نظــر

د توچۍ له غاړې (۳) د قبایلو غچ

مُرسل حاجي  سپین وام ته نږدې د وزیرستان د شوې دکلي یو سیفلی وزیر و،ګردۍ ونه، په نکریزو لړلې ګورې څڼې، کوړاخ بریتونه او ببره ږیره، دعمر به یي شاوخوا شپږ لسیزې تیرې شوې وې، خو لا هم د ځوانۍ له مستۍ نه و لویدلی، اوږد غوږور ټوپک او د زیړو کارتوسو نه ډک سور کمربند یي همیشه په ځیګر ځوړند و، مرُسل حاجي یونمونه وزیر و، د وزیرو لهجه یي په داسې ژورتیا ویله چې د نابلده سړي ورباندې سر نه خلاصیده، د نورو وزیرو غوندې  میلمه پال،غیرتي او اخلاصمند و، مُرسل حاجي د وزیرو د اتمانزي قبیلې له سیفلي پښې څخه و، وزیر په لوړ سر کې په دوو قبیلو ویشل شوي چې اتمانزي او احمدزي دي، چې بیا هره قبیله  ګڼ ښاخونه لري .

سیپلي او پیپلي د اتمانزي قبیلې د کابل خیلو له ښاخ څخه دي،د دوی ډیری یي د ډیورنډ دواړو غاړو ته ځمکې لري او په یوه وخت ځانونه افغانان او پاکستانیان دواړه بولي، په افغانستان کې یي په برمل کې مځکې دي او په قبایلو کې  سپین وام ، شوه او بلندخیل ددوی سیمي دي، په دې قبیله کې په اوس وخت کې مخکښ سړی یو مولوي کلام نافذ و، چا چې په لومړي ځل د پکتیکا په سرحدي سیمو کې د امریکا خلاف  دجهاد بنسټ کیښود، په  برمل ، لواړه، منګړیتۍ ، مڼې کنډو او نورو سیمو کې یي په امریکایي سرحدي بیسونو مخامخ بریدونه پیل کړل، نوموړی یو زړور  مجاهد و، تردې چې په لواړه کې داسې مهال شهید شو چې په امریکایي بیس دبرید په مهال یي دفاعي اغزن سیم غوڅاوو چې دامریکایي مرمیو ښکار شو.
د همدې وزیرو  بل  پیژندل شوی شخص نعت خوان نورالله درویش و، چې دامریکایانو په خلاف یي ګڼې ترانې ویلي نوموړی په میرانشاه کې دپاکستاني پوځیانو په ړندو ډزو کې په شهادت ورسید.

کیسه مې د مُرسل حاجي کوله، یو زیړ مازدیګر له نوموړي سره له سپین وام څخه د شوې په خوا روان وم ، مرسل حاجي چې خپل ټوپک یي په زنګنو ایښی و د موټرد  مخې په سیټ کې ناست و او دسیمې په اړه یي معلومات راکول، د سرک دواړو غاړو ته د وزیرو کلي پراته دي، چې د وزیرستان ژوندي دائرة المعارف  مرسل حاجي ته د هر قام او قبیل ټولې ښې او بدې ټکي په ټکي یاد دي، د وزیرستان مازدیګر عجیب کیف لري،دا د ښو ځوانانو وطن الله تعالی دطبیعت په رنګینیو هم نازولی دی،مازدیګر موږ په  موټر کې مزل لنډوو، خو دسرک په غاړو، دغونډیوپه څوکو، او دپاڼونو په ژیو د وزیرو ځوانانو مجلسونه چې دوی یې ( جمې) بولي ګرم دي،د وزیر زلمکي د بلوغ علامه داده چې ټوپک اوږې ته کوي په نورو پښتنو کې چې ځوان بلوغ ته ورسیږي مشران یي واده ورته کوي، خو د وزیرو ماشوم چې زلمی شي تر هرڅه مخکې ټوپک ورته  رانیسي، دلته هرسړی یو ټوپک لري، چې له ځان سره یي ګرځوي، ټوپک د وزیر زلمي د ښایست یو بله ممیزه ده چې هرڅوک یي نلري .

ټېپک د ستا په اوږه ایښی
کږه وږه له نازه زه درسره ځمه

دا چې وزیرو کې بدۍ ډیرې دي یو وجه یي داده چې هر سړی ټوپک په لاس لري او د معمولي جنګ په مهال ترې استفاده کوي، په وروستیوکې په وزیرو د بدیو رواج کم شوی دی، مګر پخوا دلته بدي دغیرت او میړانه نښه بلل کیدې، هغه وخت چې وزیرو پیغلو  به خپل زلمي داسې ستایل  :

په چترالي پکول دې دواړه سترګې پټې دي
ټل بازار ته مه ځه . . .  بدۍ دې کړی رټې دي

زه او حاجي مرسل روان یو، موټر په یو کږلیچ راتاو شو، چې ګورو د سرک په منځه خلک راټول دي ، موټروان بریک وواهه، حاجی مرسل وارخطا شو چې دا څه کیسه ده؟ له موټره مو د سرک په منځه ولیدل چې وینې تویې شوي دي، د سرک په غاړه کټ ايښی دی ، څو ځوانان یو سپین ږیری چې په وینو لړلی دی په کټ کې سموي، یو بل تن یي زنه ورتړي، مرسل حاجي له موټر ورکوز شو، لږ شیبه یي دپیښې جاج واخیست  او بیرته موټر ته راغی، ویل درځئ ،دومره کیسه نه ده ، بکر یي وویشت ، پوښتنه مو وکړه چې بکر څوک او چکاره دی او ولې یي مړکړو .

مرسل حاجي وویل تاسو درځئ نوره کیسه به په لارې درته وکړم، موږ حرکت وکړ، او مرسل حاجي هم خپله کیسه راپیل کړه، ده وویل دا سپین ږیری چې په سرک پروت وو او ویشتل شوی و د پورې کلي اوسیدونکی و بکر یې نوم و، دې سړي څلویښت کاله پخوا هغه وخت چې نوموړی نوی زلمی و، دپلانکی خیلو  یوې ښځې ته بدنظر کړی و ، دښځې قبیله چې کله پرې خبره شوه اخطار یي ورکړ ، چې ددې بدنظرۍ غچ به ترې واخلي .

دادی له هغې پيښې څلویښت کاله وروسته یي نن غچ ترې واخیست  اوویي ویشت .

د بکر کیسې په چورت کې واچولم ، د وزیر قام د انتقام او قصد شدت ته مې پام شو چې څومره اوږده موده  نه سړیږي، د پښتانه دپور د دروندوالي خبره مې اوریدلې وه خو عملي بیلګه مې یي نه وه لیدلې.

نن سبا د نواز شریف دحکومت تر فرمان لاندې  پاکستاني پوځیان د قبایلو سیمې ته داخل شوي دي او زور زیاتی یي پیل کړی دی، دوی خپلو عملیاتو ته  ضرب غضب نوم ورکړی او فکر کوي چې په دې ضرب سره به دا یاغي قبایل رام کړي، دوی شاوخوا شپږ لکه وزیر او دوړ له خپلو کورونو بې کوره کړي دي، د وزیرو په کورونو کې یي تلاشۍ کړې او ددې درانه قام کورنی حریم یي مات کړی دی .

وزیر چې له  خپل تربور څخه د بدنظرۍ  غچ څلویښت کاله وروسته اخلي، آیا پردي  پنجابي ته به یي ددې ناروا او بي حرمتیو غچ هیر شي، فکر نه کوم که دغه ناکردې دې د قبایلو له زړه څخه ووځي .

پاکستانی پوځه چې کرې یي ریبلو ته یي هم ټینګ شه !!
۲۰۱۴/۷/۷ع

حارث حدید

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد یوسف

وروره لیکواله! دیره ښه لیکنه دی کری٬ خو که وزیر غواړی چی وزیر پاتی شی نو باید خپل کوچنیانو او ځلمیانو ته د توپک نه یو دير پیاوری وسله په لاس ورکری او هغه پیاوری وسله قلم دی یواځی قلم.

عابد

د ستاسو درې واړې لیکنې مې ولوستې. هیله کوم راتلونکو لیکنو کې به د وزیرستان سیاست او جنګ په اړه خبرې وکړې. ما ولیدل چې تاسو پنجابیانو ته اخطارونه ډېر او د وزیرستان د حالاتو تر شا لاملونه مو کم څېړلي. د وزیرستان ښکلا او غېرت په اړه مو ډېر اورېدلي خو که د خپلو خاطرو او فهم په بنیاد د وزیرستان سیاسي او جنګي حالات په ډاګه کړئ. مننه.

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x