نظــر

جودره؛ يوه هیره شوې کربلا

شفیع اعظم

هغه سيمه چې د ننګرهار هسکې مینې کې واقع او موده وړاندې يوه جومات کې د جمعې لمانځه مهال د انفجار له امله پکې نږدې ۷۲ تنه زموږ د وطن مظلوم شينواري قتل عام شول.

پنجشنبه او جمعې رخصتي نه په استفاده د دغه کلي، درې شهيدانو او د دوی کورنیو ليدو او دعا ته له کابله مخ په ننګرهار وخوځېدو.

هسکې مېنې کې مو داسې کورنۍ وليدې چې صرف تور سرې ترې پاتې وې او ټوله کورنۍ او نارينه (ماشوم، ځوان او سپينږيري) یې جمعې جماعت کې د ګډون له امله پوپناه شول.

داسې قبر سر ته ودرېدو چې د واده په پنځمه همدې جومات کې شهيد او ناوې ترې په سور شال کې د ابد لپاره بدمرغه او يو نړۍ هيلو سره کونډه شوه. داسې کورنۍ هم وه چې د کور لس تنه غړي یې شهيدان او قطار قطار څنګ په څنګ ښخ کړل شول‌.

هو د شينوارو دا کلی په ټوله هسکه مېنه کې متفاوت ځکه وو چې مخ ته مو زړې تور سرې مېندې او د هغوۍ کوچنۍ نجلې او ډېر واړه هلکان راتلل چې جوارو پټي یې رېبلي او پنډونه یې په سر د پاتې وړو ماشومانو دوزخي نس ډکولو لپاره لالهانده وو.

دا کوچنۍ کلی واقعا له ځوانانو او سپينږيرو خلاص کلی وو.

له پاته شويو څو ځوانانو سره مو مجلس وکړ. د غربت او ناهيلۍ ظالمه څپېړه یې له ورايه په خړو مخونو قابل حس وه.

له حکومت سخت ناهيلي وو. يوه ځوان چې د همدې کلي واحد شهيد شوي ډاکټر ورور وو و ويل چې حکومت مشر له پېښې څو ورځې وروسته موږ ولسوالۍ ته دعوت کړو. هلته یې ولسوالۍ کې له موږ سره غمرازي وکړه.

د سړک، روغتون حج او عمرې او نورې وعدې وې چې وعدې پاتې شوې او له هغې وروسته بيا دې کلي ته نه ولسوال راغلی نه والي نه وزير او نه هم د رئیس جمهور کوم بل استازی.

هو دا اوس يواځې شينواري دي چې داستان یې په يوه هېر شوي فلم، کلی په کليو کې محروم او يوه رمه يتيمان، بورې مېندې او ناهيلی کونډې له يوه وېرونکي او وژونکي فقر سره لاس ګریوان پاتې شول.

نور نو څوک نشته چې پوښتنه وکړي چې هسکې مېنې جوند درې کلي کې څه روان دي.

موږ له دعا، غمرازۍ او غمشریکۍ وروسته د خوړ نه جوړ شوي سړک نه په استفاده موټر سره په ټیله او تمبه بېرته مخ په کابل را راهي شوو‌.

لاره کې سړک ته په کتو همدا سترګو ته وو که يوه مور، يو سپينږيری بابا او يوه خورکۍ په نيمه شپه ناروغه شي نو دا ځب ځب ناروغ به پر دغو لارو څرنګ تر روغتون او ښاره رسي….؟!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x