اقتصادنړۍ

د نړۍ تر ټولو شتمن کس په یوه ورځ ۸.۶ ملیارده ډالر له لاسه ورکړي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۹ لړم، ۱۳۹۹ل): د امازون شرکت مشر جیف بیزوس چې د نړۍ تر ټولو شتمن کس ګڼل کیږي په یوه ورځ ۸.۶ ملیارده ډالر له لاسه ورکړي دي.

د «بلومبیرغ» ملیاردرانو انډیکس یا شاخص د راپور له مخې جیف بیزوس د تیرې چهارشنبې په ورځ ۸.۶ ملیارده ډالر د خپلې خزانې څخه له لاسه ورکړې دي، په دې سره د نوموړي شتمني له ۱۸۹ ملیاردو څخه ۱۸۰.۴ ملیارده ډالرو ته ښکته شوې ده.

باید وویل شي، جیف بیزوس په نړۍ کې لومړی کس و چې د کرونا وبا پرمهال یې شتمني له بل هر چا زیاته شوې ده.

ددې سربېره د ټولنیزې شبکې «فیسبوک» مشر مارک زوکربرګ شاوخوا ۵.۷۵ ملیارده ډالر او د ټیسلا او سپیس ایکس مشر ایلون ماسک ۴.۲۴ ملیارده ډالر له لاسه ورکړي دي.

د الشرق الاوسط ورځپاڼې په وینا، په دې سره د نړۍ د لسو شتمنو کسانو د شتمنۍ ارزښت د نړۍ په سټاک بازارونو کې په یوه ورځ ۳۷.۳۶ ملیارده ډالرو ته راښکته شوی دی. خو د امریکایي ژورنال په خپور شوي راپور کې ویل شوي چې د نړۍ لسو شتمنو کسانو ته په یوه ورځ ۳۴ ملیارده ډالره زیان رسېدلی دی.

د ژورنال په وینا، په یادې خسارې سره مارک زوکربرګ د هغو کسانو له لیسته وتلی چې شتمني یې له ۱۰۰ ملیارده ډالرو زیاته ده، په دې سره هندی سوداګر موکیش امباني شپږم او وارن بافیټ اوم نمبر ته پورته شوي دي.

د یادو کسانو په شتمنۍ کې کموالی د نړیوال سټاک بازارونو کې د ویرې له امله دی چې د وال سټریټ ژورنال په وینا د کرونا ناروغۍ دوهمه څپه یې لامل کیدلی شي، چې ورسره به د امریکا سټاک بازار هم ۴ سلنه ټيټ شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غ.حضرت

دا ګوزی زوی به روپۍ بیا لاسته راوړی
خو
راسه پر موږ پوښتنه وکړه
چی
په یوه اوږده شپه ( په څو تاریخی پړاوونو کی ) مو ټوله مادی او معنوی شتمنۍ له لاسه ورکړه او د بیا لاسته راوړلو هیلی او اُمیدونه مو د کلیل زاد او قلیل زاد او شلیل زاد او طبیل زاد او سبیل زاد ( انګرېزی او روسی او پنجاپی او بیده دربارونو ) او بالآخره خلیل زاد او د هغه د خُسرګنۍ د مهربانانه کړنو له برکته هره ورځ د غوَړېدو په حال کی دی.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x