون ونه لري. اخلاقي انحرافات د ټولنيز ژوند  د يوي برخي په حيث په مختلفوټولنو کښي په مختلفو درجو وجود لري چي پر ضد يي جدو جهد د حاکمو نظامونو کار دي. مشکل هلته د کنټرول څخه بهر او وخامت ته نژدي شي چي نظام ددي په عوض چي د دي بربادونکي ظاهري په مقابل کښي عمل او په عمل کښي له جديته کار واخلي د سهل انګارۍ لاره خپله کړي. حالات نور هم خراب شي کله چي دولتي دستګاه نه يواځي دا چي فاسده وي د فساد خپراوي ته مخه کړي.

د پارلمان لږ تر لږه دوه تنه ښځينه غړو د بهرنيو په مرسته په کابل کښي د داسي يوي پروژي د عملي کولو مسؤليت په غاړه درلود چي هدف  يي د غربي زنانه لباس ترويج وه. دا لباسونه مشخصو ښځينه داوطلبانو ته چي ټولنيزنورمونو ته د چلنج ورکولو امادګي او قابليت له ځانه و ښايي ورکول کيده چي بيا به دوي په همدي لباسونو کښي په دي موخه چي د دي ډول جامو له اغوستلو سره اجتماعي حساسيت کم کړي په ښار کښي ګرځيدلي. د نوښت مبتکر يي مونږ ته نه دي معلوم خو د ويلو ده چي له همدي ميتوده د ظاهرشاه په زمانه کښي هم کار اخستل شوي دي. هاغه وخت چي په افغانستان کښي د ښځو د ازادۍ نغمه ګرمه شوه د مريم د ليسي د يولسم او دولسم صنف شاګرداني د ليسي د مديريت په اجازه او هدايت لږترلږه د شهرنو په کوڅو کښي د دوه ساعتونو له پاره چي ښار رنګينه او حساسيت کم کړي ګرځيدلي.

کرزي هم يو ځل په ارګ کښي ديو کنسرت په جريان کښي کله چي د يوي افغاني هنرمندي کاږه واږه ماتيدل، اشارات او ايماءات  د قدر وړ وارزول نو په زوره يي ږغ کړ. شاباش شاباش. ډير ښه. ډيرښه. کوښښ وکړه چي تر مادونا هم ښي سندري ووايي. مونږ په دي نه يو خبر چي هلته څومره حاضرين په دي خبره خبر وه چي مادونا دسندرو په اخرکښي خلکو ته لو څي ډډي هم ښکاره کوي.

ډرامي سيريالونه او اړوندي نوري تلويزيوني او راديوي خپروني د کابل په بي شميره تلويزيونونو او راديو ګانو کښي  چي اکثره يي د پردي کلچر محصول  او په اکثره مواردو کښي د ديني عقايدو او کلتوري ارزښتونو سره نيغ په نيغه  په ټکر کښي دي  او دتيرو شلو کلونو راهيسي په پوره بي مسؤليتۍ خپل فعاليتونه پرمخ وړي حتما د ټولني له پاره د اخلاقو له نظره ناګوار عواقب لري. د پردي کلچر د خپراوي اود خپل هنر او ارټ د رعايت اوحمايت ترمنځ توپيرکول د سليم عقل کار دي. هر پردي اثر د هنر په نامه ټولني ته وړاندي کول په حقيقت کښي هنر ته خدمت نه بلکه د خپل هويت وژل او له منځه وړل دي. دي بي شميره راديو ګانو او تلويزيونونو بي له دي چي د خپرونو محتوي ته يي وکتل شي لږ ترلږه د ډيرو هيوادوالو توجه د هيواد د داغ مسايلو څخه بلي خواته چي ارزښت يي ډيرکم دي اړولي ده.

ترجمه شوي خواندنونه،  د نوي اوازخوانانو تلويزيوني ارزيابي،  دسندرو زمزمي، د ټپو ښځينه مقابلي، د بولي ووډ د سندر غاړو او دهغوي د ستورو په باره کښي او حتي د هغوي د شخصي ژوند په باره کښي تازه او منظم معلوماتونه، دسندرو او سندر غاړو شناخت د موسيقي له کمپوز څخه، د نر او ښځي تر منځ راديوي تيليفوني مکالمات، تيليفوني مکالمات په داسي اواز او انداز کښي چي يو خاص حالت تداعي کوي، فرمايشي سندري او دهغوي ډالۍ کول، د شاه د خجالت اود کنيزک د خندا قصي او نور ډير څه چي ويل يي ضرور نه دي د ټولنيز اخلاقي نظام په حتمي تغير او غالبا منفي تغير تماميږي.

دي مسايلو ته که څه هم چي ډيرو ته به مهم نه ښکاري په جديت کتل هغه وخت د انسان ذهن ته پريوزي چي د تمويل منابعو او د تمويلونکو اهدافو ته چي هر چاته نه ښکاري پام و شي. ډير ظاهرا بي ضرره او بي ښکره تصرفات کيداي شي د درنو عواقبو عوامل شي.

نتيجه:
په دي لنډه ليکنه کښي مونږ د فساد نور انواع د موضوع د اطالي له ويري نه دي ذکر کړي چي هريو يي د ويلو له پاره له کتابه ډيري خبري لري. ددي ليکني په نتيجه ګيرۍ کښي د (افغانستان در چنګال خونين فساد) له کتابه چي د شاه اغا صديق مجددي تصنيف دي يو څو جملي د ۲۳۹ صفحي څخه رانقلوو(رييس جمهور برادران خود را محمود کرزۍ او ولي کرزۍرا، مرشال فهيم برادر خود حصين فهيم را، خليلي برادر خودرا حاجي نبي، عبدالرحيم وردګ وزير دفاع پسر خود را حامد وردګ، سياف برادر زاده يي خود ممتازرا، صبغت الله مجددي پسران خود را نجيب الله و ذبيح الله را ،بسم الله محمدي و يونس قانوني پسران شان را درين همه غصب ها و قرارداد ها و چپاول ها مؤظف نموده اند).

د ياد اولو ده چي دا کتاب لمړي ځل په ۱۳۹۴ شمسي کال کښي چاپ شوي دي نو په کتاب کښي ذکر واقعات د دي وخت څخه د مخه دور پوري اړه لري چي ددي معني په هيڅ صورت دا نه شي کيدلاي چي په دي هيواد کښي د فساد داستان همدلته ختم شو. د غني د رياست په دوران کښي لبناني داړه ماران هم په زړو غلو ورزيات شول. غني د ميليونهاو ډالرو په قيمت قرار دادونه بي له دي چي قانوني مراحل يي طۍ کړي د خپلي خصرګاني په لمن کښي ور اچولي دي. ښځي يي هم د امريکايي ۲۵۰ ميليونه ډالرو په پروژه کښي داسي چاري وکړي چي نژدي وه چي امريکايانو دا پروژه بيخي درولي واي. دي پروژي چي هدف يي د ښځو پيشرفت ته په سياسي او اداري ډګر کښي د زميني برابرول دي تر اوسه ددي موسسي د يو مامور په قول يواځي ۳۷ تنوښځو ته په دولتي دستګاه کښي د دخول لاري چاري اسانه کړي دي. داسي ويل کيږي چي له ذکرشوي نتيجي ناراضه امريکايانو له حوصلي کار واخست او يواځي د توصيي په ورکولويي اکتفا وکړ.

يو بل په غالب ګمان لبناني اجمل احمدي چي د اوازو له مخي نه په پښتو او نه په فارسي پوهيږي او ويل کيږي چي په غزني کښي جعلي تذکره اخستي ده، نه پو هيږو په کوم منطق د هيواد په ملي خزانه (د افغانستان بانک) د ښامار په څير پروت دي. د بانک د مامورينو له قوله لږو ډير دوه مياشتي دمخه يوه ورځ په بانک کښي برق لاړ، کامري له کاره وغورځيدي دتورو شيشو موټران بانک ته ننوتل او له ساعتونو وخت تيرولو وروسته بيرته ووتل او هيڅوک و نه پوهيدل چي هدف څه وه او څه وشول. ډير ويره لري چي د تپه طلا پنځه زره ټوټي ګاڼه چي د بانک په هغه اتاق کښي چي د ارګ  په دننه کښي دي لوټ شوي نه وي. والله اعلم.

و من الله التوفيق

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x