نړۍ

عافیه صدیقي د امریکا له ولسمشر د خپلې سزا د بښل کېدو غوښتنه کړې

نن ټکی اسیا (جمعه، ۹ لړم، ۱۳۹۹ل): په امریکا کې بندي پاکستاني ډاکټرې «عافیه صدیقي» په دوهم ځل د امریکا ولسمشر «ډونالډ ټرمپ» ته د سزا د بښلو پاڼه استولې او له هغه یې غوښتي، چې د بند پاتې موده یې ورته وبښي.

د پاکستان د لومړي وزیر «عمران خان» سلاکار «بابر اعوان» د یاد هیواد د مشرانو جرګې ته ویلي، چې عافیه صدیقي د «ترحم غوښتنې» پاڼه لاسلیک کړې او د امریکا ولسمشر ته یې لېږلې.

ورته مهال د نوموړې خور «فوزیه صدیقي» وایي، عافیه صدیقي د ولسمشر «بارک اوباما» په دوره کې هم د سزا د بښل کېدو پاڼه لاسلیک کړې وه او اوس یې یو ځل بیا د سزا د بښل کېدو په تمه په یاده پاڼه لاسلیک کړی، چې لا هم څرګنده نه ده چې د امریکا ولسمشر ته رسېدلې که نه.

فوزیه صدیقي پاکستاني چارواکي تورنوي چې ددې د خور په خلاصون کې يې هیڅ ډول هڅه نه ده کړې او حتی د هغې د بښنې د پاڼې د لېږل کېدو په اړه یې هم معلومات ورسره نه دي شریک شوي.

دا وایي، چې له ډېرو هڅو وروسته یې د امریکا په «هیوسټن» ښار کې د پاکستان له جنرال قونسل سره خبرې وشوې او نوموړي ورته وویل، چې د زندان له رییس څخه د عافیه صدیقي پاڼه ورکه شوې ده.

ساینس پوه او ډاکټره «عافیه صدیقي» په ۲۰۰۸ میلادي کال کې ونیول شوه  چې دوه کاله وروسته په افغانستان کې امریکایانو محکمې ته وړاندې کړه او پر نوموړې يې تور پورې کړ چې پر امریکایي او د کابل حکومت پر عسکرو يې ډزې کړې او د «امریکا مرده باد» چیغې يې وهلې.

امریکایي چارواکي نوموړې د القاعده خواخوږې «ترهګره» بولي، چې ددوی له قوله په نیویارک کې واقع د یو شمېر مهمو ودانیو انځورونه، د بمونو د جوړولو فارمولې او زهري مواد «سوډيم سیانایډ» هم ورسره نیول شوي.

امریکايي محکمې عافیې ته د ۸۶ کاله بند سزا اورولې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Soltansalehi

په زرهاو زرهاوکرته دی مرده باد په امریکا اوپه آمریکایی مشرانو وی

طوطی

لعنت دی په پاکستان شی او په هغه چا د پاکستان لپاره جاسوسی او خدمت کوی. دی څخه دا جوته کیږی چی د پاکستان حکومت څومره فاسقه او # حکومت دی چی حتی پر خپلو ښځو، د هغوی په عفت او عزت هم رحم نکوی.

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x