نظــر

فرانسوي ناپیلیون اوعثماني سلیمان القانوني!

سعيد جواد

په نړیواله کچه دترکي او فرانسوي ولسمشرانو توندې نیوکې درسنیو سرټکي جوړوي،دترکیې اوفرانسې دغه مخالفت اوسنی ندی بلکې تاریخي ریښې لري.

د تاریخ په پاڼو کې دوه ستر رقیبان:
په تاریخي لحاظ فرانسه هغه هیواد دی چې شمالي افریقا کې یې ډير اسلامي هیوادونه اشغال کړي و،ددغه اشغال پرمهال فرانسې هغه اسلامي ارزښتونه سخت وټکول کوم چې فرانسوي استعمار دعثمانیانو پاتي شوني بلل او دغې دښمنۍ هغه مهال لاپسې زور واخیست چې کله ناپیلیون دعثماني خلافت قلمرو مصر اشغال کړ او دعثمانیانو ترڅنګ یې دټولې اسلامي نړۍ غوسه راوپاروله.

ترکیه او داروپایي ټولنې دغړیتوب هڅې:
له کلونو راهیسې ترکیه هڅې کوي،ترڅوداروپایي ټولنې غړیتوب ترلاسه کړي،خودغې موخې ته په رسیدو کې پاتې راغلې ده،داروپایي ټولنې په داخل کې دترکیې دغړیتوب ستر مخالف فرانسه هیواد دی،تردې چې دفرانسې پخواني ولسمشر نیکولاسرکوزي وویل:داسې یوهیواد چې داتیامیلیونه مسلمانانو درلودونکی وي،هغه باید داروپايي ټولنې دغړیتوب خوبونه ونه ګوري،ځکه چې داسې خوبونه ممکن ندي چې ریښتیاشي.

د ارمنانو ټول وژنه!
د لومړۍ نړیوالې جګړې پرمهال چې کله یوشمیر ارمنان دترکانو سره په جګړه کې ووژل شول،فرانسه هم یو له هغه هیوادونو څخه  ده چې دترکانو دغه کار ټول وژنه بولي،خو ترکیه بیا دا هرڅه غندي،کله چې په ۲۰۱۱ کال کې دارمنانو وژل دترکیې ټول وژنه وبلله،نو دترکيې سخته غوسه یې راوپاروله،دترکیې دهغه مهال لومړي وزیر رجب طیب اردوغان دفرانسې سره ټولې اړیکې وځنډولې،په همدې ډول یې امر وکړ چې هیڅ فرانسوي عسکري الوتکه نشي کولی چې دترکیې له هوا تیره شي،په همدې ډول هیڅ فرانسوي جنګي بیړۍ نشي کولی چې دترکیې له اوبو تیره شي اوټول ګډپوځي تمرینات یې هم ورسره وځنډول،په ۲۰۱۹کال کې بیا فرانسوي ولسمشرایمانویل ماکرون دوهم ځلي دارمنانو وژل ټول وژنه وبلله،په ځواب کې یې ترکیې بیا توند ځواب ورکړ اوفرانسه یې په الجزایر رواندا اونور افریقايي هیوادونو کې په ټول وژنه تورنه کړه.

د سوریې جګړه!
کله چې دعرب پسرلي توده سیلۍ دسوریې جغرافیې ته راننوته،نو سوریه يې په کنډوالو بدله کړه،دلته نو دنړۍ ستر قدرتونه په دې هڅه کې شول،ترڅو دخپلو رقیبانو ګټې واګواښي او سوریه دخپل مخالف په مقابل کې دسنګر په څير استعمال کړي،فرانسې هم له فرصته استفاده وکړه اوپه سوریه کې يې د ازاد کردستان ځواکونه،دسوريې دیموکراتیک ځواکونه په وسلو سمبال کړل،مشاورین ېې وولیږل او لا یې تقویه کړل.یاد کردان دلوی کردستان دجوړولو په هیله جنګیږي داسې چې دسوريې،عراق،ایران اوترکیې یوشمیر سیمې به جلا کیږي او یو ازاد کردستان به ترې جوړیږي،دلوی کردستان دداعیې ترټولو سرسخته مخالف ترکیه ده،ځکه ترکیه پوهیږي، چې غرب په هڅه کې دی ترڅو په سیمه کې یو بل اسرايل وزیږوي،نوځکه یې ددغه کردانو په ځپلو لاس پورې کړ او دوی یې سخت وټکول،فرانسوي ولسمشر ماکرون ډیره هڅه وکړه چې ناتو دترکیې په وړاندې ودروي،خو ونه توانید،ځکه چې تورکیه په ناټو کې یوازینی هیواد دی چې په پوځي او جیپولیټک ډول سخت اهمیت لري،همغه وه چې ماکرون وویل:ناتو په دماغي مرګ مبتلا ده.

په لیبیا کې د ګټوتضاد:
کله چې په ۲۰۱۱م کال کې دعرب پسرلي پرمهال دلیبیا دکتاتور ولسمشر معمرالقذافي له واکه لیرې شو،نو لیبیا په کورنیو جګړه ورښکته شوه،یوه خوا یې دحکومت الوفاق هغه دولت دی چې دولس په رایه واک ته رسیدلی دی او نړیوالو هم په رسمیت پیژندلی دی،حکومت الوفاق کې هغه اسلامپال دي چې دقذافي په راپرځولو کې رول درلود،ددې ترڅنګ داخوان المسلمین اسلامي حرکت ونډه هم په دغه حکومت کې شته،ترکیه بیا ددوه لاملونو پر اساس دحکومت الوفاق ملاتړ کوي.لومړی دا چې حکومت الوفاق کې داسلامپالو برخه غوښنه ده اوغواړي چې لیبیا کې داسلامي لارښونو سره سم نظام رامنځ ته کړي.

دوهم داچې مصر،قبرص او اسرایلو په خپل منځ کې دمدیترانې سمندرګي په اوبو کې داسې تړون کړی وه چې ترکیه يې کاملا په دغه اوبو کې له تصرف څخه بې برخې کړې وه،ترکیه،دمدیترانې یوې څنډې ته او لیبیا یې بلې څنډې ته مخامخ پراته هیوادونه دي،ترکيې دلیبیا سره داسې تړون ترسره کړ،چې بیرته یې دمدیترانې په ګازو اوطبیعي شتمنیو کې ځان شامل کړ،فرانسې بیا دغه تړون باطل وباله.

په لیبیا کې دوهم لوری خلیفه حفتر نومیږي چې دمصر،متحده عرب امارات،سعودي عربستان، قبرص، روسېې او فرانسې ملاتړ له ځان سره لري،حفتر دلیبیا په شرق کې دبنغازي ښار خپله پلازمینه بولي،ددې ترڅنګ یې دسرت اوترهونه ښارونه هم تر واک لاندې دي،په ۲۰۱۹ کال کې یې یوه سخته جګړه پیل کړه تردې چې دحکومت الوفاق پلازمینې طرابلس ته راورسیده او طرابلس یې کلابند کړ.ترکیې وویل:که دلیبیا مشروع حکومت ترې مرسته وغواړي نو دوی اماده دي چې مرسته ورسره وکړي.هماغه وه چې دحکومت الوفاق لومړي وزیر فایض السراج له ترکیې نظامي مرسته وغوښته اوترکیې هم خپلې پرمختللې ډرون الوتکې اونظامي وسایل لیبیا ته ولیږل.ترکیې وکولای شول چې دخپلو پرمختللو ډرون الوتکو بیرقدار اوقینجي،کومې چې دامریکايې ډرون وروسته په نړۍ کې پرمخ تللې بلل کیږي،دلیبیا دجګړې پله دحکومت الوفاق په طرف درنه کړه اوپرمټ يې حکومت الوفاق دخلیفه حفتر ځواکونه دطرابلیس په شمول له ډیرو ښارونو وشړل،حفتر هغه څوک دی چې دفرانسې په شمول یې ډيرو هیوادونو ته دلیبیا دنفتو اوګازو دچور کولو اجازه ورکړې ده.

آیا صوفیه په مسجد بدلول:
کله چې ولسمشر اردوغان دایاصوفیه کلیسا په مسجد بدله کړه نو،فرانسې يې په غبرګون کې وویل:په ترکیه کې دعلمانیت اوسیکولاریزم لویه نښه لمنځه یوړل شوه،داسې ښکاري چې اردوغان غواړي ترکیه بیرته دعثمانیت سخت دریځۍ ته وروګرځوي،په غبرګون کې يې ترکیې وویل:موږ هیچا ته اجازه نه ورکوو چې په کورنیو چارو کې مولاس وهنه وکړي.

شرق متوسط:
تیره میاشت ترکیې په بحر متوسط کې دګازو یوه لویه زیرمه وموندله کومه چې کولای شي ترکان په کور دننه دګازو په برخه کې په ځان بسیا کړي او دروسیې له احتیاجه یې وژغوري،ترکیې دغه زیرمه تقریبا دخپل ګاونډ په پنځلس کیلومترۍ کې موندلې ده،خو برعکس دغه سیمه دیونان څخه بیا نیږدې پنځه سوه کیلومتره لیرې ده،خویونان دفرانسې او اروپایي ټولنې په ملاتړ دترکیې پر ضد سمندري تمرینات پیل کړل،کوم چې فرانسې هم پکې ونډه لرله،یونان ترکیه وګواښله چې باید دګازو له پلټنې لاس په سر شي،ګنې دیونان له سخت غبرګون سره به مخ شي،په همدغه مهال کې یې له فرانسې څخه دمیلیونونو ایرو معادل پوځي وسله هم راونیوله اوفرانسې هم مخامخ ترکیې ته خبرداری ورکړ اوپه بندیزونو یې وګواښله فرانسې ډيره هڅه وکړه ترڅو یونان اوترکیه سره ښکیل کړي خو ونه توانیده.

افریقا،دترکیې اوفرانسې دتقابل نوی ډګر:
په افریقا کې زیات شمیر هیوادونه یې داسې دي چې پخوا دفرانسې مستعمره پاتې شوي دي او فرانسه اوس هم دغه هیوادونه خپل ملکیت بولي،دنیږدې وروستیو شلو کلونو راپدیخوا ترکېې دافریقايي هیوادونو سره خپلې تجارتي اوډيپلوماټيکې اړیکې ډيرې کړې دي،چې په دغه موده کې ترکیې ۴۱ سپارتونه په مختلفو افریقايي هیوادونو کې پرانیستي دي،په همدې ډول دترکیې اوافریقايي هیوادونو ترمنځ الوتنې هم لوړې کچې ته رسیدلې دي.ددې سربیره په تجارتي اړخ کې هم ترکي شرکتونه پدې توانیدلي دي چې اروپايي شرکتونه چې ډيری یې فرانسوي دي مات کړي اودتجارت له ډګره یې وباسي،په همدې ډول داستانبول هوايي ډګرونه اوس مهال دافریقايي هیوادونو دوصل نقطه هم بلل کیږي،همدغه څه دي چې په افریقا کې یې هم دفرانسې غوسه راپارولې ده.

فرانسه اوداسلام دپیغمبرسپکاوی:
په فرانسه کې داسلام دپیغمبر حضرت محمدصلی الله علیه وسلم دکاریکاتورنو له چاپ وروسته،یو اتلس کلن ځوان دیو ښونکي سر پرې کړ،په غبرګون کې یې فرانسوي ولسمشر له کاریکاتورنو دفاع وکړه او دا یې دبیان ازادي وبلله،ماکرون ټينګار وکړ چې فرانسه په ۱۹۰۵م کال کې یوسیکولار(په دین نه ولاړ)دولت ګرځيدلی دی اوموږ به دغه قانون لاپیاوړی کړو.هغه زیاته کړه:دا کاریکاتورونه به دوام مومي اګر که څوک پرې خپه کیږي هم.دماکرون له دغه بیان وروسته نیږدې په ټوله اسلامي نړۍ کې غبرګونونه راغلل،چې ډير توند پکې دترکيې دولسمشر اردوغان وه،هغه ماکرون رواني ناروغ(لیونی)وباله او له خپلو خلکو یې له فرانسوي توکو سره دپریکون غوښتنه وکړه،په نوره اسلامي نړۍ کې هم دفرانسوي توکو سره پریکون وشو،چې له امله یې فرانسوي اقتصاد لس سلنه راوغورځيد، فرانسې بیا دترک ولسمشر دڅرګندونوپه بدل کې خپل سفیر وروغوښت.

اروپا او د ترکیې مخ په زیاتیدونکې رول:

د بالکان په هغه هیوادونو کې چې پخوا دعثماني خلافت برخه وه،په چټکۍ سره پکې اوس دترکیې نفوذ دخپریدا په حال کې دی.اوس مهال ترکیه یوشمیر دغه هیوادونو کې اوږ مهاله پروژې عملي کوي،کومې چې فرانسه یې انديښمنه کړې ده،ددې نه علاوه یاد هیوادونه دترکیې سره ډيرې قوي اړیکې لري کومې چې دفرانسې خوبونه تښتولې دي.

جګړه په څه ده او اوس ولې ګرمه شوه؟
د فرانسې او ترکیې دغه جګړه ډیره اوږد مهاله ده،له اروپایي ټولنې دبرتانیا له وتلو وروسته اوپه نړیواله کچه دامریکا له ګوښه توب وروسته فرانسه په دې هڅه کې ده چې داروپا په داخل اوخارج کې هغه تشه دکه کړي چې دبریتانیا اوامریکا وروسته احساسیږي،فرانسه بیرته په اسلامي اوغیر اسلامي هیوادونو کې دزاړه استعمار خوبونه ګوري اوترکیه بیادعثماني خلافت خوږې وږمې بیا حس کوي ماکرون بیا دناپیلیون درول هڅه کوي او اردوغان بیا دسلیمان القانوني اوسلطان مراد خان ثاني.دا هغه څه دي چې ددواړو ګټې اوموخې يې په تضاد کې اچولې دي،په افریقا،اروپا،سوریه اولیبیاکې خو ترکیه وړونکې ښکاري،خوپه سعودي امارات،مصر اوبحرین کې پښه ښویدلې وبوله،دا چې وړاندې به څه کیږي،څوک به څملي اوڅوک به پاڅي وخت به یې ثابته کړي.

 

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x