افغانستان

د اشرف غني له لوري د ملالۍ په مډال نازول شوې سلاکاره د احادیثو بیانول «مردم ازاري» بولي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۹ لړم، ۱۳۹۹ل): د کابل حکومت د مشر «اشرف غني» د مېرمنې «رولا غني» سلاکاره «زهرا یوسف داوود» وايي، د سهارني اذان د غږ لوړوالی او د مسجدونو په لاسپیکرونو کې د احادیثو بیانول یې له خوبه وباسي او دا به مسئله د حج اوقافو له وزارت سره شریکه کړي.

نوموړې پر خپله فسبوک پاڼه لیکلي « د سهار پنځه بجې به وي، په خواږه خوب به ویده وې، چې ملا صاحب به د مسجد ۲۵ لاسپیکرونه فعال کړي، اذان به وکړي او تر هغه وروسته به (عر) وهي او خبرې به شروع کړي…دا حدیثونه او خبرې هغو ته ووایه چې تاته نږدې دي په موږ پورې اړه نه لري.»

زهره یوسف چې د کابل د ښاروال «داوود سلطاني» مېرمن او د رولا غني سلاکاره ده؛ څو ورځې وړاندې اشرف غني ورته د هغې د کړنو په بدل کې د «ملالې میوندۍ» مډال هم ډالۍ کړی وو.

دا وایي، سهار مهال په مسجدونو کې په لوړ غږ اذان کول او په لاسپیکرونو کې د احادیثو بیانول «خلګ ځورنه» ده او دا به موضوع د حج او او قافو له وزارت سره شریکه کړي.

زهره یوسف ددې تر څنګ په یوه بل پوسټ کې په فرانسه کې د کلیسا مخې ته د چړې په واسطه ترسره شوی برید غندلی او مسلمان علماء یې د یاد برید د نه غندلو له امله محکوم کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد

السلام علیکم
کوم تلاوتونہ او ترجمی سی پہ لاوڈ سپیکر کی کیگی زمونگ پہ وطن کی پہ داسی حال کی چی د مولوی صاحب مخ تہ بہ ۵ یا ۱۰ کسان ناست وی
دا غیر شرعی عمل دہ زکہ پہ دِ سرہ پہ کورونو نادت ویدہ مریضان سخت پہ تکلیف وی
کہ یی سوک نہ منی مختلف فتاوی پہ د مسئلہ بحث کڑی
بالخصوص فتاوی عثمانیہ تہ مراجعہ کولای سی

نعمت الله

ای وطن جای مثل تو بی دینها نیست برو در لندن چکرت بزن چی میکنی کی این جا آمدی؟

نعمت الله

صدای طیاره های B52 كه بالاي خانه هاي مردم بم ميباراند خواب شرينت را خراب نكرد اما صداي آذان خواب شرينت را خراب كرده احساس از مسلمانيت كه خير از انسانيت چیزی باقی مانده در تو.

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x