افغانستان

د امریکا مشرانو جرګه: له افغانستانه عسکر په تدریجي ډول را ایستل کېږي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۹ لړم، ۱۳۹۹ل): داسې مهال چې د امریکا ولسمشر «ډونالډ ټرمپ» د نوي کال تر پیلېدو له افغانستانه د ټولو امریکایي عسکرو د ایستلو هوډ څرګند کړی؛ د امریکا د مشرانو جرګې غړي وایي، امریکایي ځواکونه له افغانستانه په تدریجي ډول راوزي.

د امریکا په مشرانو جرګه کې د نظامي کمېټې مشر «اډم سميټ» د امنیتي او دفاعي چارواکو له قوله لیکلي، چې له افغانستانه د امریکایي عسکرو د وتلو پروسه په تدریجي ډول مخ په وړاندې وړل کېږي او ټرمپ په یو ځل د ټولو عسکرو د را ایستلو لپاره واقعي طرحه نه لري.

د اډم سمیټ په خبره، امریکايي ځواکونه د افغانستان ستونزه حل کولای نشي او نه دې هم په یاد هیواد کې د سولې د راتګ انتظار کېږي.

د امریکا د مشرانو جرګې کمېټې د غړو څرګندونې داسې مهال دي، چې په دوحه کې د طالبانو او امریکا تر منځ د شوې توافقنامې په بنسټ له هیواده د بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ روانه ده.

د امریکا ولسمشر څه موده وړاندې وویل، چې خپل ټول ځواکونه به د راتلونکي نوي کال تر پیلېدو پورې له افغانستانه راوباسي.

ورته مهال د امریکا لوی درستیز بیا وایي، چې د نوي کال تر پیلېدو پورې به افغانستان کې د امریکايي عسکرو شمېر ۴۵۰۰ ته راټيټ کړي او تر دې وړاندې کمېدل به شرایطو ته په کتو ترسره کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x