افغانستان

د پکتیا د لومړي سرحدي کنډک رئیس ارکان په یوې چاودنه کې وژل شوی

نن ټکی اسیا (جمعه، ۹ لړم، ۱۳۹۹ل): د پکتیا په ځاځي اریوب ولسوالۍ کې د لومړي سرحدي کنډک د دویم ټولي قومندان او کنډک د ارکان سرپرست مشر تورن شهزاده په یوې بمي چاودنه کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

دا پېښه نن د جمعې په ورځ مازدیګر د ځاځي اریوب ولسوالۍ د علي خیلو په «زرخوني» کلي کې هغه مهال رامنځ ته شوه، کله چې سرپرست رئیس ارکان تورن شهزاده د یو ماین په شنډولو بوخت ؤ، چې ناڅاپه ورباندې چاودنه وشوه او ځای پرځای ووژل شو.

د پکتیا د سرحدي لوا قومندان ډګروال ګوجرخان ددې پېښې په تایید سره رسنیو ته ویلي، چې په دغه چاودنه کې یوازې تورن شهزاده وژل شوی او بل چاته زیان نه دی اووښتی.

تورن شهزاده چې دوه میاشتې وړاندې د ځاځي اریوب ولسوالۍ په «شاه محمود» کلي کې پر یوې کلیوالي مدرسې د توپچي برید مسئول هم بلل کېده، تردې مخکې په یوه بمي چاودنه کې ټپي شوی ؤ.

د سیمې خلک وايي، چې نوموړي به زیاتره وخت د ملکي خلکو کورونه په هاوانونو او ډیسي توپونو ویشتل چې له امله یې یو شمېر خلکو له خپلو سیمو کډې هم کړې وې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
پوپل

لله الحمد

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x