افغانستان

ارزګان او کندهار کې ۳۸ مسلح دولتي عسکر طالبانو ته تسلیم شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۰ لړم، ۱۳۹۹ل): طالبانو ته د تسلیمېدونکو دولتي عسکرو په سلسله کې تیره ورځ ۳۸ تنه مسلح دولتي عسکر او پولیس طالبانو ته تسلیم شوي دي.

د طالبانو په رسمي ویب پاڼه الاماره د خپاره شوي خبر له مخې تیره ورځ د کندهار ولایت ژړۍ ولسوالۍ «سنګ حصار» سیمه کې د امنیتي قرارګاه ۱۵ تنه مسلح دولتي عسکر له وسلو او مهماتو سره ورته تسلیم شوي دي.
په خبر کې ویل شوي، چې تسلیم شوو دولتي عسکرو له ځانونو سره ۲۰ میله وسلې او مهمات هم ورکړي دي: «نوموړو له ځان سره شل مېله مختلف النوع وسلې او ۲ رینجر موټر اومهمات هم رارسولي، همداراز هم مهاله دلاکوخیلود قرارګاه او همدارنګه د حوزي مدد شاته سیمه کي دقدرت له پوستې او یوې بلي پوستې څخه مزدور عسکر وتښتیدل.»
په یو جلا خبر کې طالبان وايي، چې د ارزګان ولایت په دهراود ولسوالۍ کې هم ۲۳ تنه دولتي عسکر او پولیس ورته تسلیم شوي دي.

په داسې حال کې چې له افغانستان څخه د امریکايي عسکرو بشپړ وتلو ته څو میاشتې پاتې دی او په قطر کې د افغان جګړې د خاتمې لپاره بین الافغاني مذاکرات پیل شوي، طالبانو ته د دولتي عسکرو د تسلیمۍ سلسله چټکه شوې، چې نیږدې هره ورځ لسګونه دولتي عسکر او پولیس طالبانو ته تسلیمیږي؛ خو دا په تیره یوه اونۍ کې تر ټولو زیات شمېر مسلح دولتي عسکر دي چې طالبانو ته د تسلیمۍ خبر یې ورکړل شوی دی.

د روان کال فبروري میاشتې په ۲۹ د طالبانو او امریکا متحدو ایالتونو ترمنځ د سولې توافقنامې له لاسلیک او دولتي منسوبینو ته د طالبانو د مشر شیخ هبة الله اخندازده لخوا د عامې بښنې له اعلان وروسته په زیات شمېر کې دولتي عسکر او پولیس طالبانو ته تسلیمیږي، تیره میاشت هم شاوخوا ۱۲۰۰ دولتي عسکر او منسوبین طالبانو ته تسلیم شوي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x