روغتیا

امریکا کې په یوه ورځ د کرونا ۹۰ زره پېښې، خو ټرمپ بیا هم پر بندیزونو باور نه لري

نن ټکی اسیا (جمعه، ۹ لړم، ۱۳۹۹ل): د امریکا په متحده ایالتونو کې د کرونا ویروس په تېرو څلورویشت ساعتونو کې له ۹۰ زرو زیاتې پېښې ثبت شوي دي.

دا په داسې حال کې چې د امریکا ولسمشر پر ټولبندیز او نورو بندیزونو باور نه لري، د نوموړي په وینا بندیزونه د کرونا ستونزه نشي حلولی.

ټرمپ چې په امریکا کې د کرونا ویروس پراخ خپراوي لامل بلل کیږي وایي، بندیزونه د کرونا ستونزه نشي حلولای، تاسې په فرانسه او ایټالیا کې ددې پایلې وګورئ، خلکو دندې له لاسه ورکړې خو لا هم وبا مخ پر زیاتېدو ده.

په دې تړاو تېره ورځ په فرانسه کې شاوخوا ۵۰ زره د کرونا مثبتې پېښې ثبت شوي او ۲۳۵ ناروغانو خپل ژوند له لاسه ورکړی، په داسې حال کې چې ایټالیا کې د شاوخوا ۲۷ زره پېښو سره ۴۲۲ کسان مړه شوي دي.

په فرانسه کې یو وار بیا سر له نن جمعې څخه بشپړ ګرځبندیز لګېدلی او پرته له ضرورته هیچاته له کوره د راوتلو اجازه نشته. ایټالیا هم په دې لړ کې بندیزونه سخت کړي دي.

باید وویل شي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خپله هم څه موده وړاندې په کرونا ویروس اخته شوی و، خو له یوې اونۍ قرنطین وروسته بېرته روغ او خپل کمپاین ته دوام ورکړ.

په امریکا کې د اکتوبر میاشتې راهیسې د کرونا مثبتو پېښو شمېر په پراخه کچه زیاتېدونکی دی، د جان هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې په تېرو څلورویشت ساعتونو کې ۹۰۲۹۰ نوې پېښې ثبت شوي دي.

په امریکا کې د کرونا ټولې پېښې ۹.۹۴ ملیونو ته رسېدلي دي. په ځانګړي ډول تېره اونۍ خونړۍ وه خو روانه اونۍ له هغې زیاته سخته ده چې د تېرې په پرتله په کې ۲۰ سلنه پېښې زیاتې شوې دي.

دغه راز د امریکا له ۵۰ ولایتونو څخه په ۳۶ ولایتونو کې د پخوا په پرتله په فعال ناروغانو کې ۵ سلنه او په مثبتو پېښو کې ۵۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي وو چې د امریکا له ټاکنو وړاندې به د کرونا ضد واکسین د استعمال لپاره چمتو شي، خو کارپوهانو د ټرمپ دغه خبره له وخت وړاندې بللې وه، چې لا تر اوسه هم واکسین د کارولو لپاره نه دي وړاندې شوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x