نظــر

مکرون ته که سیکولریزم ارزښت ښکاري؛ مسلمانان ولې اسلام خپل ارزښت ونۀ ګڼي!؟

محمد عمر حماد

د BBC د خبر پر اساس د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون ویلي: دا چې پر موږ حملات کېږي، مانا دا چې موږ ارزښتونه لرو، ورپسې وایي: تر وروستي بریده به له سیکولریزم څخه دفاع کوو.

تبصیره: د مکرون خبرې په ښکاره ډول پر دې دلالت کوي چې د دوی ستر ارزښت سیکولریزم(بې دیني) دی، او د خپل همد‌ې ستر ارزښت د دفاع لپاره مبارزه خپل مسؤلیت ګڼي.

سیکولریزم چې په چورلټ ډول د ژوند له ټولو ابعادو څخه د دین د نفې کولو پر معنی دی، د فرانسې د هغه انقلاب په نتیجه کې چې عام وګړي د دین په نوم د کلیسا د مشرانو له هغه ناروا کړنو څخه په تنګ شوي ول چې د کلیساء مشرانو به د دین پر نوم پرې تحمیل کولې، دوی به د ساینسي علومو په ښکاره مخالفت کاوه، د کفارې پر نوم ټکسونه به د پاپ له خوا ورکول کېدل، د وخت حاکم به د پاپ پر نغوته هر هغه څه کول چې د پاپ به خوښ ول، بلاخره داسې وخت راغی چې د عامو وګړو د صبر کاسه لبریزه شوه، د انقلاب لپاره را پاڅېدل چې د همدې انقلاب په نتیجه کې دین او سیاست سره جلا شول.

د فرانسې له انقلابه زېږېدلی سیکولریزم د کلیساء د راهبانو لخوا د تحریف شوي دین پر وړاندې عکس العمل وو چې بلاخره
هغوی سیکولریزم د کلیسا او پاپ له ټولو ظلمونو د نجات واحده نسخه وګڼله، او په دې ډول یې دین د انساني ژوند له ټولو ابعادو منتفي کړ.

د فرانسې د انقلاب پایله(سیکولریزم) که هغوی ظاهراً د فرانسوي انسانانو د نجات نسخه ګڼله، خو په حقیقت کې سیکولریزم نه یوازې د فرانسوي انسانانو بلکې د مطلق بشریت د مسخه کولو پر معنی ځکه دی چې هغوی پر سیکولریزم سره د انساني جوړښت چې له جسم و روح څخه مرکب دی د تربیت چاره نشي تر سره کولای، سیکولریزم که پر ماټریالیزم(ماده پرستۍ) باندې د انساني جسم د رُشد، تغذیې او تکامل په پار فوکس او پافشاري کا، خو د انسان د روحاني بُعد د تغذیې، تسکین او رُشد لپاره هیڅ نۀ لري، له همدې ځایه وایو چې سیکولرانو په لوی لاس مکرم انسان د انسانیت له دایرې څخه د حیوانیت دایرې ته ور ټېل واهه، ځکه دوی یوازې د حیواناتو په څېر د خیټې ډکول او د شهوت سړول د خپل ټول ژوند هدف وګاڼه او ګڼي یې، له دې ها خوا د انسانیت جوهر چې انسان پرې باندې مکرم او اشرف المخلوق ګرځېدلی، له دوی سره نشته، او د هیومنیزم(انسان پرستۍ) دعوا یې هم د اسماني ادیانو د نفې کولو لپاره د فکرې جګړې هغه وسیله ده چې ساده لوحه او د
اسماني ادیانو پر هدف ناپوه انسانان پرې باندې غولوي.

یادښت: د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون که منحیث د یوه سیکولر انسان د کلیسا د محرف دین پر مقابل کې را ټوکیدلی سیکولریزم خپل ارزښت ګڼي او د نشر و ترویج لپاره یې هڅې خپل مسؤلیت و مبارزه ګڼي، نو کوم مسلمان به منحیث مسلمان د الله تعالی له خوا ورته خوښ کړل شوي او تکمیل شوي دین(اسلام) ته خپل ارزښت نه وایي او د نشر و اشاعت لپاره به یې مبارزه ورته فرض عین نه ښکارېږي!؟

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x