افغانستان

د حکومت سیاسي منتقد او پخوانی څارنوال په کندهار ښار کې ترور شوی

نن ټکی اسیا (جمعه، ۹ لړم، ۱۳۹۹ل): د حكومت سياسي منتقد او د کندهار د استیناف محکمې پخوانی مشر څارنوال شبیراحمد قیومي په یو هدفي برید کې وژل شوی دی.

څارنوال شبیراحمد قیومي نن د جمعې په ورځ ماسپښین د کندهار ښار په نهمه ناحیه کې په داسې مهال د ناپېژاندو وسله والو لخوا تربرید لاندې راغلی، چې نوموړی د جمعې لمانځه څخه کور ته پر لاره ؤ.

د کندهار د امنیه قومندانۍ چارواکي وايي، په دغه برید کې څارنوال «قیومي» لومړی ټپي شوی او وروسته یې روغتون ته پر لاره ساه پرې کړې ده.

د چارواکو په خبره بریدګر څلور تنه وو، چې د پولیسو په ځوابي ډزو کې یو تن وژل شوی او درې تنه نور د پېښې له ځایه تښتېدلي دي.

د کندهار د استیناف محکمې پخوانی مشر څارنوال شبیراحمد قیومي چې دا مهال د مدافع وکیل په توګه دنده ترسره کوله او ولسي جرګې ته یې هم ځان کاندید کړی ؤ، په دې وروستیو کې د حکومت یو شمېر ناسمو کړنو باندې خپل اعتراضي غږ په رسنیو کې پورته کولو؛ خو پولیسو تراوسه د نوموړي د وژلو لامل نه دی څرګند کړی.

باید وویل شي په دې وروستیو کې د پلازمینې کابل په ګډون د هېواد په لویو ښارونو کې د سولې فعالا او د حکومت د سیاسي منتقدینو هدفي او زنځیري وژنو په تړاو د حکومت چوتیا د خلکو اندېښنې راپارولي او څارونکي په دې نظر دي چې حکومت غواړي په لوی لاس هغه غږونه خاموش کړي چې د جګړې پرضد د ولس آواز پورته کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x